کور / اسلامي / الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۵)

الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۵)

دشرابوهرډول اوپه هره اندازه سره حرام دی:
هرڅومره چې لږ شراب وڅیښل شی هغه هم حرام دی، که څه هم نشه رانه ولی، داځکه چې ددې څخه خونداخیستل کیږي اوبیادزیاتوشرابودڅیښلوخواهش ورسره زیات اوپیداکیږي وبل لورته دزیاتوشرابودڅیښلوڅخه نه منع کیږي  داځکه چې ورسره عادي شي اووروسته دشرابواستعمال ورته دومره عادی شي چې حرام اوګناه ئې نه بولی، شراب که نشه ولری اوکه ئې ونلری؛ که لږوی اوکه ډېروي داټول په اسلام کی حرام دی ، دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په روایت کی راځی چې کوم سړی چې شراب څکی، یائې خرڅوي، یائې رانیسی(دتجارت لپاره)، یائې نستیږي (جوړوی)، یائې دنستیږوباعث ګرځی، یائې ساقی وی(لکه په اوسنی وخت چې په هوټلانوکی ئې وخلکوته ایږدی)، هغه سړی چې داشراب وبل چاته وړی اوپورته کوی ئې دبل چالپاره(چې مرادورڅخه ترانسپورت والا دی اویاهغه خلک چې ترترانسپورته پوری ئې وړی اویاهم هغه مزدوران دی چې ترپلورنځیوپوری ئې رسوي)، اوهغه سړی ته چې شراب راوړل کیږی( چې ددې څخه موخه هغه پلورونکی، یاهغه ایجنسۍ ده ) پردې ټولوخلکوباندی دخدای لعنت دی؛ چې موخه ورڅخه داراوځی چې دشرابوهرډول کار، پلورل، پېرودل، وړل، رانیول، څیښل، جوړول اونور… داټول حرام دی، چې په دې کی نه حیله شته اونه هم بهانه؛  دااصل دی چې دهرهغه شی چې په حرامیدوکی مصلحت وی نودهغه شی محوه کول اولیری کول والله جل جلاله ته منظوردي، نوځکه شریعت دهغه شی دحرام والی حکم صادروي اووخلکوته دااړینه ده چې خلک داحرام شی رواج اودودنکړی، اوددې کاروبارهم ونکړی اوپه داسی ځایونوکی روزګارهم ونکړی داځکه چې  داهرڅه دمصلحت اوشریعت خلاف کاردی.
په یوه حدیث شریف کی راځی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم چې شراب ددووشیانوڅخه جوړیږي دخُرمااوانګوروڅخه، لکه څرنګه چې په هغه وخت ددې دووشیانوڅخه شراب جوړېدل عام وه نوځکه ئې بیان راغلی دی، یووخت دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه داوربشواوعسلودشرابوپه هکله  پوښتنه وشوه نوفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې هره نشه راوستونکی شراب دی اوداحرام دی، یعنی که داشراب دانګورووي، که داوربشووي، که دعسلووي اوکه دخُرماوي اوداسی نور…
په یوه بل حدیث شریف کی راځی چې امام الانبیاء صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې هرنشه راوستونکی خمر(شراب اویاعقل پټوونکی دی) نوځکه هره نشه راوستونکی حرام دی، هرهغه شی چې لږه اوډېره نشه ولری داټول حرام دي؛ دصحابه کرامورضی الله عنهم اجمعین په وخت داپنځه ډوله شراب وه:
۱: دانګوروشراب. ۲: دخُرماشراب. ۳: دعسلوشراب. ۴: اوربشوشراب. ۵: دغنموشراب
داهم دصحابه کراموقول دی چې په کوم وخت کی چې دشرابودحرمت حکم نازل شو دانګوروشراب ډېرلږوه، په عمومی ډول سره دنیم پوخته (نیمې پخ شوی) خُرماشراب عام وه، نوکله چې دشرابوحرمت راغی نوهغه دخُرمادشرابومنګي اودنوروشرابوخُمان داټول مات کړل شول، په هرهغه شی کی چې نشه وي اوعقل لیری کوی هغه ټول حرام دی.
په حدیث شریف کی داهم راځی چې زماپه اُمت کی به ځینی خلک دشرابونوم بدل کړی اوبل نوم به ورته وضع کړي اوڅیښئ به يي ، یوچادنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې موږشراب دسُرکې سره استعمالوو داڅنګه دی؟ نومصطفی صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې داحرام دی. یوبل چادنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې زه داشراب ددارواودرمل لپاره استعمالوم داڅنګه دی؟ فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم ورته ځواب ورکړ دادرمل نه دی، بلکې دامرض دی. مطلب داچې دشرابوپه څیښلوکه هیڅ عذراوحیله نشته.
حجة الله البالغه ټوک ۲، مخ ۱۰۴۱ـ ۱۰۴۵
لیکوال: حضرت محدث دهلوی شاه ولی الله رحمة الله علیه
شراب به ترداسی نامه لاندی څيښل کيږی خلک به وايی چې دابې ضرره اوحلال دی:
دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کی راځی چې زمادامت یوه ډله خلک شراب په دې حلام کړی چې نوم به ئې وربدل کړی.
نن ورځ داموږوینوچې پردې موضوع باندی کتابونه لیکل شویدی اوخلک دااستدلال کوی چې ددې څیښاک نوم خوپه قرآن کی نشته، نوځکه ددوی په ګمان داحلال دی، دبیلګې په ډول سره بیر(Beer) دوی ورته وایی چې دایواځی داوربشواوبه دی، اودنورومعمولی مشروباتوپه شان داهم یو عام څیښاک دی نوځکه داحلال دی؛ داهغه څه دی چې په پورتنی حدیث کی ذکرشول اوددې ذکرنبی کریم صلی الله علیه وسلم کړیدی ۱۴ پیړۍ مخکی اوداهرڅه اوپه هرنامه چې دی داټول حرام دی.
Discourses on Islamic Way of Life
Vol. 7, page: 243
By: Justice Muhammad Taqi Usmani
نوربیا…