کور / اسلامي / دحضرت عيسی عليه السلام په هکله اسلامي عقيده۱برخه

دحضرت عيسی عليه السلام په هکله اسلامي عقيده۱برخه

بسم الله الرحمان الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
کله چي صليبيان پردې وتوانېدل چي  اسلامي خلافت له مينځه يوسي،نو غربيانوته
پرټولي نړۍ دبرلاسي موقع په لاس ورغله اوپرمسلمانانويې هم  دخپلي خوښي حکومتونه
مسلط کړل.
دوی دمسلمانانوپه خلاف ډېره هڅه کوي چي مسلمانان په هرډگرکي کمزوري شي،څودصليبيانو
گټي خوندي شي اومسلمانان ونه توانيږي چي يوځل بياخپل تېرمجداوعظمت اعاده اويواسلامي
خلافت جوړکړي .
دوی دمسلمانانوسره يوازي په وسله واله مُبارزه بوخت نه د ي بلکي په نوروبرخوکي
يې هم پراخي هلي ځلي پيل کړې دي.
يوازي په افغانستان کي يې دوه نيم زره غيردولتي موسسې شته، چي تقريبًايولک مامورين
يې پکي مقررکړي دي.
داټول خپل محرف اومنسوخ دين عيسويت ته  دافغانانوداړولواوددوی داخلاقودخرابولولپاره
هلي ځلي کوي.
              اودادی اوس زموږپه هغه اسلامي هيوادافغانستان کي هم ددوی کليساوي جوړي شولې چي پخوا
                                 دايوه معمی وه چي خلگوبه ويل :هغه کوم هيواددی چي کليساپکښي نشته؟نوپه ځواب کي به يې زموږد
                                         هيوادافغانستان نوم راتلو.
                   متاسفانه دغه افتخارخوموله لاسه ووت،خواوس بايددې ته کاروشي چي زموږمسلمانان وروڼه له اسلام څخه                        خبرشي څودوی ونه توانيږي چي مسلمانان له خپل دين څخه واړوي اوپه خپل دام کي يې راگيرکړي.
دعبدالرحمان پنجشېري ښکاره ارتداد،بياپه خپل جُرم باندي په څرگنده اعتراف،دده نيول کېدنه،دغربي هيوادونوفوري عکس العمل،بېرته دده پرته له ځنډه خوشي کېدل اوايټالياته تگ يې داحقائق نورهم ښه ښکاره
کړل اوپه دې کارسره يې  افغاني مرتدشوومسيحيانوته په ډاگه کړه چي تاسوته څوک څه نشي ويلای،نه موڅوک بندي کولای شي،نه څوک سزادرکولای شی بلکي برعکس به تاسوته امتيازات درکول کيږي،که بل
هيوادته دتگ اراده لرئ نوهم به آوېزه درکول کيږي .
دعيسويت ددعوت لپاره درې دروازي دي چي مسيحي مبلغين دهغوله لاري اسلامي هيوادونوته داخليږي
اوهلته  دمرستو،تعليم اوصحي فعاليتونوترعنوان لاندي خپل کارته ادامه ورکوي
هغه درې دروازې دادي :
۱:فقر
۲:جهل
۳:مرض
اوجنگ بيادغه درې حالته منځ ته راوړي .
متاسفانه دغه درې سره دروازي دمسيحي مبلغينوپرمخ زموږپه هيوادکي
خلاصي دي اوله بلي خوازموږزموږهيوادهم ددوی په ولکه کي دی چي ددوی ددعوت لپاره زمينه برابروي.
په دغودرودروازوکي يوجهل اوناخبرتياده،داهم زموږپه هيوادکي متاسفانه زياته ده،
که مسلمانان دعيسائيت په حقيقت پوهېدلای نوبيابه ددوی دعوت دپام وړاغېزه نه لرلی،ځکه ددوی
په دين کي داسي څه نشته چي هغه چاته دي دوی پرې قناعت ورکړي چي داسلام اوعيسائيت په هکله لازم
معلومات ولري.
خوليکن افسوزدادی چي زموږنه يوازي عوام بلکي دليک اولوست خاوندان هم داسلام اوعيسويت
په هکله ترډېره حده  بې خبره دي اودعيسويانولخواچي کوم تبليغات کيږي،دوی يې  له حقيقت څخه ناخبر وي .
په داسي حالاتوکي که دوی ته څوک دعيسويت دعوت ورکړي نودهغوی دعوت به خامخااغېزمن وي .
ددغه ارتدادمقابله کول داسي يوه فريضه ده چي يوه ورځ ځندهم نه قبلوي،نن ورځ داسلامي نړۍ
ځواکمن هيوادونه اومسلمانان دارتدادله يوه قوي اوخطرناکي څپې سره مخ دي،دغه دارتدادڅپه دمسلمانانو
ددين،عقېدې اواخلاقوپرخلاف يوبغاوت اوپاڅون دی.
که اوس موجودمسلمانان ددغي څپي په خلاف اقدامات ونه کړي نوډېره وېره شته چي دمسلمانانويوه
لويه برخه به خپل دين له لاسه ورکړي اودراتلونکونسلونوپه هکله به تردې هم زياته خطره وي .
که موږدبُخارا،سمرقند،اندلس،قرطبې اونورواسلامي مراکزوتاريخ ته فکروکړوچي په يوه
وخت کي داسلام مرکزونه وو،خواوس دهغو سيمو ټول اوسېدونکي کافران دي،
نو دې پايلې ته رسيږوچي  زموږهيوادته هم داسي سخت خطرمتوجه دی
نوربيا….