کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٥ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٥ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٨٥ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٢١١:- د هر ساه کښوونکي سره په احسان کولو کي ثواب سته.
٢١٢:- په جنت کي ژړل عجبه کار دئ او په دنيا کي خندل عجبه کار دئ.
٢١٣:- حيوان خپل مالک پېژندي مګر انسان خپل مالک نه پېژني.
٢١٤:- که تاسو په کارو کي شرم نه کوى نه بيا هغه څه کوئ چي زړه مو غواړي.
٢١٥:- مصافحه کوئ ځکه مصافحه د زړه دښمني ختموي.
٢١٦:- عقلمند همېشه په غم او فکر کي مبتلا وي.
٢١٧:- پاکي نيم ايمان دئ.
٢١٨:- حيا د ايمان يوه څانګه ده.
٢١٩:- په امانت سره رزق زياتېږي او خيانت کولو سره مفلِسي.
٢٢٠:- له چا سره چي د مسلمان غم نه وي هغه زما د امت څخه نه دئ.
نور بيا………………..