کور / کتاب / علامه رشاد خپرندويه ټولني شپږ ټوکه کتابونه چاپ کړل

علامه رشاد خپرندويه ټولني شپږ ټوکه کتابونه چاپ کړل

په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا دا ځل شپږ ټوکه بېلابېل علمي، تاريخي او ادبي کتابونه چاپ سول، چي په لاندي ډول درپېژندل کېږي :
(۱) شل مقالې – يوولسمه برخه :
د ارواښاد علامه حبيبي مرحوم د مقالو د راپيل کړي لړۍ يوولسمه برخه ده، چي د مطيع الله روهيال په زيار راټوله سوې او ترتيب سوې ده. کتاب ټوله (۱۹۰) مخه کېږي، چي د علامه حبيبي بېلابېلي علمي، څېړنيزي، ادبي او تاريخي مقالې پکښې راغلي دي.




(۲) شل مقالې –  دوولسمه برخه :
دا هم د علامه حبيبي د مقالو دوولسمه برخه ده چي مطيع الله روهيال يې د راټولولو، ترتيب او کمپيوټر چارو زحمت ګاللی دئ، کتاب ټوله ۱۸۰ مخه دئ، چي د علامه حبيبي مرحوم (۲۰) بېلابېلي علمي، ادبي او تاريخي مقالې پکښې يو ځای سوي دي.




(۳) شل مقالې – ديارلسمه برخه :
د علامه حبيبي د مقالو ديارلسمه برخه ده، چي د هغه اروښاد (۲۰) بېلابېلي علمي، تاريخي او ادبي مقالې پخپلو (۱۴۰) مخونو کي رانغاړي، د ټولولو زيار يې ښاغلي روهيال ګاللی او د علامه رشاد خپرندوه ټولني له خوا په کندهار کي خپور سوی دئ.
يادونه : د نوموړو درو سرو برخو مقالو چاپي لګښت د علامه حبيبي د څېړنو مرکز له خوا ورکول سوی، چي په دې وسيله د هغه مرکز له درنو مسئولينو څخه د زړه له کومي مننه کوو، چي د علامه حبيبي مرحوم  يو شمېر علمي، تاريخي او څېړنيزي مقالې يې د خپلي مالي پېرزويني له مخي پر افغانانو ولورولې.




(۲) احمدشاهي کندهار (دوه ټوکه) :
دا د تکړه ليکوال او څېړونکي محمدمعصوم هوتک اثر دئ، چي د دوهم ځل له پاره دواړه ټوکه په يوه پښتۍ کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا چاپ سو. ښاغلي هوتک په دې کتاب کي د احمدشاهي کندهار يو بشپړ انځور وړاندي کړی دئ او دغه ښار يې په ښه ډول معرفي کړی دئ، علامه رشاد خپرندويه ټولنه ښاغلي هوتک ته له لويه خدايه د اوږده او خواږه ژوند غوښتنه کوي، څو د راتلونکي نسل له پاره دغه ډول نور مغتنم او څېړنيز آثار وليکي.




(۳) افغاني شاغاسيان :
دا هم زموږ د تکړه ليکوال او څېړونکي  استاد محمدمعصوم هوتک د يوه ناچاپه اثر (کندهاري وروڼه) يو څپرکی دئ، چي د ليکوال د زوی ذکي هوتک له خوا په انګليسي ترجمه سوی او انګليسي ترجمه يې د
  (Afghan Shaghsis)  په نوم چاپ سوې، نوموړی کتاب د افغاني شاغاسيانو د کورنۍ بشپړه پېژندنه ده، چي د افغانستان په تاريخ کي د يو ځانګړي څپرکي حيثيت لري. موږ ښاغلي هوتک او د هغه زوی ذکي هوتک ته د دغه علمي او څېړنيز کتاب د چاپېدو مبارکي وايو.




(۴) پښتو متلونه :
د پښتو متلونو دغه مجموعه زموږ د تکړه او خوږ ژبي مترجم ښاغلي نسيم سليمي په زيار راټوله سوې او ترتيب سوې ده، ښاغلي سليمي د دې ټولګي له پاره يوه مغتنمه سريزه او د متلونو پر اهميت يوه خوږه څېړنه هم کړې، چي په خپل ځای کي د يادولو وړ ده، پر کتاب باندي ښاغلي هوتک هم يوه لنډه ليکنه کړې، ښاغلی هوتک پخپله ليکنه کي د ملتونو د راټولولو پر لومړيو هڅو ږغېدلی دئ، او تر ډېره ځايه يې د متلونو ټولي چاپي نسخې رامعرفي کړي دي، ټوله کتاب د سريزي او ياداښت سره (۸۰) مخونو ته رسېږي، او د پښتو متلونو په برخه کي يوه په زړه پوري زياتونه ده.