کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٠ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٠ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٨٠ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٦٠:- د انسان درې ملګري وي:
لومړى: يو هغه چي د روح تر اخستو ورسره وي.
دويم: هغه چي تر قبره ورسره وي.
دريم: هغه چي تر قيامته ورسره وي
تر روح تر اخستو پوري ملګرى مال دئ ، تر قبر پولي ملګرى د هغه خپلوان دي او تر قيامت پوري ورسره ملګرى د هغه عمل دئ.
١٦١:- د سخي انسان خوراک دوا ، او د بخيل انسان خوراک مرض دئ.
١٦٢:- پر انساني ژوند باندي قسمت نه بلکي هوښيارتيا حکومت کوي.
١٦٣:-ظالم بزدل وي.
١٦٤:- تر څو چي د علم په لټه کي يې تر هغو پوري پر حق يې.
١٦٥:- کم انسان چي په کوښښ او اخلاص سره کار کوي د هغه له پاره هر وخت د پرمختګ لاره سربېره وي.
١٦٦:- تر کنجوس زيات سخت شى نسته.
١٦٧:- غربت د انسان ضمير هلاکه وي.
١٦٨:- د انساني ژوند دوه غوره ډاکټران، خوراک او خاموشي ده.
١٦٩:- هغه کس درواغجن نه دئ چي د دوو کسانو په منځ کي جوړه وکړي، نيکه خبره ووايي، او يا له خپله اړخه نيکه خبره زياته کړي.
١٧٠:- کم انسان چي جامې د شهرت حاصلولو له پاره يا د امارت ظاهرولو له پاره واغوندي الله پاک جل جلاله به هغه ته د ذلت جامې ور واغوندي.