کور / ترخې خبري / بیځایه لګښتونه که دچم ګاوڼډ غریبانو ته دغریبئ پیغور

بیځایه لګښتونه که دچم ګاوڼډ غریبانو ته دغریبئ پیغور

ډیری شمیر دودونه زمونږه په …تولنه کې داسې دي چې په لیدو سره دسړي زړه خواشینی کیږي او په دغو دودونو کې ډیرو ګډونوالو ته یوه ناهیلي هم دریږي چې زه ولې دومره څه نه لرم چې خپل مراسم او یاهم دا دود په ښه ډول هم داسې ولمانځم ، بعضې وخت کې خو دانسان فکرکې یوڅه کفري خبرې هم ګرزي او دالله نه مایوسه کیږي ،

زمونږه دافغانانو په ځینو ودونو کې دپيسو داسې باران وي چې د سړي سره دافکر پیداشي چې دهیواد دپولي جریان ټولې پیسې همدلته راغلي چې په خلکو شیندل کیږي ، بعضې خو آن لا لمنه دډالرو اوافغانیو ډکه کړي او په خلکو یې شیندي ،

همدارنګه که چیرته بیا په دغو ودونو کې دخوراک لورته فکر وکړو نو داسراف دانتروال اعظمي حد پکې نه مالومیږي او دومره فضول خرچي پکې شوي وي چې په سنجش یې ډیر زیات سړی خفه کیږي ،

په اوسني ماډرن ډول خیراتونو کې که وګورو نو داهم دودونو څخه کم نه دي او په دې کې هم زمونږه بعضئ افغانان ورونه دخپلې وسې نه هم اضافه مصارف کوي او هڅه کوي چې دا یو تاریخي خیرات جوړشي او خلک یې په خبرو کې مثالونه ورکړي .

نورې هم ډیري داسې رواجې پیښې شته چې پکې هغه دچا خبره زمونږه افغانان دپيسو بیخ او بنیاد وباسي،

همدارنګه دپيسو دغه رنګه بې ځایه لګول زمونږه ځوانه ټولنه دې ته هڅوي چې دخپل ژوند شعار داخبره وګرزوی چې که دهرځآی څخه وي او که په هره طریقه وي پیسې باید پیداکړم او ددغه کار لپاره بیا هغوی مختلفې او بیلابیلې لارې غوره کوي او دې ته نه ګوري چې حرامې دي که حلالې بس دخپل ژوند اصلي موخه همدا شعار ګرزوي ،

دغه بیځایه لګښتونه زمونږه دشاوخوا غریبانو لپاره هم سخت تمامیږي او هغوی یو ډول ځآن په ټولنه کې خوارځواکی او لاچاره محسوسوي ،

دا د دولت هم وظیفه ده چې په ودونو کې په خصوص چې په هوټلونو کې کیږي داسراف مخه ونیسی او لکه څنګه چې زمونږه په ګاوڼدي هیوادونو کې دودونو دلګښت په اړه تګلارې شتون لري ورته تګلارې جوړې کړي او خلک ددې بدبختئ څخه وژغوري

هڅه باید وشي چې دغه پيسې چې مونږه یې په تجاوزاتي ډول په خپلو دودونوکې بې ګټې لګوو په داسې کارونو کې ولګوو چې ګټه یې ټولو ته ورسیږي او همدارنګه دخپل چم ګاونډ په خلکو باندې هم دشفقت نظروکړو او ورسره تر خپله وسه مرسته وکړو ځکه چې دا په مونږه باندې دهغوی حق هم دی،الله ج چې مونږه ته مال دولت راکړی ددې دپاره یې نده راکړی چې پرې خلکو ته ځان وښایو او یاهم په کلي ولس کې مو خلک د فضول خرچې مثالونه ورکړي بلکه الله ج دغه مهرباني ددې لپاره په مونږه باندې کړې چې وګوري ایا پدغه حالت کې مونږ دنورو اړو ورونو سره مرسته کوو کنه،دفضول خرچئ او اسراف څخه پکې ځآن ساتو اوکنه ، نو پدې اساس دا زمونږه اسلامي وجیبه ده چې خپل مال او دولت چې دالله ج له لوري په مونږ لورول شوي وي ترې ښه ګټه واخلو او پرې ښه کارونه وکړو پدې کار سره به نه یواځې داسراف دګناه څخه څا ن وژغورو بکله د سترواکمن ذات له لوري به دفضل او ثواب څخه هم برخمن شو…..