کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨١ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨١ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٨١ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٧١:- کم خوراک چي ستاسو د خواهش مطابق نه وي هغوى ته بد مه واياست .
١٧٢:- نيکمرغه هغه دئ چي نور خلک و ويني، پند ځني واخلي.
١٧٣:- د اعمالو دار او مدار په نيتو پوري تړلى دئ.
١٧٤:- جنګ مخکي تر هغه چي زيات سي، ختم کړئ.
١٧٥:- ډېره خندا مه کوئ ځکه چي زياته خندا کول زړه مړ کوي.
١٧٦:- په امانت کي خيانت مه کوه.
١٧٧:- خپل نظرونه لاندي ساتئ.
١٧٨:- که څوک غواړي چي تر ټولو غوره انسان جوړ سي نو د الله پاک جل جلاله څخه دي بېرېږي.
١٧٩:- تر ټولو بد ړوندوالى د زړه ړوندوالى دئ.
١٨٠:- د مظلوم د ښرا څخه ځان وساته ځکه د هغه او الله پاک جل جلاله ترمنځ پرده نسته
نور بيا………………………….