کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هغوی ته چې له سولي ویره لري !!!

هغوی ته چې له سولي ویره لري !!!

په هیواد کې د جګړې ، وژنو ، ترور او خشونت د پای ته رسیدو په خاطر د څو کلونو راپدیخوا د افغان دولت له لوري د سولي هڅي رواني دي ترڅو وسله وال مخالفین دې ته وهڅوي چې له جګړې نه لاس واخلي او د سولي لاره خپله کړي ، په دې اړوند د سولي عالي شورا جوړه شوه او یو لړ نور ګامونه واخیستل شول خو د هیلو پرخلاف ددغو هڅو نه د سولي په اړوند رغنده پایلي ترلاسه نشوې بلکي ددې پرخلاف په هیواد کې د وژنو او ځانمرګو بریدونو لمن نوره هم وغځیده او جګړې نور هم زورواخیست چې د روان کال په بهیر کې ترهګریزو بریدونو د سولي په اړوند ټولي هیلي په اوبو لاهو کړې.
د ناهیلیو نه په ډک یوه داسي چاپیریال کې ناڅاپه اوازې خپرې شوې چې دطالبانو او امریکایانو ترمنځ دسولي په اړوند څو ځلي خبري اتري شوي او پتیل شویده ترڅو د طالبانو لپاره په قطر کې یو دفتر پرانیستل شي چې وروسته داخبره د طالبانو له لوري هم تائید شوه چې له امریکايي چارواکو سره یې خبري اتري کړیدي.
دغو خبرو اترو بیلا بیل غبرګونونه راوپارول . افغان دولت د سیاسي معادلې د یوه مهم لوري په توګه داسي خبري اتري چې افغان حکومت په کې ګډون ونه لري ګټوري ونه ګڼلې او په قطر کې یې د طالبانو له دفتر سره هم مخالفت څرګند کړ ، غوښتنه یې وکړه چې داسي یو دفتر دي په ترکیه یا سعودي عربستان کې جوړ شي چې وروسته یې د قطر له دفتر سره موافقه وښودل خو ددغو خبرو سره ترټولو سخت غبرګون هغه ډلو وښود چې ځان د دولت سیاسي اپوزیسیون بولي چې دې لړ کې د تغیر او امید ملي ایتلاف اوملي جبهه شامل دي چې د پخوانۍ شمالي ټلوالي غړي دي ، هغوی وايي طالبان اصلآ ترهګر دي ، لس کاله کیږي چې نړیوال د هغو په وړاندي په جګړه لګیا دي څنګه کیدی شي چې له هغوی سره خبري وشي؟! دغه راز هغوی وايي چې طالبان د هیواد اساسي قانون نه مني او اوسنی دولت په رسمیت نه پیژني ، هغه ارزښتونه چې په لسو کالو کې ترلاسه شوي له هغه سره مخالفت لري.
دهیلو او ډار په دې نامعلوم چاپیریال کې ناڅاپه د څو تنو امریکايي سناتورانو له لوري دشمالي ټلوالي ځیني مشران برلین ته د غونډي لپاره وغوښتل شول ترڅو د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث او خبري اتري ورسره وشي ، ویل کیږي چې دغه غونډه کې د افغانستان د راتلونکي حکومت د ډول په اړه بحثونه شوي او داخبره هم شوې چې اوسنی ریاستي نظام د افغانستان لپاره د حکومت ښه ډول نه دی باید په ځای یې پارلماني نظام رامنځته شي او د فدرالیزم په اړوند هم تاوده بحثونه شوي چې د هیواد د پوهانو ، سیاستوالو او عامو افغانانو له خوا دغه غونډه او ددې غونډي بحثونه د افغانستان سره دښمني او د افغانستان د یوموټي ولس په وړاندي یوه دسیسه بلل شویده خو کله چې د غونډي برخوال راستانه شول او د ولس غبرګون یې ولید د فدرالیزم په خبره په بشپړه توګه منکر شول او ویې ویل چې په دې اړوند هیڅ خبري نه دي شوي او نه هم موږ د فدرالیزم غوښتونکي یو ، دغه راز افغان حکومت هم ددغه ډول غونډو جوړول د افغان ولس سره دښمني و ګڼل او زیاته یې کړه چې په راتلونکي وخت کې به ددغه راز غونډو جوړیدو ته اجازه ورنکړي ځکه دغه ډول هڅي د افغانستان د ملي ګټو پرخلاف دي.
سیاسي شنونکي په دې اند دي چې د فدرالیزم په اړوند غونډه د بهرنیانو له لوري پر افغان دولت د فشار په خاطر جوړه شوې وه او دا غونډه د فشار دوسیلې په توګه وکارول شوه ، ځیني خو بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو پروژه هم د بهرنیانو له لوري د افغان دولت پرخلاف د فشار یوه وسیله ګڼي هغوی استدلال کوي که داسي نه وای نو باید په دغو خبرو کې د افغان دولت پلاوي ته هم د ګډون بلنه ورکړه شوې وای.
ددغو انګیرنو او اندیښنو په نظر کې نیولو سره په دې نږدې ورځو کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن اعلان کړه چې د طالبانو سره د سولي خبري په ډیر ابتدايي پړاو کې دي ، او په دې پړاو کې پرکومو ځانګړو موضوعاتو باندي خبري نه دي شوي او نه د طالب بندیانو په اړه کومه پریکړه شوې ، هغې زیاته کړه چې د سولي خبري به د افغان دولت تر مدیریت او نظارت لاندي ترسره شي که چیري خبري مثبت لوري ته پراخي شوې نو بیا به هغه مهال امریکا هم د سولي په خبرو کې ګډون وکړي.
بل خوا افغان دولت تیره ورځ اعلان وکړ چې له ګاونډي هیواد پاکستان سره د سولي په اړوند خبري له سره پیل کوي ، له دغو هڅو نه داسي ښکاري چې د سولي بهیر به د افغان دولت له لوري په وړاندي لاړ شي.
اوس پوښتنه داده چې هغه ډلي او کړۍ چې ځانونو ته اپوزیسیون وايي د سولي له خبرو اترو نه ولي ویره لري؟!
دې ډلو لومړی په دولت نیوکي لرلې چې ولي د مخالفینو سره سوله کوي ځکه مخالفین ترهګر دي ، د هیواد اساسي قانون نه مني او هغه لاسته راوړني چې په لسو کلونو کې ترلاسه شوي هغه به ټولي له لاسه ووزي ، که خبره د دغو منطقو پربنسټ ولاړه وي بیا نو له سره په دې هیواد کې سوله نشي راتللی ځکه د سولي ټولي لاري وتړل شوې او د مخالفینو سره باید تر پايه جګړه وشي ، خو کله چې دامریکا او طالبانو ترمنځ په قطر او جرمني کې د سولي د خبرو او هڅو خبرونه رابرسیره شول یو ځل بیا په ځینو کړیو کې د سولي نه دویري او ډار فضا خپره شوه او داسي اوازې پیل شوې چې هر څه مخالفینو ته سپارل کیږي او په دې معادله کې زموږ ځای شتون نه لري.
حقیقت خو دادی چې باید له سولي نه ونه ویریږو او که څوک له سولي نه ډار ولري معنی یې داده چې جنګ او جګړه یې خوښه ده او خپلي ګټي د جګړې په دوام کې لټوي ، زما په اند سوله د ټولو افغانانو یوازنۍ هیله او ارمان دی ، له مخالفینو سره باید سوله وشي او جګړې ته باید د پای ټکي کیښودل شي خو سوله باید په داسي قیمت ترسره نشي چې زموږ ملي ګټو ته زیان واړوي ، باید دسولي داسي بهیر او میکانیزم رامنځته شي چې ټولو افغانانو ته دمنلو وړوي او د ټولو افغانانو عزت او ابرو په کې خوندي شي ، نور نو زموږ ولس د جګړو ، نفرتونو او وژنو زغم نه لري ، ځکه چې دادی څو نسلونه په جګړه کې راوزیږیدل ، ځوان شول او ووژل شول زموږ نسلونو د ژوند محبتونه ونه لیدل یوازي د جګړو او نفرتونو قرباني شول.
داژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی
حیران یم چې نفرت ته وزګاریږي خلک څنګه؟!