کور / کیسه / دخندا او تعجب خبري دي

دخندا او تعجب خبري دي

ډېر خلګ راغلي وو، دعلاقې خانان ، ملکان ، دوکانداران او څه غریب خلګ او دحکومت چارواکي هر چا په زړه کي یو څه جوړه کړې وه چا فکر کاوه چي دلته به مي څوک وپېژني چا ویل ، چي حکومت به څه راکړي یا به څه محصول او غم راباندي کم کړي ولي چي دادترقۍ او پرمختګ لپاره مجلس او غونډه ده .
خیرهر سړی دخپل فکر نیلی ښه پرځغلولی و “ که له یوې خوا ګرمي وه خوله بلي خوا نه اوبه و ې، نه داوبو خدمت ګار . څو دشېر بتو جېکونه وو هغه هم صرف دمعززینو مخ ته پراته وو، دچوکیو هم دغه حال و، درانه او سرمایه دارخلګ پرچوکیو او غریب خلګ پرمځکه ناست وو، ډېري خبري وشوې خو هرچا داکوښښ کاوه چي داسي خبره ونه کړي چي دحکومتي چارواکو باڼه درانه اوخوابده شي ، چا دامن او کرارۍ صفت کاوه ، چا دترقۍ کارونه ستایل ، ملک نصرو ، چي له حکومته یې ډېر څه وړې وو، څو کاله یې مالیه (ټیکس) هم نه و ورکړی اوڅه نور جرمونه یې هم کړي وو، دحکومت او حاکم صاحب ډېر صفتونه وکړل .
حاجي شاګل وویل : دانوی حاکم چي راغلی دی دا د لوی او لوړ خاندان سړی دی ،هغه بل کال زه ددوی کور ته ورغلی وم دده له پلار سره شل کسه غله او بدماشان (بدمعاشان) په کوټه کي ناست وو، خلګو وویل : داکور هیڅکله له مېلمنو نه دی خالي شوی ، دوست محمد اکا چي ښه خواخوږی سړی و هم دلته ناست و داټولي خبري داسي پرلګېدې لکه دمار زهر ، خوبده داورپېښه وه چي سرمایه دار نه و ، په دې وخت کي دغونډي دمطلب او مقصد په باره کي لیکل شوي کاغذونه پردېوالو ولګول شول . چا – چا ته هم دانه مانه ورکړل شو او یوه حکومتي افسر دغونډي مقاصد هم بیان کړل ، دغه وخت چي دچا په دغو خبرو سر خلاصېدی په هغوی سرونه کښته وځړېدل ، نه پوهېدل چي څه وکړي او څنګه رشتیا ووايي او دغه خبري ردي کړي .
“ په دې حال کي حاجي نذر ګل اکا لنګوټه پرسرسمه کړه ، پټو یې پراوږو واچاوه دغسي دخبرو ځای ته بې واره راولاړ شو خلګو ټولو یو بل ته سره وکتل او دایې سره وویل : اوس یې ګوره ما نه درته ویل ، چي حاجي صاحب دپلار اونیکه څخه خان دی ، دقام دینداره مشر دی ، هر وخت یې دولس غم خوړلی دی ، دظالمانو څخه نه بېرېږي او نه دغلو ملګری دی اوس یې ګوره ! حاجي نذر ګل اکا په دغه وخت کي په خبرو پيل وکړ،
واورئ خلګو دغه څه چي تاسي واورېدل داصرف خطاایستل دي اولېوه په خړسپي تېرول دي .
موږ نور دغه لېوان دخړ سپي په نوم په رمه کي نه پرېږدو ، چي دمېږو نسونه ورڅيري کړي . پرموږ یې لکه چي دحیوانانو فکر کړی دی که څه ؟ امنیت چېري و په سپینه ورځ غلو لاس اچولی دی ، شپه خو لا څه کو ې، هره ورځ چي اورې یوه دوې غلاوي شوي وي ، دالا څه کوې ، هغه بله ورځ یې په هغه لاندي کلي کي څنګه ښه ځوان ویشتلی و، سړی ماښام خپل کور ته زړور نه شي ورتلای ، دشپې چي سخت مریض پېښ شي هغه بله مري یا به یې خلګ دسر په سودا ترډاکټره رسوي ، دااوس امنیت دی دې ته تاسي امنیت وایاست ؟
ولي حکومت او مشران دغه شپږ کسه غله نه نیسي او سزا نه ورکوي ؟ دغه بې کاري خوټوله دغه زورور جوړه کړې ده ، ولي رشتیا نه سره وایو ؟ داسي معلومیږي چي ددې نوي حاکم سره نور غله ډېر شوي دي ، موږ له حکومته غواړو چي داحاکم لېري کړي او هغه بل پخوانی حاکم موږ ته راولي ، هغه حاکم ښه سړی و، هغه په هر کال کي عدل کاوه هغه دخان او غریب فرق نه کاوه ، “ په دې حال کي ډېرو خبرو او جذبې دحاجي صاحب په خوله کي ناړي وچي کړې ، سفر محمد دغه وخت یو ګلاس اوبه ورکړې ، ها حاجي صاحب یو وار دایو غوړپ اوبه وڅیښه تر ژبه دي جارشم ، رشتیا چي ایمانداره مشر یې ، وایم تا دي خدای ﷻ پاک زموږ له مینځه څو ورځي نه باسي ته خو دپلار اونیکه سړی یې “ .
حاجي نذرګل اکا تراوبو څښلو وروسته وویل : دحکومت سړو داوویل ، چي موږ به درایت یا عوامو څخه دا… دادغم د محصو ل( ټیکس) په نامه اخلو او دوه کلي موپه دې درونړول چي هلته به یو پارک دساعت تېري لپاره جوړ کړو ، یو کلی او څو دوکانونه لا نور هم درنړوو، زه وایم چي حکومت داسي دی لکه ورور او رعیت یا عوام داسي دی ، لکه بل ورور نو زما په فکر ورور ته نه ښایي چي دورور کور ورونړوي .
کاکا زموږ خلګ دماښام ډوډۍ نه لري ، دی موکورونه رانړوي او دساعت تېري میدان راته جوړوي. دغه ته حکومت ترقي وايي ؟ دخندا او تعجب خبري دي .