کور / اسلامي / د اصحابو رضی الله تعالی عنهم د ژوند پلوشې(۶)

د اصحابو رضی الله تعالی عنهم د ژوند پلوشې(۶)

حضرت حبیب بن زید الانصاری
(رضی الله تعالی عنه)
بارک الله علیکم من اهل بیت رحمکم الله من اهل بیت
(د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم دعا حبیب او د هغه کورنۍ ته)

په هغه کور کې چې په هر ګوټ کې ېې د ایمان وږمې خپریدلې،او د هغه د هر اوسیدونکي پر تندي باندې د قربانۍ نښې څزګندیدلې،په دغه کور کې حبیب بن زید الانصاري رضی الله عنه وده وکړه او په لوېېدلو شو.
پلار ېې زید بن عاصم رضی الله عنه دی چې د مسلمانانو د ډلې په اوله کې یثرب(مدینې) ته وتلی او له اویاؤ ۷۰ تنو څخه یو تن دی چې بیعة العقبة(۱.العقبه هغه ځای دی چې په هغه کې د انصارو د لومړنیو مسلمانانو یوه ډله د پیغمر صلی الله علیه و آله وسلم سره بیعت کړی دی) کې ېې حضور درلود او رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته ېې په ټینګه د بیعت لاسونه ورکړي دي او د یثرب په سفر کې د هغه سره ښځه او دوه زامن ېې هم ملګري وو.
مور ېې ام عماره نسیبه المازنیه رضی الله عنها لومړنۍ ښځه ده چې وسله ېې په لاس اخستې ده او د الله تعالی له دین او محمد صلی الله علیه و آله وسلم څخه ېې دفاع کړې ده.
ورور ېې عبدالله بن زید رضی الله عنه چې د احد په ورځ ېې خپل ځان له پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم څخه ځار کړی دی.
رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د دوی په باب داسې فرمایلي دي.
بارک الله علیکم من اهل بیت رحمکم الله من اهل بیت………………
پر تاسې دې د الله تعالی برکت وي اې اهل بیته پر تاسې دې الله تعالی ورحمیږي اې اهل بیته.
الهي نور(ایمان) د حبیب بن زید رضی الله عنه زړه ته لاره وکړه او هغه په دغه وخت تازه زلمی وو او الهي نور د هغه په زړه کې ځاې نیولی وو.
هغه ته ېې ولیکل چې د خپلې مور ،خپل پلار،خپلې ترور ،او خپل ورور سره مکې ته لاړ شي څو د اویاؤ معززو او مبارکو کسانو سره د اسلام د تاریخ په جوړلو کې برخه واخلي او خپل کوچنی لاس د شپې په تیاره کې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته ور اوږد کړي او د هغه صلی الله علیه و آله وسلم سره بیعت وکړي.له همدغې ورځې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ورته له خپلې مور او خپل پلار څخه ګران او اسلام د هغه په نفس کې ارزښتناک وګرځید.
حبیب بن زید رضی الله عنه په بدر کې حاضر نه وو ځکه چې په دغه وخت ډیر کوچنۍ وو او په احد کې هم هغه ته د برخې اخستلو او ګډو ن کولو شرف ونه لیکل شو ځکه هغه لا د وسلې اخستلو نه وو.
مګر هغه بیا د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم سره په نورو ټولو غزواتو کې ګډون وکړ او په هره غزاکې د عزت د بیرغ،د شرف د صحیفې او د قربانۍ د موقف خاوند وو ولې خبره دومره وه چې دغه غزاګانې په خپل عظمت ،شان او شوکت د حقیقت له مخې ېې له د ې چې د یوه لوی موقف د پاره چې تا ته د هغه بیان کوو تیار واوسی او هغه چې په شدت سره څنګه چې ېې د نبوت له عصر څخه وروسته تر دې ورځې د ملیونو ملیونو مسلمانانو ضمیرونه لړزولي ستا ضمیر لړزوي او هغه چې قصه ېې څنګه چې د پیړیو د تیریدلو په دوران کې مسلمانان ېې په هیبت کې اچولي تا هم په هیبت کې اچوي بل څه نه وو.
نو راځه چې دغه سخته قصه له اوله څخه واورو.
د هجرت په نهم کال چې د اسلام د استقامت ستنې محکمې شوې او د اسلام شان او شوکت قوي شو د عربو خلک د جزیرة العرب شاوخواڅخه د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د ملاقات د پاره او دا چې د هغه تر مخه د خپل اسلام اعلان او د هغه د اطاعت بیعت وکړي یثرب ته ډلې ډلې مخه راوړه او د دغو ډلو په جمله کې د بنو حنیفه هیئت چې د نجد د سیمې له لوړو څخه راغلي وو هم وو.
د بنو حنیفه هیئت د مدینې منورې په شاوخوا کې خپل اوښان چو کړل او د خپلو مالونو او سامانونو سره ېې یو سړی چې مسیلمه بن حبیب الحنفي نومیده پریښود او بیا دغه هیئت پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ته ورغی او د هغه په حضور کې ېې خپل او د خپل قوم د اسلام اعلان وکړ او رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د هغو ښه میلمستیا وکړه او د هیئت هره یوه ته ېې د ورکړې امر وکړ او د هغو د ملګري د پاره ېې چې د خپلو مالونو او سامانونو سره ېې پریښی وو هم د ورکړې امر وکړ.
د بنو حنیفه ؤ د هیئت غړي خپلو کورونو ته لا نه وو رسیدلي چې مسیلمه بن حبیب له اسلام څخه واوښت او په خلکو کې ودرید او داسې ېې وویل:
انه نبي مرسل ارسله الله الی بني حنیفه کما ارسل محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) بن عبدالله الی قریش (نعوذ بالله)
بیشکه هغه مرسل نبي دی چې الله بنو حنیفه ؤ ته لیږلی څنګه چې محمد( صلی الله علیه و آله وسلم) بن عبدالله ېې قریشو ته لیږلی دی.
هماغه وو د بنو حنیفه خلک د هغه په شاوخوا کې راټول شول او د هغه د ټولیدلو سببونه ډیر وو مګر مهم ېې عصبیت وو.

څه وخت چې د مسیلمه مټ قوي شو او کار ېې لوی او پیروان ېې ډیر شول نو رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته ېې داسې ولیکل.
من مسیلمه رسول الله الی محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) رسول الله سلام علیک اما بعد فاني قد اشرکت فی الامر معک،و انا لنا نصف الارض و لقریش نصف الارض و لکن قریش قوم یعتدون.
له مسیلمه رسول الله څخه محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) رسول الله ته پر تا دې سلام وي بیا وروسته ، بیشکه زه د تا سر ه په کار کې شریک کړی شوم او بیشکه مونږ ته نیمه ځمکه او قریشو ته نیمه ځمکه ده مګر قریش یو قوم دی چې هغوی تیری کوی.
مسیلمه دغه لیک د خپلو نفرو د دوه ؤ تنو په لاس ولیږه کله چې لیک نبي صلی الله علیه و آله وسلم ته ولوستل شو نو دواړو ته ېې داسې وفرمایل:
وما تقولان انتما؟
او تاسې دواړه څه وایئ؟
دواړو وویل:
نقول کما قال.
څنګه چې هغه وايي هغه مونږ هم وایو.
الهي پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم دواړو ته داسې وفرمایل:
اما والله لو لا ان الرسل لا تقتل لضربت عنقیکما.
اما دا چې په الله جل جلاله سوګند ،که دا نه وای چې استاځی نه وژل کیږي نو ما به ستاسې دواړو اورمیږونه وهلي وای.
بیاېې مسیلمه ته داسې ولیکل:
بسم الله الرحمن الرحیم.
من محمد رسول الله صلی الله علیه و آله وسلمالی مسیلمة الکذاب السلام علی من اتبع الهدی اما بعد:
فان الأرض لله یورثها من یشاء من عباده و العاقبة للمتقین.
سلام دې پر هغه چا وي چې هغه د هدایت متابعت وکړي،بیا وروسته،بیشکه ځمکه الله لره ده ،د خپلو بندګانو هر تن ته چې بیا وغواړي ورکوي ېې ا و عاقبت د متقیانو د پاره دی.
بیا لیک د مسیلمه دغو دواړو نفرو ته ورکړ.
د مسیلمه شر او فساد مخ په زیاتوالي شو نو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وغوښت چې مسیلمه ته لیک واستوي او هغه له خپل جهالت او طغیان څخه منع کړي نو هماغه ؤ چې د خپل لیک د وړلو دپاره ېې یو تکړه زلمی چې حبیب بن زید رضی الله عنه دی وټاکه حبیب په دغه وخت کې د نوي زلمیتوب او د پوره قوت په مرحله کې وو او له سر څخه د پښو تر تلو د ایمان په رنګ او جذبه کې وو.
حبیب د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په امر بې له سستۍ او بې له ځنډه د خپل ماموریت لاره ونیوله،نوموړی د لارې پر لوړو به پورته او د لارې پر ژورو به ښکته شو تر دې چې د نجد پر لوړو د بنو حنیفه ؤ ځمکو ته ورسید او د الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لیک ېې مسیلمه ته ورکړ.
څه ځنډ لا نه وو شوی چې مسیلمه د الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د لیک د محتویاتو له امله سینه ېې له غصې او کینې څخه ډکه شوه او د هغه په زیړ او بدرنګ مخ د شر او خیانت علامې او اثار څرګند شول او امر ېې وکړ چې حبیب دې زولانه شي او سبا ته دې د غرمې په وخت راوړل شي. کله چې سبا شو نو مسیلمه د خپل مجلس په ځای کې کښېناست او خپل ښي او کیڼ لور ته ېې خپل کفري مشران کښېنول او بیا ېې عامو خلکو ته د ننوتلو اجازه وکړه او بیا ېې امر وکړ چې حبیب بن زید رضی الله عنه دې ورته حاضر کړ شی. هماغه ؤ چې حبیب بن زید رضی الله عنه ورته راوړل شو او په درندو زنځیرونو کې ېې ورو ورو قدمونه اخستل حبیب بن زید رضی الله عنه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې زولانه شوی روان کړی شو په داسې حال کې چې سر ېې هسک او د کلک غشي په شان چې د غشو جوړونکو په جوړلو کې ېې ډیر مهارت ښودلی وي د مسیلمه تر مخ ودرول شو .
مسیلمة الکذاب ورته وکتل او داسې ېې ورته وویل:
اتشهد ان محمداً رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم)
ایا شاهدي ورکوې چې محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) د الله رسول دی؟
حبیب بن زید رضی الله عنه ورته وویل؛
نعم، اشهد ان محمداً رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم
هو زه شاهدي ورکوم محمد صلی الله علیه وآله وسلم د الله جل جلاله رسول دی.
په دغه وخت مسیلمه ته ډیر قهر ورغی او داسې ېې وویل:
و تشهد اني رسول الله ؟
او شاهدي ورکوې چې زه د الله رسول یم ؟
حبیب بن زید رضی الله عنه ورته وویل؛
ان في اذني صمم عن سماع ما تقول.
بیشکه زما په غوږنو کې د هغه څه په باب چې ته ېې واېې کوڼوالی شته .
په دغه وخت د مسیلمه د مخ رنګ په بله شو او له ډیره قهره شونډې ېې ورپیدلې او خپل جلاد ته ېې داسې امر وکړ.
اقطعه قطعة من جسده.
د ده له تن څخه یوه ټوټه پرې کړه.
جلاد د مسیلمه په حکم په توره د هغه د بدن یوه ټوټه پرې کړه او دغه پرې کړل شوې ټوټه په ځمکه پریوتله.
مسیلمه ورڅخه بیا داسې پوښتنه وکړه
اتشهد ان محمد اً رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم
ایا شاهدي ورکوې چې محمد د الله رسول دی صلی الله علیه وآله وسلم
حبیب رضی الله عنه ورته وویل:
نعم اشهد ان محمداً رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم
هو شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وآله وسلم د الله رسول دی. مسیلمه وویل و تشهد اني رسول الله (او شاهدي ورکوې چې زه د الله رسول یم . حبیب رضی الله عنه وویل :
قلت لک ان في اذني صمماً عن سماع ما تقول.
ما تا ته وویل چې بیشکه زما په غوږنو کې د هغه څه په باب چې ته ېې واېې کوڼوالی شته.
مسیلمه امر وکړ چې د هغه د بدن څخه دې بله ټوټه پرې کړل شي. نو له بدن څخه ېې یوه بله ټوټه پرې کړله او دغه بله ټوټه هم پر ځمکه پریوتله او د بلې ټوټې سره ملګرې شوه او خلکو د دغه منظر تماشه کوله او د هغه ثبات او تحمل څخه په حیرت او تعجب کې وو. هماغه ؤ مسیلمه ورڅخه پوښتنې کولې او جلاد ېې له بدن څخه ټوټې پرېکولې او هغه به داسې ویل
(اشهد ان محمداً رسول الله ) صلی الله علیه وآله وسلم
زه شاهدي ورکوم چې بیشکه محمد صلی الله علیه وآله وسلم د الله جل جلاله رسول دی.
تر دې چې نیم بدن ېې ټوټې ټوټې پریکړ شو او ټوټې پر ځمکه پریوتلې او نیم بدن ېې خبرې کولې ،بیا روح ېې ووت او دهغه پر دوه ؤ پاکو شونډو د پیغمبر علیه الصلاة و السلام نوم چې د عقبې په شپه ېې ورسره بیعت کړی وو ثبت او نقش شوی وو.
یوه سړي د حبیب بن زید رضی الله عنه د شهادت خبر د هغه مور نسیبه المازنیه رضی الله عنها ته ویوړ او دغه بي بي چې څنګه د خپل زوی له مړینې څخه خبره شوه نو همدا ېې وویل:
من اجل مثل هذالموقف اعددته و عندالله احتسبته .
ما د همداسې یو موقف (دریځ) د پاره روزلی او سمبال کړی وو او د الله تعالی په نزد مې د هغه اجر غوښتلی ده .
حبیب د عقبی په شپه کوچنی وو چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سره ېې بیعت کړی وو او چې لوی شو نو نن ورځ ېې ورسره وفا وکړه او که الله جل جلاله ما ته توان راکړ نو
زه به د مسیلمه لوئي داسې حالت ته ورسوم چې هغوی پر هغه باندې خپل مخونه وهي.
هغه ورځ چې نسیبه رضی الله عنها د هغې هیله وکړه ډیره ونه ځنډیدله چې د حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه لخوا د نبوت د مدعي مسیلمة الکذاب سره د جنګ اعلان وشو او مسلمانانو په جلتۍ سره د هغه د جنګ د پاره ځانونه سمبال کړل او د مسلمانانو په لښکر کې نسیبه المازنیه رضی الله عنها او د هغې زوی عبدالله بن زید رضی الله عنه هم ګډون وکړ او د یمامه په سخته ورځ نسیبه رضی الله عنها وکتله شوه چې دغه بي بي د زمري په شان صفونو ته لاره پیدا کوي او داسې غږونه کوي:
این عدوالله؟ دلونی علی عدوالله.
د الله دښمن چیرته دی؟ ما ته د الله جل جلاله دښمن وښيئ.
کله چې دغه بي بي مسیلمه ته ورسیدله نو ویني چې هغه پر ځمکه پریوتی دی او د مسلمانانو تورې د هغه په وینو رنګې شوې دي او ورڅخه وینې څاڅي نو دغه بي بي په دې سره ډیره خوشحاله شوه او د زړه هیله ېې تر سره شوه .
دغه بي بي به په څه نه خوشحالیږي؟
ایا الله جل جلاله د دغې بي بي د محسن او متقي زوی انتقام له باغي او شقي قاتل څخه وانه خست ؟
بلکې وایې خست.
بیشکه دواړه خپل رب ته ورغلل مګر یو په جنت کې او بل د دوزخ په سور اور کې.

د حبیب بن زید رضی الله عنه په باب د زیاتو معلوماتو د پاره دغه کتابونه ووینه !
۱.اسد الغابة -۴۴۳/۱ او الترجمة۱۰۴۹
۲.انساب الاشراف ۳۲۵-او ۲۵۰
۳.الطبقات الکبری ۳۱۶-او ۴

0. ۴. السیرة النبویة (ص) لابن هشام (انظر الفهارس)
1. ۵. الاصابة ۳۰۶ او الترجمة ۱۵۸۴
2. ۶. شهدأ الاسلام فی عهد النبویة للنشار
3.

نور بیا

مؤلف:دوكتور عبدالرحمن رافت باشا
ژباړه:محمد ګلاب بشار
د جواد رالېږنه