کور / اسلامي / الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱۲)

الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱۲)

دالکحل(شراب) اغيزې دسلنې % له قراره:
ـ (0.1-1)% سلنه پوری ددماغ پرمخکنۍ برخې باندی اغیزه کوي، له همدې کبله دشراب خوره انسان ددماغ کمزورې حس کوي اودتنفس په اخیستلوکی څه ستونځې ورته مخی ته راځی.
-(0.1-2)%  سلنه ددماغ پرهغه برخه اغیزه کوي چې کارکوي، چې له همدې کبله دی خپل کارپه پوره توګه نشی وسرته رسولای.
– (2-3)% سلنه اغیزې ئې دبصرې(دلیدوپرحس) باندی دي، له همدې کبله دشرابی درنګونوتوپیرنشی کولای اوکه ئې کوي نوورته ګرانه وي، وبل لورته دهرشی وانځورته ډېردقیق ګوری داځکه چې سترګې ئې ښه عکاسی نشی کولای.
– (15-35)% سلنه دبدن پرهډوکوکوي، چې کله دالکحلو(شرابو) عادي انسان تګ کوي اویاهم کارکوي نودبدن توازن ئې ختم وي.
– (35-45)% سلنه پرټوله دماغ باندی اغیزې کوي، چې په دغه حالت کی دانسان ټوله حرکات اوسکنات دعادی حالت څخه وځی اوده ته(شرابی) خپل بدن بېګانه ښکاري.
– (4-5)% سلنه ددماغ پرفعال مرکز باندی اغیزې کوي، چې ددې اغیزوله کبله دی په هیڅ نه پوهیږي اوکله همداحالت دده دمرګ سبب ګرځی.
په فرنچ پاراډوکس (French Paradox) کی راغلی دی چې دالکحل(شراب) څخه داناروغۍ مينځته راځی:
۱: (Heart Failer) هارټ فېلریعنی دزړه عدم کفایه، دزړه درېدل
۲:  (Coronary Heart Disease) دزړه دشریانویوډل ناروغې
۳:  (Saturated Fat) ددې ناروغۍ له کبله په انسان کی په پریمانه توګه سره مشبوع شحمی اسیدونه پیداکیږي.
۴: (Lung Cancer) دسږو سرطان
۵: (Streptococcus)سټرپټوکوکس، یوډول ناروغې ده
۶: (Cirrhosis of Liver) چې دادینې یوډول ناروِغې ده چې مخکی ورباندی رڼاواچول شول.
۷: (Alzheimer*s Diseases) دنامعلومولامولونوله کبله ددماغ ناروغیانې.
۸: د(Hippocampus) خرابوالی، دادجانبي بطن دلاندینۍ څانګې په غولي کي راوتلتیاده چې دلمبیک سیستم له وظیفوي جزونوڅخه شمېرل کیږي.
۹: (Asthma) نفس تنګې، داځکه چې په ټولوشرابوکي سلفیټ (Sulphites) شتون لري.
۱۰: دبرطانې دښځويوڅېړنيزمرکز(The Million Women Study) وايی چې الکحل(شراب) په ښځوکی ددې سرطانوسبب ګرځی:
–         (Breast Cancer) دتیودسرطان
–         (Liver Cancer) دینې(ځیګر) دسرطان
–         (Pharynx Cancer) دحنجرې سرطان
پروفیسر (Valerie Beral) وایی چې دایوه خیالي، پوچه اوبې ځایه خبره ده چې ځینی خلک وایی چې (شراب ستالپاره ښه دي).بلکې دازهراوومرګ ته خپل ځان دذلت ومرګ ته سپارل دی.
نوربیا…