کور / اسلامي / الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱۵)

الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱۵)


۸: رواني اغيزې (Psychological Effects):
الکحل(شراب) دنوروستونځو، کړاوونو، تکلیفونواوناروغیوسره ـ سره درواني مشکلاتو هم په پوره ډول سره ستره کیلی ده،چې موخه می داده چې الکحل دهیجان ، ډاراواصطراب (Anxiety) اوژورخفګان (Depression) سبب هم ګرځی؛ چې روانې ناروغیوله کبله انسان خوب نلری، دماغ ئې کارنه کوي، دتشددښکارشي، ظلم کوي، قتلونه ورته عادي ښکاری اوکله هم ځان وژنه ورته عادي ښکاری، داخوډېریوعادی کاردی چې په کوراوکلی که خفګان جوړکاندی، کله وخپلی کوروالاته طلاقونه واچوی اوداسی نور… .
۹: الکحل دډېرچاغښت (Obesity) سبب ګرځی:
الکحل په ځانګړي ډول سره دبدن دکتلې ضریب (Body Mass Index(BME)) غټوي، چې داچاغښت وانسان ته زهراومرګونی دی داځکه چې چاغښت وزړه ته، وفشارته اونوروناوړوناروغیوته ښه راغلاست اوهرکلی دی.
۱۰: جنسی کړاوونه (Sexual Problems):
دالکحل په لنډمهاله اواوږدمهاله اغیزوکی جنسي فعالیت شامل دی، چې لنډمهاله اغیزې ئې په نراوښځوکې یوشانته دي، چې مطلب ئې دادی چې په هره اندازه چې الکحل لږیاډېروڅیښل شی په انسان کی جنسی رجحان راپاروي؛ چې ددې لړۍ په جریان سره نراوښځه وداسی حالت ته رسیږی چې په جنسی اړیکوکی ورته ډېرې ستونځې ورته مخی ته راځی، چې بیابه خپلې مشروع جنسی اړیکې په ډېرتکلیف سره ساتی، په نارینه ئې اغیز دادی چې دهغه دمخصوصې الې حساس والی وغیرنارمل حالت (Erectile Dysfunction(ED)) ته راځی، چې دانارینه بیاپه ډېره مشکله سره دجنسی اړیکوجوګه کیږي اوپرښځه ئې دنورواغیزوسره ـ سره دهغې میاشتنی ناروغې (حیض) سره ویجاړوي، چې له دې کبله بیاحمل صورت نه نیسی.
۱۱: دعضلاتو ناروغې (Muscle Diseases):
الکحل پرټولوعضلاتوباندی په مستقیم ډول سره ژورې اغیزې کوي په ځانګړي ډول سره پرسپینوعضلاته رشتوباندی، چې دازموږپه ژوندژواک کی حیاتی رول لری، اوداعضلات زموږټول حرکات لکه ځغاستل، لوبی کول، غورځېدل اونور… داټول کنترولوی خودالکحل په څیښلوسره داعضلات کمزوری کیږی ، چې وروسته بیاداعضلات نشی کولای چې خپلې ندې ترسره کړي.
۱۲: دپوستکی مشکلات (Skin Problems):
الکحل پرپوستکی(پوټکی) باندی په څولاروسره اغیزې کوي، چې داکله دپوستکی دډېروناوړوناروغیوپه شان هم راڅرګنده شی، لکه څرنګه چې موږمخکی وویل چې الکحل ویټامینونه کموی، چې ددې کمښت په ترڅ کی ویټامین اې (A) هم له مینځه ځی، دویټامین اې دنده داده چې دپوستکی مقاومت دبکتریاووپه مقابل کی ټینګ وساتی، پوستکی دخرابوالی څخه ژغوری اودپوستکی هغه برخه چې اغیزمنه شوې وي هغه رغوي، نوچې ویټامین اې کمیږي نوددې مطلب دادی چې دپوستکی مقاومت ختم شو اوبیادپوستکی نوې ژونکې نه جوړیږي، که داپه یوه ټکی کی راونغاړونو (Collagen) تولیدودریږي اودپوستکی هغه ژونکې چې مړې وي دهغوپرځای نورې ژونکې نه راځی نوله همدې کبله پوستکی مات، ګونجې ګونجې اوخراب جوتیږي، چې په دغه مهال پرپوستکی میکروبونه اوبکتریاوې ډېرژراغیزې کوي چې پایلې ئې تردې هم ناوړې دي.
۱۳: الکحل زهردی (Alcohol is Poison):
دامریکاپه متحده ایالاتوکی پردې باندی څېړنې شویدی اودائې ثابته کړېده چې الکحل زهردی، اوهرکال په زهرهاووخلک وژنی، داڅېړنې ښی چې ۵۰۰۰۰ زره کسان دالکحل (شراب) داستعمال له کبله خپل ژونددلاسه ورکوي، اولږترلږه په هره اونۍ کې یوسړي خپل ژونددلاسه ورکوي.
دامریکاپه متحده ایالاتوکی شرابی موټروانان په هرو۳۹ دقیقوکی یوسړي وژنی، اوپه هره دوودقیقوکی یوسړی زخمی کوي.
الکحل (شراب) اوښځه (Woman and Alcohol):
پرښځه باندی دالکحل اغیزې یوڅه وڅېړل شوې اواوس غواړوچې پرپاتی برخه ئې رڼاواچوو.
ښځه نسبت ونرته دالکحلوپه استعمال کی ډېره دخطرپه دائره کی ده، داځکه چې ښځه په ظاهري جوړښت کی ترنرکوچنۍ ده،اودنرپه نسبت ئې غوړزیات دی، له همدې کبله الکحل نه تجزیه کیږي اووبل لورته ښځه دنارینه وپه نسبت لږاوبه لری چې له همدې کبله الکحل په ښځه که نه رقیق کیږي، اوهرهغه ناروغې چې ونارینه وته دالکحل داستعمال له کبله پیښیږي وښځوته دهغومشکلاتوڅوځلی زیات دی.
۱:الکحل اوحمل (Alcohol and Pregnancy):
الکحل علاوه له دې څخه چې پرښځه ډېري اغیزې کوي، بلکې پرهغه ماشوم هم مستقیما اغیزې کوي چې دمورپه ګېډه کی وی، چې الکحل ددې ماشوم پراعصابي نظام اوماغزو باندی ډېرې ناوړه اودایمي اغیزې کوي.
په ۱۹۷۰ میلادی کال کی دواشنګټن په پوهنتون (University of Washington) کی پردې باندی څېړنې وشوې اوپه څېړنوکی داجوته شول چې دداسی ماشوم وده دمورپه ګېډه کی ترژورواغیزولاندی ده، اوداسی ماشوم په غیرعادی حالت کی پیداکیږي، هغه غیرعادی حالت ئې دادی چې غړي ئې کمزوری وي، وزن ئې کم وي، پوستکی ئې خراب وي اوداسی نور…
نوځکه عموماډاکټران وهغومیندوته چې دشرابوعادی وي دتل لپاره داتوصیه کوي چې دحمل پرمهال شراب ونه څیښئ.
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر