کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٣ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٣ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٧٣ م سوغات
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٩١: په خپلو کارو کي د راز پټ ساتلو څخه مرسته وغواړئ ځکه څوک چي نعمت لري د نورو د حسد ښکار سي.
٩٢: ډېر غوره خلک هغه دي چي نورو ته ډېره ګټه رسوونکي دي.
٩٣: تر ټولو ستر خيانت دا دئ چي ته هغه دوست ته چي تا رښتونى ګڼي ته ورته درواغ ووايې.
٩٤: صالح اولاد د جنت د ګلانو څخه يو ګل دئ.
٩٥: څلور شيان د بدمرغۍ نخښي دي:
لومړى : د سترګو ټيټوالى
دويم: د زړه کلکوالى
دريم: د هيلو اوږدوالى
څلرم: د عمر د ډېروالي مينه
٩٦: بدمرغه د بدمرغانو هغه خلک دي چي پ دې دنيا کي غريب وي او په هغه دنيا کي په عذاب کي وي.
٩٧: د سړي اعتبار پر عقل دئ او څوک چي عقل نه لري هغه دين نه لري.
٩٨: د عقل بنسټ پر الله پاک جل جلاله تر ايمان را وروسته د خلکو سره دوستي ده.
٩٩: يو د بل پر لاسو د ميني له کبله زور وکړئ چي دا کار د زړونو څخه کينه ليري کوي.
١٠٠: زر دوستان د يوه دښمن کار نه سي ترسره کولاى.
نور بيا …………….