کور / اسلامي / الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱۱)

الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱۱)

۳: دالکحل اغيزې دوينې پردوران (Blood Circulation) باندی:
الکحل(شراب) پروینه باندی دوه ډوله اغیزې لري، لومړی دینې په ذریعه اودوهم دزړه په واسطه، الکحل دزړه پرمخاطی غشاء، دیوالواونسجونوباندی ژورې اغیزې کوي، چې یوه اغیزه ئې داده چې دوینې شحمیات تحلیل کوي، په وینه کی ضعف پیداکوي اوخرابوی ئې چې د(Arteriosclerosis) ناروغې ومینځته راځی، داکومه ناروغې ده؟
دادناروغیویوه ډله ده چې دشریانونوددېوال په پنډوالی اودهغودالاستیک ځانګرتیاپه له مینځه تللوسره نومول کیږي اوداناروغې درې ډولونه لري، ارتروسکلروز، ارتریوسکلروزمونکرګ اوارتریولوسکلروز، چې ددې ناروغیوسره دشریانودوینې لوړفشار(Hypertension) جوخت دی، ددې ناوړواغیزوڅخه علاوه الکحل(شراب) په استعمال سره دوینې په جریان کی دتعادل ټکی له مینځه ځی، چې ددې سره دزړه تکانونه وده مومی او په زړه کی دشحمیاتوزرې سره یوځای کیږي، چې داپخپله وزړه اوهم واعصابي نظام ته ناوړه پایلې لري اوورته زهردي؛ اکثره وخت چې دشرابیانومرګ وي نوهغه هم یادینې له کبله وي اوکله هم دزړه له کبله وي.
ددې اغیزوڅخه علاوه الکحل(شراب) دښځې پرتخمه (Ovum) اوپرژواک ژونکې (Egg Cell) باندی هم ناوړه اغیزې کوي چې ددې پایلې داراوځی چې دشراب خوړونکوخلکوماشومان په موروثي ډول سره ددماغي اویادزړه دکمزورۍ سره لاس اوګرېوان وي چې داناروغې دشرابوعادي خلکوپه نسلونوکی ترڅوپېړیوپوری پاته کیږی اوجریان لري اوپاته دی نه وی چې ساینس پوهانودداسی ستونځوګراف تر۴۰ سلنه زیات بولی.
۴: دالکحل اغيزې پرټولنه (Society) باندی:
۱: لکه څرنګه چې مخکی بیان شول چې الکحل(شراب) واعصابي نظام ته کلکه صدمه اوتکان ورکوي نوله همدې کبله په ټولنه کی دشراب خوره انسان دنوروخلکوسره په وړه خبره باندی شخړه کوي، په ټولنه کی ستونځې ایجادوي چې بیاداشرابی ځان قابوکولای هم نشی.
۲: لکه مخکی چې ورباندی رڼاورباندی واچول شول، دشراب خوره انسان خپل ځان په واک که نه وي نوله همدې کبله زیات وخت دی په کورنۍ کې په جنجالونوبوخت وي، کله خپل ځان وولی، کله دکورنۍ بل غړی وولی، کله بل څوک ودې ته وهڅوي چې دده کارورخلاص کړی، کله بیاطلاقونه اچوي اوداسی نور… لنډه داچې ټوله کورنۍ اوټولنه ورسره په یوه کړکېچ کی بوخته وي.
۳: دکارګرواومزدورانوهغه طبقه چې الکحل(شراب) څیښی، ددوی داکارکه په دفتراویا کوم شرکت کی وي دوی داورسپارل شوې دنده نشی وسرته رسولای، چې پایله ئې داده چې دوی صرف خوشی وخت تېروي اوټولنه په یوه کړاوکی اچوي ، داځکه چې دوی ددولت اویاهم دملت له لوری په یوه کارګومارل شوی دي اوحال داچې دوی ئې نشی کولای، نوتردې خیانت؟؟؟؟
۴: دالکحل(شرابو) په عادی کېدوسره دانسان څخه دخپل خواږه ژوند ټولې ورځې شپې ترخې شي، دټولنې پرمختګ ورڅخه پاته، دکورنۍ جوړښت اوسوکالې ورڅخه پاته، دملت چوپړورڅخه پاته، اسلامي فرایض ورڅخه پاته، ورورولې ورڅخه پاته، خواخوږې ورڅخه پاته، غمشریکې ورڅخه پاته اوحتی ټولنه اوخپل نژدې خپلوان ورڅخه په یوه واټن کی وي؛ ایاداژوندرحمت دی اوکه لعنت دی؟؟؟؟
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه