کور / اسلامي / د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٧م سوغات

د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٧م سوغات

اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ١٠٧ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٣٤١:- ستاسو ايمان تر هغه بشپړ نه دئ تر څو چي تاسو خپلو ګاونډيانو ته په هغه حق قايل نه سئ چي اسلام ورکړى دئ.
٣٤٢:- د ايمان لوړترينه درجه داسي درجه ده چي انسان هغې ته په درسېدو سره کاميابه کېږي.
٣٤٣:- پاکوالى له ايمان څخه دئ.
٣٤٤:- دوه خويونه دي چي تر هغو نېک خويونه نسته، يو پر خداى جل جلاله ايمان لرل او بل د هغه و بندګانو ته خېر رسول.
٣٤٥:- درې شيان له ايمان د حقيقتونو څخه دي :
لومړى: له لاس تنګۍ سره حوصله.
دوهم: د خپل تاوان په وخت کي هم د نورو سره انصاف کول.
دريم: او په علم کي بخل نه کول.
٣٤٦:- دخلکو سره ګذاره کول د ايمان يوه برخه ده او له هغوى سره مينه کول دخوښۍ يوه نيمايي ده.
٣٤٧:- يو مسلمان بايد پر دوو خلکو هيڅ اعتبار و نه کړي: لومړى: يهود
دوهم: نصارا
٣٤٨:- د پوستکي رنګونو ته اعتبار مه ورکوئ، بلکي ستاسو برتري او غوره والى په تقوا کي دئ.
٣٤٩:- تاسو د امارت (منصب ) ترلاسه کولو حرص کوى ، حال دا چي دغه امارت به مو د قيامت په ورځ د رسوايۍ وسيله وي.
٣٥٠:- څوک چي د خپل امير له اطاعته يوه لوېشت هم ووزي، نو هغه به د جاهليت په مرګ مري.
نور بيا…………….
غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي هيوادونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي د نړۍ په هر هيواد کي وي.