کور / کیسه / مرګ

مرګ

لنډه کيسه
دخدای لپاره هر ځل مې درسره نېمګړی زړه ځورېږي، قدم په قدم دې يادوم، هرې ساه او هرې خبرې سره مې خولې ته راځې، او هره لحظه راته ستا څهره ترسترګو کېږي، ولې پرما او په کورنۍ دې رحم نه کوې، ولې هر وار راته زړګی چوې، دا د هغه خبرو سرټکي دي، چې پښتنې به خپل د ژوند ملګري ته کولې، پښتنې چې کامل خان ته په زړه کې ډېره مينه درلوده، او همېشه به يې د همزلو سره په ناسته کې ستايه، کامل خان پښتنې هغه وخت وليد کله يې، چې د ترور د لور واده وه، کامل د ډوډۍ ورکولو په وخت کې د ښځو لپاره په خدمت بوخت وه، کامل چې د پښتنې د ترور لور ګل دارې د ماما زوی وه، په همدې خاطر ترې د کورنۍ غړو د نورو ځوانانو په نسبت شرم نه کوه، په هغه وخت کې پښتنې پر کامل زړه وبايله، کله چې پښتنې د کامل خان څخه د وريجود ډک غوري د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه، په لومړي نظر يې کامل زړه ته لارې وکړې، په ليدو يې هکه پکه ودرېده، ترلاسه شوی غوری یې نورو ملګرو ته ورکړ او خپله د کامل خان سره د خدمت کولو په موخه و درېده، خدمت خو ورته هسې بهانه شوه، په اصل کې خو پښتنې غوښتل له کامل خان سره اوږه په اوږه د ژوند تر پايه ودرېږي، د همدغه ورځې يې د کامل د خپلولو کوښښونه شروع کړل، د يو بل څخه به يې هسې په خبرو کې کامل یادوه، خو کله چې کامل خبر شو، چې پښتنه يې ډېرې پوښتنې کوي، هغه ځوان هم د پښتنې د خپلولو لپاره ملا وتړله، پښتنه حسن لرونکې انجلۍ وه، په ټول کلي کې يې د حسن او ښو اخلاقو خبرې کېدې همداء لامل و، چې د کلي هرځوان د پښتنې د نوم سره اشنايي لرله، کله چې د پښتنې او کامل د مينې اوازې په کلي کې خورې شوې، د کامل کورنۍ مجبوره شوه، ترڅو د پښتنې کورنۍ ته د غوښتو لپاره ورشي، څو شپې سرپه سر تللو وروسته د پښتنې کورنۍ راضي شوه، چې خپله لور د کامدار خان زوی کامل خان ته ورکړي، کامدار خان د کلي خان وه، په ټول کلي يې د ښه شهرت نوم خور و، خو بدبختانه چې د کامل خان توربور په پښتنې مين شوی وه، کله چې د کامل توربور قيس خبر شو، چې پښتنه يې کامل ته ورکړې د پېښوره په منډه منډه لغمان ته راورسېده، خو بيا يې منډو ترړو ځای نه نيوه، ځکه اوبه له ورخه تېرې شوې وې، قيس چې کامل يې په ټول کلي کې بد راته ورسره ملګرتيا شروع کړه، شېبه په شېبه به يې د کامل پوښتنه کوله، حجرې ته به يې تلو، ورته به يې نصیحتونه کول، چې هلکه د داسې هلکانو سره ډېر مه ګرځه چې ښه بلدتيا ورسره و نه لرې، دښمنان دې ډېر دي هڅې نه چې خدای مه کړه، ورېندار مو کونډه شي، کامل به ورته په ډکه خوله خندا وکړه او ورته يې ويل چې ( وه د تره زویه) ته څه خبرې کوې که زه چا ووژلم نو ته د څه لپاره يې زما بدل خو به زما د دښمنانو اخلې کنه، خو کامل ته څه معلومات وه، چې د ده مرګ به د همدې خواخوږي قيس لخواء وي، کله چې يې واده ته څو ورځې پاتې شوې، دواړه تره زامن په دې نوم، چې ننګرهار ښار جلال اباد ته د واده لپاره څه سودا اخيستو په خاطر ولاړ شي او سودا واخلي، په لار کې قيس کامل خان وواژه، او خپله بيا پېښور ته ولاړ، قيس ظالم د دوه کورنيو خوبونه حرام کړل، د دوه ځوانانو د وصال شپه يې له منځه يوړه، د کامل او پښتنې په زړه کې هغه ټولې خبرې پاتې شوې، چې دوی يې يو بل ته د وصال په شپه ويل غوښتل، اوس خو یوازې پښتنې پيغلې ته سلګۍ او ژړا پاتې ده.