کور / کره کتنه / رسنۍ د نورو په اختيا رکې

رسنۍ د نورو په اختيا رکې

د ۲۰۰۱ کال د سیاسي اوښتون وروسته په هېواد کې ګوتو په شمار رسنیو خپل فعاليت پیل کړو، مګر نن یې شمېر ۴۱۸ ته رسېږي، چې پکې د انځوریزو، غږیزو، چاپي رسنيو ترڅنګ برېښنايي رسنۍ هم شاملې دي، خو تر دې دمه مو د څو مشخصو رسنيو پرته، نورې رسنۍ ونه لیدې، چې په هېواد کې د سولې، امن، ترقۍ او سوکالۍ لپاره داسې پروګرامونه جوړکاندي، چې په هېواد کې دننه، بهر او ناراض هېوادوال ټول ترې ګټه پورته کړي، اوس په هېواد کې د ۵۰ په شاوخوا کې انځوریزې رسنۍ په فعاليت بوختې دي، چې ځينې یې د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان د استخباراتي کړيو لخوا تموېلېږي، په همدې اړه د ملي امنيت لوی رياست خپله اندېښه د ټولو رسنیو سره دوه اونۍ مخکې په کابل کې شریکه کړې ده.
ویل کېږي، چې رسنۍ څلورمه قوه ده، یعنې رسنۍ هغه کار ممکن کولای شي، چې څوک یې فکر هم نه شي کولای، په عربي هېوادونو کې د تېرو دوو کالو راهیسې روان تاوتریخوالی چې ورځ په ورځ یې زیاتوالی مونده، ټول د رسنیو له وجهې وه، په عربي هېوادونو کې د تاوتریخوالي انځورنه د عربي تلويزيونونو پرته مشهورو نړیوالو تلويزيونونو هم نیغ په نیغ خپرول او د نړۍ هر ګوټ ګوټ ته يې رسول، په عربي هېوادونو کې تاوتریخوالي نوې رېښې کړي، د دې رېښو تخم یوازې رسنۍ دي، خو زموږ په هېواد کې د دریو لسیزو څخه زیات وخت کېږي، چې د ځينو مشخصو کړیو لخوا اور بل شوی، هر افغان مو پدغه لمبو کې سوځي، د يونيم ميليون څخه زيات هېوادوال مو شهيدان شوي، د يو ميليون څخه زيات معيوب او معلول شوي، پنځه ميليونه هېوادوالو مو کورونه او د کور ټول اسباب له لاسه ورکړي، ورور له وروره جدا شوی او ځوی له پلاره، دا ټول د هېواد ساتنې په خاطر شوي، مګر نن هم يو شمېر نالوستې هېوادوال مو بیا د هماغه مشخصو کړيو له خوا لمسېږي، ترڅو په عامه لارو ماينونه کېږدي، ملي پوليس، ملي اردو، ملي امنيت او مامورين شهيدان کړي، په هېواد کې بيا هغه اور ته لمن وهي چې اوس اوس په سړېدو راغلی، باید یادونه وکړم، چې لا تراوسه زموږ رسنۍ پدغه برخه کې د مسوليت احساس ندی کړی، په ګردي ميزونو او تبصرو کې هغه ته چا ته وخت ورکوي، له نورو سره همغږي نه وي، تاسو به لیدلي وي، چې په يوې رسنۍ کې څلور مبصرين تبصرې کوي، په څلور کې داسې دوه ميلمانه نه وي، چې نظر او خبره یې یو شان وي، يو خبره یو شان څېړي او بل یې په بل شان تعبېروي.
افغاني رسنۍ هېواد ته د سولې، امن، ترقۍ، پرمختګ او آرامۍ په راوستلو کې د هر څه څخه ډېر رغنده رول لوبولی شي، په هغه صورت کې چې اهل نظر، په هېواد مين، ملي ګټو ته ژمن او سپڅلي افغان مبصرين ميلمانه کړي او بيا ترې نظر واخيستل شي، مګر نه پوهېږو، چې ځينې رسنۍ د چا لخوا، کوم هدف تر لاسه کولو لپاره او ولې جوړې شوې دي، هر کس چې په لاس ورشي، په مختلفو پروګرامو کې یې ميلمه کوي، بیا ترې ملي نظرونه اخلي، ما د رسنيو له لارې داسې اشخاص هم ولیدل، چې په خبرو نه پوهېږي مګر ميلمانه شوي وي، هغوی به په هېواد کې د پیاوړي اقتصادي، نظامي ادارې او کلتور په راوستو کې کوم مثبت نظر وکړي، پدغه برخه زموږ ګران هېواد لا تر اوسه هغه څه نه دي ترلاسه کړي، چې بايد ترلاسه کړي یې وای، ځکه چې رسنيو يې ملاتړ ندی کړی، انتقاد د هر افغان حق دی، مګر سالم انتقاد، د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم رسنۍ فعاليت کوي، مګر پدې اندازه منفي خپرونې نه لري، څومره يې چې زموږ ځيني رسنۍ لري، پر ځای د دې چې هېوادوالو ته رېښتنی افغاني کلتور، اسلامي لارښوونې، او افغاني خپرونې جوړې کړي، د حکومت پرمختګونه په ځنځيري شکل وړاندې کړي ترڅو ټول هېوادوال ترې ګټه واخلي او فکر يې روښانه شي، برعکس د نورو هېوادنو سريالونه، د هماغه هېوادنو لخواء طرحه شوې پروګرامونه او خپرونې پرمخ وړي له بلې خوا د وسلوالو راپورونه په درز کې خپروي، حتی تر دې چې ځينيو رسنيو ته د وسلوالو لخواء پيغام ولېږل شي، دوی يې پلټنه نه کوي، هماغه پيغام کټ مټ نشروي، چې پدغه کار سره د مخالفينو روحيې پياوړي کېږي، افغاني رېښتني رسنۍ دندې او مسوليتونه لري، ترڅو ملي پروګرامونه طرحه کړي، چې په کې د اهل نظرو کسانو نظرو نه واخيستل شي، مطمين یو چې د اهل نظر او په هېواد مينو اشخاصو نظرونه په هېواد کې د اقتصاد، ادارې، نظام او کلتور پياوړتيا سبب ګرځي.
لا تراوسه زموږ ځيني هېوادوال د نورو په لمسون ملي پوليس، ملي اردو، ملي امنيت او مامورين شهيدان کوي، د سرک په غاړې ماينونه کېږدي، چې له امله یې عامه هېوادوالو ته د زيان سبب ګرځي، رسنۍ پدې برخه کې هم مسوليت لري، ترڅو دافغان امنيتي ځواکونو د روحيې پياوړتيا لپاره داسې پروګرامونه او برنامې طرحه کړي، ترڅو له يوې خوا د افغان امنيتي ځواکونو روحيه پیاوړې کړي او له بلې خوا د مسلح مخالفينو روحيې کمزورې کړي.
رسنۍ په ځانګړي دول انځوريزې او غږيزې رسنۍ بايد هغه اشخاص په سیاسي، اقتصادي، نظامي او مذهبي تبصريو کې میلمانه کړي، چې فصاحت ولري، يعنې داسې څه ووايي، چې هېوادوالو مو ترې ګټه پورته کړي، که انتقاد هم کوي بيا يو سالم انتقاد وي داسې انتقاد چې په اړونده مرجع کې د مثبت بدلون ښکارندوينه کوي، نه داسې چې یوازې د يادو رسنيو لخواء د ځان مطرح کولو په خاطر څه وايي، موږ وليدل او د داسې پېښو شاهدان يوچې ځيني مبصرين په خپلو تبصريو کې په وزارتونو او اوسنۍ ادارې نيوکې کوي، مګر د څو پرله پسې نيوکو وروسته هماغه ادارې ته ځي او د کومې څوکۍ غوښتونکی وي.
موږ همېشه د هغه نيوکو او وړانديزونو طرفداره يو، چې سالمې وي، یعنې داسې وړانديزونه او نيوکې وکړي، چې د هېواد په ګټه وي، نه د هغه چا په خوښه چې د هېواد په ناامنۍ کې خپلې ګټې ګوري، ځکه اوس موږ ټولو ته جوته شوې، چې دا جنګ د خاورې او ناموس لپاره په لار ندی اچول شوی، په هېواد کې روان جنګ د ځينو کړيو لخواء پر مخ بيول کېږي او د هماغه کړيو لخواء تمويل کېږي هم، چې په هېواد او په ځانګړي ډول په پښتون مېشتو سيمو کې اور ته لمن ووهي، د سر سړي يې ووژل شي، ترڅو پښتانه په راتلونکې کې د خبرو او سر سړی ونه لري، پخواء به په يوه سيمه او ولسوالۍکې يوازې دوه درې د سر او خبرو سړي موجود، چې د هغوئ په مقابل کې به چا هېڅ هم نه شو ویلای مګر نن هر يو من دی، هېڅوک ځان له بله کم نه ګڼي، همدا لامل دی، چې زموږ په پښتون مېشته سميو کې د ناامنۍ فضا ورځ تر ورځ پراخېږي او د سر سړي مو وژل کېږي، همدا ناامني لامل کېږي چې پښتون ټبر له زده کړو له عظيم نعمت څخه بې برخې شي، او هر کله چې پښتانه له زده کړو بې برخې شي بيا نو په هېڅ ډګر کې پرمختګ نه شي کولای
وړانديز:
په رسنيو په ځانګړي ډول سیاسي، اقتصادي، نظامي او مذهبي تبصرو کې په هېواد مين، پوهه او اهل نظر اشخاص ميلمانه کړي ترڅو په خپلو نيکو نظرونو او مشورو سره په هېواد کې د پياوړي اقتصاد نظام او کلتور خاوندان شو.
رسنۍ دې داسې خپرونې او پروګرامونه طرحه کړي، ترڅو د افغان امنيتی ځواکونو مورال او روحيې د پياوړتيا سبب شي،
رسنۍ دې د پردیو کلتور پرځای رېښتني افغاني کلتور څخه دې په خپلو خپرونو کې کار واخلي.
په هېواد کې د فکري روښانتيا لپاره دې ځانګړې خپرونې طرحه او په لار واچوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې رسنيو ته يوه پاليسي (چوکاټ) جوړ کړي، چې د آزادۍ ترڅنګ ملي خپرونې هم ولري، ټولې رسنۍ دې په جدي توګه تعقيب شي، چې منفي خپرونې ونکړي، رسنۍ په ټوله نړۍ کې شته، مګر هر هېواد د رسنيو ځانګړی قانون لري، د هغه قانونه څخه پرته يوه رسنۍ هم حق نلري، چې قدم کېږدي.
د رسنيو د جدي تعقيب لپاره بايد کشفي ارګانونه خپل فعاليتونه تېز کړي
اوس هم وخت شته، ټولې رسنۍ دې خپل شته امکانات په لار واچوي د اوسنۍ ادارې ملاتړي دي شي، او داسې خپرونې دې طرحه کړي ترڅو په ملي، وطني، ايماني، افغاني او ولسي ګټو باندې وڅرخېږي.