کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٤ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٤ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٧٤ م سوغات
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٠١: د انسان ښکلا د هغه فصاحت دئ.
١٠٢: مسلمان د مرګ څخه نه بېرېږي.
١٠٣: کله چي يو څوک په حق ورسېږي يعني مړ سي نو خلک وايي چي تر شا ئې څه پرېښوول خو ملايکي وايي چي مخ ته ئې څه ولېږل.
١٠٤: ايمان دوې نيمايي لري لومړى نيمه ئې صبر او دويمه نيمه ئې شکر دئ.
١٠٥: امېد او آرزو رحمت دئ زما د پېروانو له پاره که امېد نه واى مور به اولادو ته شيدې نه ورکولاى او باغوان به درختي يا وني نه کښېښولاى.
١٠٦: هر کله چي پلار زامنو ته وګوري او هغوى خوشحاله کړي پلار د يوه غلام د آزادولو د اجر لايق سو.
١٠٧: خپلو اولادو ته شعر ور زده کړئ ځکه شعر د هغوى ذهن ور خلاصه وي او هغوى ته شجاعت او زړه ورتيا ور په برخه کوي.
١٠٨: چا چي په لږ شي کي خيانت وکړ، په ډېر شي کي ئې هم خيانت وکړ.
١٠٩: قاطع اراده او احتياط د برياليتوب پيل دئ.
١١٠: صبر کوونکى اوسه، صبر د عقل تله او د توفيق نخښه ده.
نور بيا …………………