کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٢ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٢ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٨٢ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٨١:- داسي کار وکړه چي دنيا ئې ياد وساتي.
١٨٢:- ګاونډي ته تکليف رسوونکى جهنمي دئ که څه هم چي ټوله شپه په عبادت او ټوله ورځ په روژه نيولو تېروي.
١٨٣:- که درس زده کول غواړې نو د زمانې څخه ئې زده کړه.
١٨٤:- چاته لاره ښوول هم صدقه ده.
١٨٥:- اميري د زړه اميري ده نه د دولت.
١٨٦:- څوک چي د الله پاک جل جلاله څخه بېرېږي هغه انتقام نه اخلي.
١٨٧:- انصاف تر عبادت غوره دئ ځکه چي د عبادت ګټه يوازي عبادت کوونکي ته رسېږي او د انصاف ګټه هر خاص او عام ته .
١٨٨:- خپل کار په تدبير سره کوه
١٨٩:- د غوږو، زړونو او سترګو ټولو څخه به د قيامت په ورځ پوښتني کېږي.
١٩٠:- کله چي تاسو ته غوصه راسي نو تاسو اودس تازه کوئ.
نور بيا ……………….