کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خوست د هري پيل سوي ټولګټي مبارزې لومړی سنګر

خوست د هري پيل سوي ټولګټي مبارزې لومړی سنګر

افغانستان په خپله جغرافيه کې ٣٤ لوى اوکوچني ولايتونه لري چې ددرجو،نفوس،هوا،حالاتواوموقعيت له مخې يوله بل سره څرګندتوپيرونه لري .دهېوادپه سيمه ييزو ادارو واحدونوکې خوست ولايت دريمه درجه اداري واحد دى،دولس ولسوالۍ اودرى غيرې رسمي اداري واحدونه لري دم ګړۍ شننونکي ورته دجګړې په لومړۍ کرښه پروت ولايت وايي ځکه دداسې يوې سيمې سره ګډه پوله لري چې نړۍ ورته دګواښ اوسرې کرښې په سترګو ګوري،ان تردې چې ټوله نړۍ ديادې سيمې په اړه فکرکوي.


داسې موقعيت ته څيرمه پروت يوسرحدي ولايت څرګنده خبره ده  په هغه هېوادکې چې اداري سيستم په کې دمرکزيت پربنسټونو ولاړوي ددولت حاکميت ،ځمکنۍ بشپړتيا،ملي واکمنۍ اومرکزحکومت لپاره ديوداسي سرحدي ولايت حالات بايدډيردپاملرنې اوڅارنې وړ وي.ځکه چې هربدلون په کې په مرکزي حکومت اومرکزي ولايتونوباندې په نيغه توګه اغيزکولى شي.که چيرې په دارنګه يوولايت کې دولتي حاکميت کمزورى وي،سيمه ييزه اداره په فسادکې ښکيل وي ،قومي شخړې روانې وي،دغصب مافياپه ډيرقوت سره دولتي شتمنۍ ترخپلوخيټولاندې کړي،خپل سري واکمنه وي،دولتي ادارې دکميشن کاريوپه مرکزونوبدلې شوې وي،دښوونځيو دروازې تړلې ساتلې شوي وي،محاکم دناحقه دعواګانوپه تورو دوسيوډک وي،په غرونوکې دشنوونودوهلوتالان وي،له مرکزي ادارې سره اړيکې کمزوري وي ،اداري فسادداسې رېښې کړي وي چې دهرې چوکۍ ماموردخپل جيب ،خپلوانو،شخصي ګټواوکميشن کارانوقانون پيژني او ورته داسې نورې بدمرغۍ اوغيرې قانونې اوناروا کړنې شتون ولري نوپه څرګنده سره ويلى شوچې بيانودمرکزي حکومت واکمني شتون نه لري بلکې داسې ښکاره کيږي چې دغې کړنې مرکزي حکومت نور هم کمزورۍ کوي.ددې خبرې يادونه اړينه خبره ده هغه داچې دوه کاله وړاندې په همدې ولايت کې پورته ټولو غيرې قانوني کړنو،ناروافعاليتونو،بدمرغيو،جرايمو اوخيانتونوشتون درلودچې دې ناخوالو مرکزي حکومت دې ته اړه کړترڅوددغه ولايت لپاره داسې يوڅوک دلومړي مسوول په توګه راوليږي چې وکولى شي پورته ټولوناخوالوته دپاى ټکى کيږدي اودمرکزي حکومت دواک اوقدرت کمزورې واکمني يوځل بيا ځواکمنه اوواکمنه کړي.


هماغه وو چې دميدان وردګو پخوانۍ والي عبدالجبارنعيمي دخوست والي په توګه وټاکل شو.دغه ولايت ته په راتګ سره نوموړي شته ټولې ناخوالې اوبدمرغۍ ترڅېړنې اومطالعې لاندې ونيولې تردقيق تحليل وروسته دې اړه شوچې دڅرګندپلان،اغيزمنې تګلارې،جدي هڅو اوځواکمن هوډپربنسټ دقومونوترمنځ دشخړو دهواري،دغصب دمخنيوي ،داداري فساددپاى ته رسيدو،ددولتي حاکميت دټينګښت،دبنسټيزو پروژو دپلي کولو اويوشميرنورو موضوعاتولپاره خپله جدي مبارزه پيل کړي.


ترزياتوهلوځلو وروسته دهمدې پيل شوي اغيزمنې اوسپېڅلي مبارزې په لړکې دډيرو داسې قومونو ترمنځ دلسيزو لسيزو شخړې دحل تربريده ورسيدې چې ډيرې وينې په کې بهيدلې وې ،اودټولو پرمختګونومخه يې ډب کړې وه.ان تردې چې ځينوپه کې دخپل جيبونو دډکولولپاره له قومونوپيسې راټولې اويادقومونه يې په خپل منځ کې جګړو او وينوبهيدلوته هڅول او ورسره تړلې ډيرې نورې بدمرغۍ هم واکمنې وې ،چې په يوښه منځګړيتوب سره ورته دحل لاره پيداشوه.اوپه شخړوکې ښکيل قومونه له جګړوخلاص شول داسلامي ورورولۍ په ټغريې ژوندپيل کړ.


دغصب څخه ددولتي ځمکودمخنيوي په ډګرکې داسې ګړندۍ مبارزه پيل شوه او اوس هم روانه ده چې سارى يې په نورو ولايتونوکې نه ليدل کيږي په زرګونو جريبه دولتي غصب شوي ځمکه له غصب خلاصه شوه،دډيرو مافيايي کړيودخيانت مخه ونيول شوه،همدا اوس ولايتي ادارې دځمکودمافياپه وړاندې نوراقدامات هم ګړندي کړي دي ،يوباصلاحيت کميسيون دنده سپارل شوې ترڅوپه دغه ولايت کې ټول هغه غاصبين چې دولتي ځمکې يې غصب کړي داسنادوله مخې پيداکړي ترڅودقانون منګولوته وسپارل شي.اوځينې خواوس دعدالت په منګولوکې دي ،دځمکوله مافيايي کړيو سره مبارزه يوځواکمن هوډغواړي ځکه دغه کړۍ دومره ژورې رېښې لري چې کله خويې رېښې دنظام په چوکاټ کې ډيرولوړو ادارو اوچوکيوته ورسيږي.خوسره ددې هم دافغانستان دټولو ولايتونوپه پرتله په خوست کې دغاصبينو ملاماته شوې ده.


داداري فسادپرضدچې کوم قانوني اقدامات ترسره شوي دهمدې اقداماتوپه پايله کې د٣٠په شاوخواکې لوړپوړي اوټيټ پوړي مامورين چې په فسادکې ښکيل وو عدلي اوقضايي ارګانونوته ورپيژندل شوي اود٤٠په شاوخواکې مامورين چې ددندو دسرته رسولو وړتيايې نه درلوده له دندو ګوښه شوي ،ورسره سم په ادارو کې سمون اوبدلون رامنځته شوى دى.هرې ادارې ته څرګندې سپارښتنې شوې دي ،همدا علت دى چې ولس باورپه اداروباندې زيات شوى ،ددولت اوخلکو ترمنځ واټن کم شوى دى ،دروان لمريزکال په جريان کې يواځې ١٨٠٠٠کسانوولايت مقام ته دستونزو دهواري په موخه مراجعه کړې چې دغه شميره دولسي باوردزياتوالي يوه ښه بېلګه ده.


دکميشن کارانو دناروا کړنودمخنيوي په خاطرخوټولې ادارې ترجدي څارنې لاندې دي،هغه کميشن کاران چې دادارو دننه يې ادارې جوړې کړې وې له خوست يې پېښې سپکې کړې دي دم کړۍ په پلازمينه کابل کې دبېلابېلو ادارو دروازې ټکوي اوبې بنسټه شکايتونه کوي،دوى غواړي په دې کړنوسره خپل ځان نور هم وشرموي.هڅې روانې دي ترڅودغه دګډوډۍ عاملين ونيول شي اودخپلو اعمالوپه سزاء ورسول شي.


دولايتي ادارې له خوا دپورته ټولو نارواکړنوپرضد مبارزې ددولتي حاکميت له ټينګښت سره په پراخه توګه مرسته کړې ده ددې ترڅنګ په دغه ولايت کې مېشت ولسونه ،قومي مشران،ديني علماء کرام ،مدني ټولنې،کلتوري خوځښتونه ،سيمه ييزې شوراګانې اونور بنسټونه دخپلې ولايتي ادارې دکړنو ملاتړکوي چې په دې کارسره ددغه ولايت په ډيرو ولسواليوکې ددولت حاکميت دومره واکمن شوى چې له پخوانيوحالاتوسره په هيڅ ډول دپرتلې وړندى.دلته دهرپرمختګ لپاره له ټولو پورته يادو شويوقشرونو اوبنسټونوسره مشورې کيږي پربنسټ يې عمل کيږي.سربيره پردې دامنيتي ارګانونوپه منځ کې رامنځته شوي پياوړې همغږۍ په پايله کې هم ددولت دحاکميت بنسټونه ځواکمن شوي ،دجرايموګراف ټيټ شوى اوټول امنيتي ځواکونه په ډيرلوړ،عالي مورال نظم اوديسپلين سره دټولنيزنظم دګډوډۍ دلاملونوپه وړاندې مبارزه کوي.چې دډاډمن امنيت فضايې رامنځته کړې ده.په هره امنيتي غونډه کې چې دخوست والي ترمشرۍ لاندې جوړيږي دډاډمن امنيت اوټولنيزنظم دساتنې لپاره غوره پريکړې اوتصميمونه نيول کيږي.


دډاډمن امنيت په منځته راتګ سره همدا اوس په خوست کې په ډيروداسې لويوبنسټيزو پروژو باندې کار روان دى چې دسيمه په کچه لويې پروژې بلل کيږي.دپروژو پلي کول يوه خبره ده مګرڅرنګوالى يې بله خبره ده.دوه کاله وړاندې چې په دې ولايت کې کومه پروژه پلي شوې اوس دمنځ څخه تلوپه حال کې دي ،ددې ستونزې دهواري لپاره ولايتي ادارې پريکړه وکړه چې نوربايدپه دوهم ،دريم ،څلورم اوپنځم لاس تړون پلورل شوي پروژې دپلي کيدومخه ونيول شي ،هيڅ چاته ددې اجازه ورنکړل شي چې په خوست کې هره پروژه که لويه وي اوکه کوچنۍ په خراب څرنګوالي سره پلي کړي،چې اوس مهال ترډيره بريده دغه ستونزه هوارې شوې ترهرڅه دمخه دپروژې څرنګوالي ته جدي پاملرنه کيږي ترجدي څارنې کنترول لاندې ساتل کيږي ترڅوپه سمه توګه پلي شي.


لنډه داچې دلته مويواځې دهغه ستونزو،بدمرغيو اوناخوالوپه وړاندې دمبارزې يادونه وکړه کوم چې دافغانستان په ډيرو ولايتونوکې اوس هم شتون لري.کله ناکله داسې واوريدل شي چې په هغه اودغه ولايت کې هم دا مبارزه کيږي.په ملي کچه زمونږ دنظام دپياوړتيالپاره غوره خبره ده چې په هرولايت کې دسمون اوبدلون لپاره مبارزه وشي ،اودخوست په شان په هره مبارزه کې وځليږي ځکه چې خوست په هېوادکې دهرې پيل شوې اغيزمنې مبارزې سنګر،ډګراومرکزدى.ددې لپاره چې دغه پيل شوي مبارزې نورې هم پياوړې شي نومرکزي حکومت ته پکارده چې په مرکزکې دورته مبارزو بيراغ  را اوچت کړي ،په ملي اوځواکمن هوډسره دپورتنيويادوشويو ژوروننګونو،ستونزو،ناخوالواوبدمرغيوپه وړاندې دمبارزې ډګرته راودانګي ترڅونورزمونږپه هېوادکې دقانون ملي واکمني رامنځته شي اوپه دې خاوره کې مېشت ځوريدلى ،درديدلى ،کړيدلى اوسوځيدلى مظلوم ولس له ستونزو خلاصون ومومي.