کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٢ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٢ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٩٢م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٨١:- څوک چي پر الله پاک جل جلاله توکل کوي بس الله پاک د هغه له پاره کافي دئ.
١٨٢:- تر جهل بله غريبي نسته.
١٨٣:- الله پاک جل جلاله فساد کوونکى نه خوښه وي نو له دې امله په مځکه کي فساد مه کوئ.
١٨٤:- تر مشر يا سردارېدو مخکي علم ترلاسه کړه.
١٨٥:- څنګه چي الله پاک جل جلاله پر تاسو احسان کوي همداسي تاسو هم د الله پاک جل جلاله پر بندګانو احسان وکړئ.
١٨٦:- ځيني خلک داسي وي چي تر شپېتو کالو پوري د الله پاک جل جلاله په عبادت او اطاعت بوخت وي خو کله چي مرګ ورته راسي نو پاته سوو يا وارثانو ته داسي وصيت کوي چي هغوى ته تاوان وي.
١٨٧:- د قيامت په ورځ به تر ټولو بد حال د هغه چا وي چي د نورو له پاره خپل آخرت خراپه وي.
١٨٨:- کله چي نور خلک تاسو ته دعا کوي نو تاسو هم هغوى ته دعا وکړئ.
١٨٩:- کم انسان چي ظالم ته ښرا يا بده دعا کوي نو هغه د هغه څخه خپله بدله اخلي.
١٩٠:- ټول مسلمانان په خپل منځ کي سره وړونه دي.
نور بيا……………..