کور / اسلامي / د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٠م سوغات

د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٠م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ١٠٠م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٢٦١:- د شرابو عادت انسان کفر ته رسوي.
٢٦٢:- که هر څه کوې مګر د ځان څخه د شيطان وکيل مه جوړه وه.
٢٦٣:- څوک چي د عقل څخه محرومه وي هغه د عقل څخه محرومه دئ.
٢٦٤:- عقل زما د دين اصل دئ.
٢٦٥:- د علم په حاصلولو کي د يو بل سره مقابله وکړئ.
٢٦٦:- څنګه چي اوبه شينګيا راشنه کوي همدا ډول مال د انسان په زړ کي نفاق راشين کوي.
٢٦٧:- په قيامت کي به زما د امت نښه دا وي چي د هغوى تندى او د اوداسه اندامونه به رڼا کوي.
٢٦٨:- د اوداسه کوونکي ټول ګناهونه د اوداسه سره رژېږي .
٢٦٩:- د مؤذن يعني اذان کوونکي اذان چي تر کمه ځايه رسېږي او څوک چي د هغه اذان اوري هغه به د قيامت په ورځ د هغه له پاره شاهدي ورکوي. که کم انسان په ځنګل کي وي او حيونات ګوري يا رمې پيايي، کله چي د اذان وخت راسي نو په لوړ اواز سره دي اذان وکړي ځکه تر کمه ځايه چي د نوموړي اواز رسېږي د قيامت په ورځ به هغه ټول پر ده شاهدي ورکوي.
٢٧٠:- د اذان د اواز سره شيطان ډېر حواسه سي او تښتي.
نور بيا………………………
غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي مملکتونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي په هر ځاى کي وي.