کور / اسلامي / بی دینان

بی دینان

Atheism بی دینان :دا ډله په اتلسمه پيړۍ کې منځ ته راغې ده ، د هغوی په باور خدای وجود نه لري، هغوی خدای نه مني، د نننۍ نړۍ په سلو کې ( ۲،۳ ) وګړي بې دینان دي ، چې ډیر يې په جاپان اواروپا کې ژوندکوي.
Not dualistic: دا بې دینه ډله باور لري، چې روح او جسم لیدل کیږي اود عالم د خير او شر تر منځ شخړه نسته.
Autodeists ځان پرستان: ، دا ډله خدا نه منی ،وايي هر انسان خپله خدای دی.
Materialistic ماده پرستان : ماده پرستان خدای نه مني هغوی یوازې ماده مني .
اگنوستیسیم: : دا ډله د خدای(ج) په موجودیت باور نلري


ته هڅول دی د شیطان درېیم او څلورم مهم کړه انسانان ګناه
ګناه :
ګناه دخلاف په مانا ده ،هر هغه کار چې دلوی خدای (ج) دامر او فرمان خلاف وي ګناه شمېرل کیږی . داسلام ستر پیغامبر (ص) ابوذر (رض) ته داسې وفرمایل :
ژباړه :« دګناه کوچني والي ته مه ګوره بلکې دې ته ګوره چې له چا سرغړونه کوې» .


په قران شریف کې ګناه په لاندې کلمو یاده سوې ده :
۱- ذنب : ذنب د پایلې په مانا ده چې(۳۵) ځله په قران عظیم الشان کې تکرار سوې ده .
۲- معصیت : دسرغړونې مانا لري چې(۳۳)ځله په قران عظیم الشان کې تکرار سوې ده .
۳- اثم : د سستي او پڅوالي په مانا ده . چې(۴۸)ځله په قران عظیم الشان کې تکرار سوی ده .
۴- سیه : دناوړه او قبیح کار په مانا ده . چې (۱۶۵)ځله په قران عظیم الشان کې راغلې ده .د سؤ کلمه له همدې کلمې څخه اخیستل سوې ده ،چې(۴۴)ځله په قران عظیم الشان کې راغلې ده .
۵- جرم : په اصل کې له ونې څخه دمیوې دجلاکیدو او یا دپست په مانا ده . جریمه او جرایم له همدې لفظ څخه دی . جرم هغه عمل دی چې انسان له حقیقت ،سعادت ،ودې او هدف څخه جلا کوي . داکلمه (۶۱) ځله په قران عظیم الشان کې راغلې ده .
۶- حرام : دمنع کړل سوي په مانا ده چې نژدې(۷۵)ځله په قران عظیم الشان کې ذکر سوې ده .
۷- خطیه : په اغلب ګمان چې دغیر عمدي ګناه په مانا ده او هم دسترې ګناه په مانا راغلې ده داکلمه (۲۲) ځله په قران عظیم الشان کې راغلې ده .
۸- فسق : په اصل کې دا کلمه له خرما څخه د زړې د وتو په مانا ده او دبندګۍ او اطاعت له مدار څخه دګنګار کس دوتلو څرګندونه کوي چې دالهې فرمان برید مات کړی او په پایله کې له کلا او ساتونکی (دیوال)څخه پرته پاتې سوي وي . دا کلمه (۵۳) ځله په قران عظیم الشان کې ذکر سوې ده .
۹- فساد : داعتدال له حد څخه دوتلو په مانا ده داکلمه (۵۰) ځله په قران عظیم الشان کې راغلې ده .
۱۰- فجور :د آبرو ،حیا او دین د پردې دڅیرې کیدو اوشلیدو په مانا ده چې (۶)ځله په قران عظیم الشان کې راغلې ده
۱۱منکر : داکلمه ناآشنا په مانا ده . چې(۱۶)ځله په قران عظیم الشان کې راغلی ده .
۱۲- فاحشه : ډیر ناوړه ،دشرم وړ او دکرکې وړ کار ته کارول کیږي ، داکلمه (۲۴) ځله په قران عظیم الشان راغلې ده
۱۳- خبث : هر ناوړه او بد امر ته خبیث وايي چې (۱۶)ځله په قران عظیم الشان کې راغلې ده .
۱۴- شر : د هری بدی او ناوړې کارپه مانا ده چې خلک ترې کرکه لري
۱۵- لمم : ګناه ته د نژدې کیدو او دلږ څیز په مانا ده او د وړو یا صغیره ګناهونو له پاره کارول کیږي دا کلمه په قران عظیم الشان کې یو ځل راغلې ده .
۱۶- وزر : د دروند په مانا ده او تر ډیره بریده د نورو کسانو دګناه وړلو له پاره کارول کیږي دا کلمه په قران عظیم الشان کې (۲۶) ځله تکرارسوې ده .
۱۷- خنث : د باطل او باز خواست ته د تمایل په مانا راغلې ده او تر ډیره بریده د پیمان ماتونی او له ګناه څخه وروسته د تعهد په مانا راغلې ده ، دا کلمه دوه ځله په قران عظیم الشان کې راغلې ده.
دا اوولس ګوني کلمې هر یو په خپل وار سره دناوړو او کړغیړنو ګناهونو څخه پرده اوچتوي او راښیي چې ګناه هم بیلابیل ډولونه لري او هر یو یې په خپل وار سره انسان د ګناه خبردارۍ ورکوي.
په اسلامی روایاتو کې د ګناه په هکله ځینې نورې کلمې هم په کار وړل سوي دي لکه : جریره،جنایت ،زلت ،عثرت،عیب او نور چې هر یو یې د یو ډول ګناه څرګندونه کوي. .