کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٤ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٤ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٨٤ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٢٠١:- په خپلو لاسو سره ځانونه مه تباه کوئ.
٢٠٢:- د الله پاک جل جلاله څخه بېره تر ټولو لويه توښه د آخرت له پاره ده.
٢٠٣:- ستاسو بزرګي ستاسو پرهېزګاري ده.
٢٠٤:- د کور تر اخستلو مخکي د ګاونډيانو په اړه معلومات ترلاسه کړه.
٢٠٥:- غيب تر قتل زيات بد کار دئ.
٢٠٦:- نيکه ښځه د دنيا تر ټولو ښه متاع ده.
٢٠٧:- فتح په اميد سره نه بلکي په علم او الله پاک باندي د اعتماد لرلو سره حاصلېږي مؤمن د يوه غاره دوه واره نه چيچل کېږي.
٢٠٨:- ډېر خندل د مرګ څخه د غفلت نښه ده.
٢٠٩:- مزدو ته د خولې تر وچېدو مخکي د هغه مزدوري ورکول په کار دي.
٢١٠:- مور او پلار د خپل اولاد له پاره جنت هم دئ او دوږخ هم .