کور / اسلامي / د لراوبر ٦٣ م سوغات پر له پسې لړۍ

د لراوبر ٦٣ م سوغات پر له پسې لړۍ

دوه کار چي دويم لومړي ته ارزښت وربخښي ( دويمه او وروستۍ برخه)
کتاب : د ګلونو امېل
پر ليکه کوونکى: عطاء الله محمدي

خوراک کوه
له ميانه روۍ سره
خبره اوره
له توجه سره
يو شي ته ګوره
له عبرت سره
خبره کوه
له اختصار سره
نېک فکر کوه
د عمل له جذبې سره
دوستي کوه
د علم د اهل سره
د غريب خبره اوره
له همدردۍ سره
له الله جل جلاله څخه هر څه غواړه
له عاجزۍ سره
د خپل اولاد پالنه کوه
له حلال رزق سره
د ماشومانو سره ملاقات کوه
له شفقت سره
پر موضوع باندي بحث کوه
له عقل سره
د کاميابۍ پلټنه کوه
له کوښښ سره
ژوند کوه
له ايمان سره
پرېکړه کوه
د پايلو يعني عواقبو د سنجولو سره