کور / اسلامي / د لراوبر ٦١ م سوغات پر له پسې لړۍ

د لراوبر ٦١ م سوغات پر له پسې لړۍ

اسلام په صداقت سره خپور سو
ليکوال : ډاکټر صاحب نثار احمد صمد
کتاب : د پند او عبرت قيصې لومړى ټوک
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

اسلام اصلاً په صداقت او رښتيا ويلو سره خپور سوى دئ. يو ډېر صالح او زاهد مسلمان يوه مغازه درلوده او خپلو کارکوونکو ته ئې هدايت کړى ؤ چي که هر شى خرڅوى د ښېګڼو ترڅنګ ئې نيمګړتيا يا عېب هم ورته واياست او خپلي غاړي خلاصوئ.
په دې ترڅ کي يوه ورځ يو يهودي و مغازې ته راغى، يو قميص ئې خوښ کړ او هغه ئې رانيوى. خو مؤظف نفر د قميص عيبونه ورته و نه ويل، ځکه د دوکان مالک په هغه ورځ نه ؤ راغلى، او دا خبره د ده هېره سوه. يهودي قميص رانيوى او ولاړى.
د دوکان مالک چي راغى او په دې قيصه خبر سو، نو وخښمېد او پر نوکر ئې ډېر منت وکړ، چي ولي ئې يهودي ته د کميس نيمګرتياوي نه دي ويلي. مالک مجبور سو چي په هغه يهودي پيسي وګرځي او پيدا ئې کړي. بالآخره معلومات ورکړل سول چي هغه د فلانۍ قافلې سره پر فلانۍ خوا ولاړى. تر درو وروځو وروسته ئې هغه قافله او هغه يهودي ومونداو داسي ئې ورته وويل: اې فلانيه! تا زما د مغازې څخه فلانى قميص رانيولى دئ. خو په هغه کي يوه نيمګړتيا ده او زما شاګرد د پلورو په وخت کي زما د ټينګار سره سره بيا هم نه دئ متوجه سوى چي تا ئې په اړه خبر کړي. نو دا پيسې دي بېرته واخله او قميص بېرته راکړه. يهودي ورته وويل چي ته څه شي تر دغه ځايه راوستې؟
صالح سړي ورته وويل: چي اسلام او د پېغمبر خبري تر دې ځايه راوستم چي داسي فرمايي: ” من غشنا فليس منا” ( يعني: هر څوک چي تقلب وکړي هغه زموږ څخه نه دئ).
يهودي هم په ځواب کي ورته وويل: هغه پيسې چي ما د دې قميص له پاره درکړي دي، جعلي او ساختګي دي نو اوس ته هم د هغو جعلي پيسو په بدل کي اصلي پيسې واخله او تر هر هغه شي چي ته ئې انتظار کوې، ښه شى در کوم، يعني: ” اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا عبده ورسوله”!
هو! پر دغه يهودي د اسلام صداقت عظيم تاثير وکړ او ځاى پر ځاى مسلمان سو. په رښتيا چي اسلام په صداقت سره خپور سوى دئ. الله پاک جلا جلاله دي ئې پېروان بېرته اصلي مسلمانان کړي.