کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٦ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٦ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٩٦م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٢١:- چا چي زما د قبر زيارت وکړ د هغه له پاره زما شفاعت واجب سو.
١٢٢:- تر ټولو لوى ظلم دا دئ چي يو مؤمن د خپل ورور مځکه قبضه کړي.
١٢٣:- په اعمالو کي افضل اعمال درې دي:
لومړى : د دولت سره عاجزي کول
دوهم: د قدرت درلودولو سره سره معافي کول
دريم: د يادولو پرته احسان کول
١٢٤:- څوک چي د وعدې پابند نه وي د هغه هيڅ دين نسته.
١٢٥:- لمونځ زما د سترګو يخوالى دئ.
١٢٦:- هيڅوک په دې خبر نه دئ چي سبا به څه کېږي.
١٢٧:-داسي اشاره هم حرامه ده چي په هغه سره بل مسلمان ته غم رسېږي.
١٢٨:- انسان چي کله سپين ږيرى سي نو په هغه کي دوه شيان ځوانېږي:
لومړى: د مال حرص
دوهم : د عمر حرص
١٢٩:- نېک اولادونه د جنت د ګلونو څخه يو ګل دئ.
١٣٠:- ستاسو د اهل او عيال پر تاسو حق دئ.
نور بيا………………………