کور / اسلامي / د خاتم النبيين حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لنډ سيرت

د خاتم النبيين حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لنډ سيرت

بسم الله الرحمن الرحيم


نسب 
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د عبدالله زوی، د عبدالمطلب لمسی  د اسماعيل بن ابرهيم علیه السلام له اولادې دی. مور یې بي بي آمنه د وهب لور د بني زهرة له قبيلې وه، د مور او پلار نسب یې په کلاب بن مره بن فهر کې یوځای کيږي.


زوکړه 
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د فيل په کال دربيع الاول د میاشتې په ۹مه نیټه ۵۷۳م کال په مکه مکرمه کې یتيم وزیږید. محترم پلار یې د ده له پیدایښته مخکې وفات شوی و. له زیږیدو سره سم یې نيکه عبدالمطلب پالنه په غاړه واخيسته. کله چې شپږ کلن شو نو مور یې وفات شوه او چې اته کلن شو نو د نیکه له مهربانه سيوري هم بې برخې شو، چې بیا يې پالنه دسکه تره ابوطالب ترغاړې شوه، ابوطالب د هغه صلی الله علیه وسلم پالنه د خپلو زامنو څخه هم په ښه توګه وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوطالب سره د هغه ترمرګه واوسېد. 
رضاعي مور یې حلیمة السعدية وه.
د شام سفر او له خدیجة الکبری سره واده
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دولس کلن شو، تره یې (ابوطالب) له ځان سره د شام په لور د تجارت په کاروان کې روان کړ، (بُصرې) نومې ځای ته چې ورسيد نو له یو راهب سره چې په (بحیرا) مشهور و ليدنه وشوه- بحيرا راهب رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغونښو څخه وپیژاند چې د اهل کتابو په کتابونو کې یې لوستې وې، له لاسه یې ونیو او ویې ویل: « دا له ټول بشر څخه غوره دی او الله پاک به یې ټول عالم ته رحمت ليږي».
ابوطالب وویل: «له څه پوه شوی؟»


بحيرا وویل:«کله چې تاسې له هغې څوکې راښکاره شوئ، ددې سيمې ټولې ډبرې او ونې په سجده پریوتې؛ دا شیان له پیغمبر پرته بل چاته سجده نه کوي او زه یې له هغه مهره پیژنم چې دده د وولو په منځ کې ښکل شوی دی او دا موږ ته په خپلو کتابونو کې دده په هکله ویل شوي دی».
بیا یې له ابوطالب غوښتنه وکړه چې بیرته یې مکې ته ستون کړي هسې نه چې یهودیان ورته تاوان ورسوي. کاکا یې خبر ومنله او مکې ته یې له څو تنو نوکرانو سره بیرته ولیږه.
په دوهم ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا د خديجة الكبرى رضي الله عنها په تجارت کې له میسره نومې غلام سره شام ته ولاړ، کله چې مکې ته بیرته راغی نو میسره غلام خديجة الكبرى رضي الله عنها ته دده د خوږو اخلاقو، لوړو کړنو او امانتدارۍ په هکله خپل د سترګو ليدلی حال ووایه، د خدیجې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم خوښ شو او د واده پیشهاد یې ورته وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې پيشنهاد قبول او په ۲۵ کلنۍ کې يې دخدیجی رضي الله عنها سره واده وکړ، په دې وخت کې خدیجه رضي الله عنها ۴۰ کلنه وه. خديجې رضي الله عنها له ده مخکې دوه ودونه کړي وو چې له یوه خاوند یې یو زوی او یوه لور او له بله یې یوه لور زیږیدلې وه.
 
بعثت
رسول الله صلی الله علیه وسلم په غار حراء کې عبادت کاوه چې جبرائيل علیه السلام ورته راغی او ورته یې وویل: ولوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل، چې زه لوستل نه شم کولای، بیا ملایکې په غيږ کې ټينګ ونیو او زور یې ورکړ بیا یې ورته وویل: ولوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل، چې زه لوستل نه شم کولای، بیا یې په درېیم ځل ښه ټينګ ونيو زور یې ورکړ او بیا یې خوشې کړ بیا ورته ملائکې وویل:
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (۱) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (۲) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (۳) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (۴) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (۵) العلق
رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې مبارکو آیاتو د اورېدو ورسته ترهېدلی کور ته راستون شو، خدیجې رضي الله عنها ته یې ټوله کيسه وکړه، هغې رسول الله صلی الله علیه وسلم نور هم زړور کړو او ددې زیری یې ورکړ چې تا به الله جل جلاله هيڅ کله سپک نه کړي، بیا خدیجې رضي الله عنها خپل د تره زوی ورقه بن نوفل ته چې عیسايي و، وروست، هغه ورته ددې خبرې زیری ورکړ چې ته به ددې امت نبي یې، بیا یې ورقه وویل:
«کاش چې زه هغه وخت ځوان وای! کاش چې زه هغه وخت ژوندی وای! کله چې تا خپل قوم وشړي».
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:« آیا زما قوم به ما له کلي اوباسي؟»
ورقه ځواب ورکړ:
«هو، هر چاچي ستا په شان پیغام راوړی دی دښمني ورسره شوې ده، که زه په هغه وخت کې ژوندی وم زه به دې پوره ملاتړ وکړم».
له دې واقعې ورسته ورقه مړ شو او وحي هم د لنډې مودې لپاره بنده شوه، بیا الله جل جلاله د سورت المدثر لومړني څو آیاتونه نازل کړل، په دې کې الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې امر وکړچې خپل قوم اسلام ته دعوت کړي.
له دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم سري (پټ) دعوت شروع کړ، تر ټولو اول کس چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت ته یې په لومړنۍ ورځ لبیک ووایه په نارينه و کې ريښتيني دوست ابوبکر، په ښځو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم بي بي خدیجة، په ماشومانو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کاکا زوی علي او په غلامانو کې زیدبن حارثه رضوان الله علیهم اجمعين.
بیا د ابوبکر الصدیق رضي الله عنه په دعوت ټولي اسلام قبول کړ چې د هغوی له جملې: عثمان بن عفان، طلحه بن عبیدالله، سعدبن ابي وقاص، عبدالرحمن بن عوف، عثمان بن مظعون، ابوسلمه بن عبدالاسد او ارقم بن ارقم رضوان الله علیهم اجمعين وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به له صحابه ؤ سره د ارقم په کور کې په پټه ليدل کاته کول او په همدې کور کې به یې دوی ته قرآن او اسلامي ارشادات ورزده کول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم پوره درې کاله پټ دعوت وکړ، بیا پرې وحی نازله شوه چې له هغې سره پټ دعوت ختم او ښکاره دعوت يې شروع کړ، په دې هکله د قرآن کريم دا مبارک ایاتونه نازل شول:
وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ (۲۱۴) شعراء
ترجمه: نژدې خپلوان دې ووېروه
فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ (۹۴) حجر
ترجمه: هغه چې امر درته پرې شوی په زغرده اعلان کړه او له مشرکانو مخ واړوه.


دقریشو ظلم او د حبشې هجرت


 
رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې لس کاله په ښکاره د اسلام مبارک دين ته دعوت وکړ، په لسو کالو کې یې رنګارنګ تکليفونه وزغمل، قریشو د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو په تکليفولو کې د هیڅ ډول آلې د استعمالولو دریغ ونه کړ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت د مخنيوي لپاره یې مختلف ګامونه واخيستل، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په شاعر، کوډګر، لیونی، ساحر او داسی نورو نومونو تورن کړ، د هغه تګ راتګ په لار کې یې ازغي اچول، چې کله به یې لمونځ کاوه نو کفارو به شور کولو آن تردې چې یوه ورځ یې د لمونځ په حال کې د اوږو په منځ کې (لرې) واچو.
قریشو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګري چې اسلام یې راوړی وو لکه (بلال بن رباح، خباب بن ارت، عمار، د عمار پلاریاسر او د عمار مور سمیه او داسې نور صحابه رضوان الله علیهم اجمعین) هم زیات کړول  چې ځينې یې د زیاتو تعذيبونو له امله په شهادت ورسیدل.
کله چې په مسلمانانو د کفارو ظلم آخري اوج ته ورسید او مسلمانانو ته په مکه کې ژوند کول ګران شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته د حبشې پر لور د هجرت کولو اجازه ورکړه، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته معلومه شوې وه چې د حبشې پاچا نجاشي خورا عادل پاچا دی نو ځکه یې حبشه غوره وګڼله او مسلمانانو ته یې امر وکړ چې حبشې ته هجرت وکړي چې تقريبا سلو ته نژدی کسانو حبشې ته هجرت وکړ، نجاشي پاچا په حبشه کې د مسلمانانو خورا زیات عزت وکړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت په لسم کال د طایف پر لور لاړ څو هلته کفارو ته د اسلام دعوت ورکړي او ځانته نور ملګري پیدا کړي مګر په طایف کې هم ورسره ډیر بد چلند وشو، درواغجن یې وباله او په تيږو یې وويشته.
په همدې کال د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګران تره ابوطالب او بي بي خدیجة الکبری رضي الله عنها وفات شول، له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت لسم کال په عام الحزن ونوماوه.
 
اسراء او معراج


 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احترام او ثبات لپاره دا معجزه په هغه وخت کې منځ ته راغله کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګران تره چې همیشه به یې دده صلی الله علیه وسلم ننګه کوله مړ شو او دده ګرانه بي بي خدیجة الکبری رضي الله عنها چې هميشه به یې دا صلی الله علیه وسلم ته جرئت ورکاوه، وفات شوه او ورسته له هغې چې په طایف او مکه کې کفارو ډیر په تعذیب کړ، نو الله جل جلاله په امر د براق په واسطه د مسجدحرام (مکې) نه تر مسجداقصی (بیت المقدس) پورې د روح او جسد سره (اسراء) او بیا په بیت المقدس کې د لمونځ د اداء کولو وروسته آسمان ته ختل (معراج) سفرونه وکړل چې دا ټول د شپې په یوه برخه کې ترسره شول.
الله جل جلاله فرمایي: 
سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ (۱) اسراء


د عقبې بیعتونه او د دعوت خپریدل


د حج موسم او دعربو بازارونه ډیر مهم وخت او ځای و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په کې له خلکو سره ليده کاته کول او د اسلام په لوری یې دعوت کول، رسول الله صلی الله علیه به تر ټولو لومړی د قومونو مشرانو او مخورو ته دعوت کولو او دا  ځکه چې ددوی په مسلمانيدو سره ټول قوم مسلمانيدو. (الناس علی دين ملوکهم) 
په حج کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ډیرو خلکو ليدل چې ځينو به د ملاتړ وعده هم ورسره کوله، په لومړي ځل د بعثت په یولسم کال د خزرج د قبيلې (چې د مدینې له قبائلو یوه قبيله وه) شپږ تنو یې دعوت ته لبیک ووایه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې وعده وکړه چې د هغه صلی الله علیه وسلم پیغام به خپل قوم ته رسوي، د بعثت په دولسم کال د (عقبې) نومې ځای کې د مدینې ۱۲ تنو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ او په انصارو سره وپیژندل شول، په تاريخ کې دې بیعت ته د عقبې لومړنی بیعت وايي.
د بعثت په دیارلسم کال په (عقبه) کې ۷۳ نارينه ؤ او ۲ ښځو د رسول الله صلی الله علیه سره د کومک او تر شایې د دریدلو بیعت وکړ چې د عقبې د دوهم بیعت په نوم یاديږي او همدې دوهم بیعت مدينې ته د هجرت کولو لپاره لار اواره کړه ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم یو آرام ځای او ملګري وموندل او دې بيعت ته د اسلامي دولت بنسټ هم ویل کيږي.
رسول الله صلی الله علیه په مکه کې کفارو ته ۱۳ کاله د اسلام دعوت وکړ.


مدينې ته هجرت


 
په دارالندوة کې کفارو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وژلو لپاره غونډه وکړه او داسې پریکړه یې په کې وکړه: دټولو قومونو ځوانان به یې په وژلو کې برخه اخلي، ترڅو له یوې خوا بني عبدمناف په یو معین شخص او یا معین قوم دعوه ونه شي کړای،او هم بله بلې خوا بني عبدمناف د ټولو قومونو سره د مقابلې توان نه لري نو په دې سره به مجبور شي چې دیت واخلي.
له دې شومې پرېکړې ورسته جبرائيل علیه السلام راغی او د لوی خدای جل جلاله له لورې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو د دسيسو خبر کړ او ورته یې وویل چې الله جل جلاله د هجرت اجازه درکړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې مخکې خپلو ملګرو ته مدينې ته د هجرت کولو امر کړی و چې ځينې يې پټ پټ لاړ هم وو او ځينې يې دڅه عذر له امله په مکه کې پاتې شوي وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځان سره ابوبکرالصديق رضي الله عنه ملګری کړ او مخالف لوري یعنې جنوب طرف (مدینه منوره د مکې شمال طرف ته ده) ته  یې حرکت وکړ څو غار ثور ته ورسيدل، دوی دواړو ملګرو په غارثور کې ۳ ورځې او شپې تېرې کړی. د ابوبکر الصدیق رضي الله عنه زوی عبدالله به د شپې له لوری غار ته ورته او د دوی په هکله به چې څه خبره په مکه کې اورېدله ټوله به یې هغوی ته د شپې ویله. د ابوبکر رضي الله عنه غلام عامر بن فهيرة به میږې د غار سره نږدی څرولې څو د قدمونو نښې پرې ورکې کړي او کله به چې شپه شوه نو میږې به یې د غار خولې ته وروستلې څو یې شيدې وڅکي.
قریشو په مکه کې دوهم ځل لپاره بیړنۍ غونډه وکړه او په دې غونډه کې یې اعلان وکړ که چا دوی دواړه ژوندي ونيول او یا یې ووژل نو (۱۰۰) اوښان به په انعام کې ورکړل شي. ددې انعام د ترلاسه کولو لپاره پلو، سپرو او پل پيژندونکو په هلو ځلو پیل وکړ او هيڅ یو ځای یې پرې نښود آن تردې چې د غار خولې ته ورسيدل خو الله جل جلاله یې سترګې ړندې کړی او دوی یې ونه ليدل.
کله چې دوی له غاره ووتل،نو په لار کې (سراقه بن مالک) هم ددوی د نيولو هڅه وکړه خو آس یې تر زنګنونو پورې په ځمکه کې خښ شو، بیا یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم آمان وغوښت.


په مدینه کې د مهاجرت شپې


 
رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت په ۱۴م کال قباء ته ورسيد او په قباء کې یې درې ورځې تېرې کړی هلته یې د قباء مسجد جوړ او لمونځ یې په کې وکړ. دا هغه جومات دی چې د لومړي ځل لپاره د تقوی په اساس جوړ شو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم مدينې ته مخه کړه کله چې مدينې ته ورسيد نو ډیرګرم استقبال یې وشو د مدينې په کورونو او کوڅو کې تکبيرونو انګازې کولې، د انصارو کوچنیو جينکو د خوښۍ او خوشحالۍ شعرونه ویل: 
طلع البدر علینا          من ثــنیــات الوداع
وجب الشکر علینا   مــــادعـــــــالله داع
ایها المبعوث فينا       جئت بالامر المطاع
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابو ایوب الانصاري رضي الله عنه په کور کې پاتې شو. له دې وروسته د مدينې اوسيدونکي په انصارو او د مکې نه یې چې هجرت کړی وو په مهاجرینو سره ونومولې شول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته له رسېدو سره سم څو کارونه وکړل:
۱-په مدینه کې یې جومات کړ او په جوړولو کې یې پخپله هم برخه واخيسته.
۲-د اوس او خزرج قبيلو تر منځ یې صلحه وکړه.
۳-د مسلمانانو (مهاجرو او انصارو) په منځ کې یې د ورورګلوۍ تړون وکړ.
۴-د یهودو سره یې تړون وکړ.
 
جهاد


 
کله چې مسلمانانو مدینې ته هجرت وکړ او په مدينه کې یې اسلامي دولت ډبره کیښوده نو قریشو د پخوا په څیر بیا دښمنۍ ته بډې ووهلې، مسلمانانو ته یې اخطارونه ورکول، هو!! دا یوازې د خولې دړکې نه وې بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له پخوا او باوري سرچينو معلومه شوې وه چې قریش د شر او فساد اراده لري، هماغه و چې الله جل جلاله مسلمانانو ته د جنګ اجازه ورکړه، الله جل جلاله فرمايي:
 
أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ (۳۹) الحج
الله جل جلاله جهاد د مسلمانانو لپاره ددفاع او په نړۍ کې ددين د خپرولو یوه وسيله وګرځوله.
د مسلمانانو او کفارو ترمنځ یو شمير جنګونه وشول چې ځينې مشهور یې دادي:


 
دبدرغوڅنده لویه غزا:
دمسلمانانو شمیر: ۳۱۳ او یا ۳۱۷ تنه
دکفارو شمیر: ۱۰۰۰ تنه
دا غزا د هجرت په دوهم کال پېښه شوه، په دې غزا کې مسلمانانو د الله په کومک سره کفارو ته شرميدونکې ماتې ورکړه. په دې غزا کې د مشرکينو ۷۰ تنه ووژل شول او ۷۰ تنه نور یې اسيران شول.


د احد غزا
د مسلمانانو شمیر: ۷۰۰ تنه
د کفارو شمیر: ۳۰۰۰ تنه
دا غزا د هجرت په درېیم کال مدینې ته نژدې د احد غره سره وشوه، په دې غزا کې لومړی مسلمانان کامیابه شول خو په کنډو کې ناستو غشو ويشتونکو صحابه ؤ د رسول الله صلی الله علیه وسلم دامر مخالفت وکړ او له غره  د غنیمت د راټولولو په خاطر راکوز شول، کله چې کفار پوه شول چې غشي ويشتونکي له غره ښکته شوي نو د خالدبن وليد په مشرۍ د غره د شا له خوا پرې را وګرځېدل، چې په ترڅ کې مسلمانانو ګټلې جنګ د امير د قول د نافرمانۍ په سبب بایلود. په دې غزا کې ۷۰ تنه صحابه په شهادت ورسيدل.


 
د خندق یا د احزابو غزا
دمسلمانانو شمیر:۳۰۰۰ تنه
دکفارو شمیر:۱۰۰۰۰ تنه
د هجرت په پنځم کال د مکې قریشو له نورو قبایلو سره یوځای د مدینې د محاصرې او د مسلمانانو د ختمولو لپاره تصمیم ونيو، مسلمانانو د سلمان فارسي رضي الله عنه په مشوره لوی خندق وکيند څو مدينه منوره د احزابو او له هغو یهودیانو (بني قريظه) (چې له مسلمانانو سره شوې تړون یې په سختو او نازکو حالاتو کې مات کړی وو) وساتي. الله جل جلاله د شپې په کفارو سخته سيلۍ نازله کړه، خیمې او ديګونه یې چپه شول په زړونو کې یې ویره خپره شوه هماغه و چې الله جل جلاله مسلمانانو ته بې له کوم جنګه فتحه نصيب کړه. (وکفی الله المؤمنين القتال)


 
دبني قریظه غزا
کله چې احزابو د مسلمانانو د ختمولو لپاره په مدینې د بريد کولو نیت وکړ په دغه سختو او نازکو حالاتو کې د بني قریظه قبيلې د مسلمانانو عهد مات کړ او د کفارو سره ودریدل، مسلمانان چې کله د خندق له غزا را وګرځیدل نو سمدستي د بني قریظه یهودو پسې لاړل، هغوی یې تر هغه محاصره کړل څو د سعدبن معاذ په حکم له کلاګانو راکوز شول او د یهودو فتنه الله جل جلاله په مدينه کې ختمه کړه.


 
د حدیبې سوله
د هجرت په شپږم کال رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو صحابه ؤ سره د مکې پر لور د عمرې د اداء کولو په نیت روان شو، په لار کې مشرکينو مکې ته له ننوتو منع کړل چې په پایله کې بیا له مشرکينو سره تړون وشو چې د (حدیبې تړون) په نوم یاديږي.


ددې تړون ځينې مهمې مادې دادي 
۱-دوی به په خپلو منځو کې لس کاله جنګ نه کوي.
۲-سږکال به مسلمانان بېرته مکې ته ګرځېږي او راروان کال ته به حج/عمره کوي.
۳-که کوم کس له مکې  مدينې ته وتښتي (مسلمان شي) نو مسلمانان به هغه بېرته کفارو ته سپاري.
۴- او که له مسلمانانو کوم کس مکې ته وتښتي هغوی یې په بیرته ورکولو مجبور نه وي.
د مکې فتحه
د هجرت په اتم کال چې کله کفارو د حدیبې تړون مات کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د فتحه کولو لپاره له مدينې  حرکت وکړ، مکه یې فتحه کړه او غیر له څو تنو څخه یې ټولو کفارو ته عمومي عفوه اعلان کړه. د کعبې دننه یې ۳۶۰ بوتان مات او له کعبې یې د شرک نښې نښانې ورکې کړی. د مکې فتحې ورسته اسلام په جزیرة العرب کې په تېزۍ په خپرېدا شو د عربو وفدونه د مدینې په لور شروع شول څو رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس په اسلام کې داخل شي.


 
ځيني نورې مشهورې غزاګانې چې  دليکنې د اوږديدو له امله مې ذکر نکړی، دادي:


د تبوک غزا


د حنین غزا


د بني المصطلق غزا


د خیبر غزا
وفات
 
     رسول الله صلی الله علیه وسلم   د هجرت په ۱۱م کال د ربيع الاول د میاشتې په ۱۲مه نیټه د دوشنبې په ورځ د سهار په وخت کې وفات شو.
        مسلمانانو یې ۱۰-۱۰ تنو بېلو بېلو جنازه وکړه. بیا یې د عایشې رضي الله عنها په کور کې، په هغه ځای کې خاورو ته وسپاره په کوم ځای کې چې وفات شوی و. انالله واناالیه راجعون