کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٧ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٧ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٨٧ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٢٣٠:- په ټول بدن کي ژبه زياته نافرمانه ده.
٢٣١:- الله پاک جل جلاله وايي زه د بنده د ګمان سره يم
٢٣٢:- تر صبر بل هيڅ لوى نعمت نسته.
٢٣٣:- د عادل حاکم تعظيم کول د الله پاک جل جلاله په تعظيم کولو کي شامل دي.
٢٣٤:- حقيقي صبر، لومړى مصيبت برداشت کوي.
٢٣٥:- هغه انسان نه هلاک کېږي چي خپل قدر وپېژني.
٢٣٦:- کله چي دوه کسان په يوه وخت کي دعوت درکړي،لومړى د هغه کره ځه چي نژدې وي او که داوړه يوځاى وي نو بيا د هغه چا کره ځه چي لومړى والى ئې کړى وي.
٢٣٧:- حيا سراسر نيکي ده.
٢٣٨:- هر کله چي به يو څوک د رسول الله صلى الله عليه وسلم و زيارت کولو ته راغى هغه صلى الله عليه وسلم به ئې عزت کاوه او کله کله به ئې خپل پټو يا د هغه وخت د استعمالېدونکى کم شى ورته هواراوه.
٢٣٩:- انسانان په خپلو منځو کي داسي دي لکه څنګه چي د ږمونځي غاښونه دي.
٢٤٠:- استغفار يعني د مغفرت غوښتنه په کثرت سره کوه چي ګناهونه دي کم سي.
نور بيا………………………