کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٦ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٦ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٨٦ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٢٢٠:- له چا سره چي د مسلمان غم نه وي هغه زما د امت څخه نه دئ.
٢٢١:- الله پاک جل جلاله ته خوښ ځايونه مسجدونه دي او ملعون ترين ځايونه بازارونه دي.
٢٢٢:- د قيامت په ورځ به د مؤمن په په مېزان کي تر ټولو دروند شى اخلاق وي.
٢٢٣:- تر ټولو زياته مفلِسي حماقت دئ.
٢٢٤:- ښه اخلاق د الله پاک جل جلاله لويه تحفه ده.
٢٢٥:- کم انسان چي د سلام تر ويلو مخکي خبري کوي د هغه سلام مه جوابوئ تر څو چي لومړى سلام و نه وايي.
٢٢٦:- ښه او خوږه خبره هم صدقه ده.
٢٢٧:- د کوچنيوالي علم د کاڼي کرښه ده.
٢٢٨:- په دنيا کي د يوه مسافر په شان اوسېږه.
٢٢٩:- څوک چي غرور کوي الله پاک جل جلاله هغه ذليل او خواره وي.
٢٣٠:- په ټول بدن کي ژبه زياته نافرمانه ده.
نور بيا………………………….