کور / اسلامي / د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٨م سوغات

د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٨م سوغات

اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ١٠٨ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي
٣٥١:- جماعت رحمت دئ ، يوازي والى عذاب دئ.
٣٥٢:- چا چي زما په امت کي نقاق جوړاوه سر ئې ووهئ.
٣٥٣:- هغه چا ته هيڅکله منصب يا چوکۍ مه ورکوئ چي خپله ئې غوښتنه کوي يا ئې تمه لري.
٣٥٤:- چا چي زما زما يو سنت ژوندى کړ ګواکي زه ئې ژوندى کړم.
٣٥٥:- د هيڅ انسان په زړه کي دوه خاصيتونه نه يوځاى کېږي ايمان او حسد.
٣٥٦:- چا چي بېله اجازي د خپل ورور ليک ولوست ګواکي اورته ئې کتلي دي.
٣٥٧:- تر هغو ئې خورئ ، څښئ ، صدقه کوئ او اغوندئ ئې تر څو چي په هغو کي اسراف او کبر و نه ليدل سي.
٣٥٨:- څوک چي پر الله پاک او د قيامت پر ورځ ايمان لري نو ګاونډي ته دي ضرر نه رسوي.
٣٥٩:- کم مسلمان چي پر خپل اهل او عيال باندي د ثواب په نيت لګښت کوي دا په خپله صدقه ده.
٣٦٠:- کافر ګاونډى يوه، مسلمان ګاونډى دوې او که په خپلوانو کي مو څوک ګاونډى يي درې برخي حق لري.

نور بيا…………….
غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي هيوادونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي د نړۍ په هر هيواد کي وي.