کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٣ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٣ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٩٣م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٩١:- په اعمالو کي تر ټولو ښه عمل ښه اخلاق دي.
١٩٢:- بدترينه ګناه د الله پاک جل جلاله بندګان پرېشانه کول دي.
١٩٣:- جنت ته به رحم کوونکي داخلېږي.
١٩٤:- زما امت به جنت ته په ډېرو لمونځو او روژو سره نه داخلېږي بلکي هغوى به دزړه په سلامتي، سخاوت او پر مسلمانانو باندي د رحم کولو په دولت سره داخلېږي.
١٩٥:- دمحتاج عزيز په موجوده ګۍ کي نورو ته صدقه ورکول جائز نه دي.
١٩٦:- چا چي د خپلي ژبي او شرمځاى ساتنه وکړه زه هغه ته د جنت د داخلېدو زېرى ورکوم.
١٩٧:- غيبت د مؤمن نېک اعمال داسي سوځي لکه څنګه چي اور وچ لرګي سوځي.
١٩٨:- دنيا د مؤمن له پاره محبس او د کافر له پاره د جنت حيثيت لري.
١٩٩:- په تاسو کي تر ټولو لوى هغه کس دئ چي ښه اخلاق ولري.
٢٠٠:- ټول يوځاى ډوډۍ وخورئ او بېل بېل ئې مه خورئ.
نور بيا………………..