کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٣ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٣ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٨٣ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٩١:- تر شرک وروسته بدترينه ګناه خلکو ته تکليف رسول دي.
١٩٢:- کم خلک چي د مشرانو عزت نه کوي او پر کشرانو شفقت نه کوي هغه زما د امت څخه نه دي.
١٩٣:- کم شى چي د ځان له لاره نه خښوې هغه د بل مسلمان له پاره هم مه خوښوه.
١٩٤:- د هر قوم د معزز سړي تعظيم وکړئ.
١٩٥:- سادګي د ايمان نښه ده.
١٩٦:- په مهربانۍ سره ملاقات کول تر دعوت ورکولو بهتر کار دئ.
١٩٧:- ادب د ژوند رڼا ده.
١٩٨:- يو دښمن هم د ډېرو دښمنانو برابر دئ.
١٩٩:- د مؤمن ژبه د هغه تر زړه وروسته وي، کله چي څه وايي لومړى پر هغه فکر کوي او بيا ئې په خوله وايي.
١٠٠:- د انسان درې ملګري وي:
نور بيا………………………….