کور / اسلامي / الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱۴)

الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱۴)

۳: پرزړه ئې اغيزې (Effects on the Heart):
الکحل(شراب) پرزړه باندی مختلفې اغیزې لري، چې ځینی وختونه داناروغیانې په هیڅ ډول نه کنترولیږي؛ که موږدفرانسې هیوادته وګورونو دابه راته جوته شی چې دفرانسویانودزړه ناروغیانې دټولې اروپاڅخه زیاتې دي داځکه چې په فرانسه کې ترټولې اروپازیات شراب څیښل کیږي، الکحل په وینه کی HDLs (High-Density Lipoproteins) کموي، دالیپوپروتینونه څه شی دی؟
دادلیپیدونواوپولیپوپروتینونوڅخه جوړمرکب دی چې دهغه دشته والی په واسطه په وینه کې وازګې لیږدیږي. چې ددې په کمولوسره دزړه دوره راځی اودمرګ سبب ګرځی.
۴: دزړه ناروغيانې اودزړه فشار:
(High Blood Pleasure and Heart Diseases)
ډېروڅېړنوداجوته کړېده چې الکحل فشار ډېرلوړوي، اوحال داچې لوړفشاروزړه ته جدي خطردی اودزړه دډېروناروغیانوسبب ګرځی، چې کله هم په دغه مهال کی زړه خپله د نده پرېږدي؛ دزړه دناروغیوپه تاریخ پاڼوکې لوړفشار(Hypertension) دزړه سره ډېرنژدې اوورسره جوختی اړیکې لري، نوځکه که چیری فشارلوړیږي نوزړه ته به ئې هم صدمه رسیږي؛ چې زیات وخت لوړفشارومرګ ته ښه راغلاست دی.
۵: دخولې، ستونی اودبدن دنوروغړوسرطان :
(Cancer of mouth, throat and body organs)
دالکحل(شراب) داستعمال یوه بله غمیزه داده چې دخولې دسرطان سبب ګرځی، ددې سره جوخت دمرۍ، دحنجرې، دلویوکلمو، وړوکلمواوینې دسرطان سبب هم ګرځی، ددې څخه علاوه الکحل لکه مخکی چې رڼاورباندی واچول شول په ښځوکی دتیودسرطان (Breast Cancer) سبب هم ګرځی؛ ساینس پوهانوداثابته کړېده چې دپورته بیان شوی غړودسرطان یواځنی سبب الکحل(شراب) دي، په ساینس کی والکحل ته(دسرطان دنماینده) کلمه هم استعمالیږی، نوځکه والکحل ته (Cancer-causing agent) ویل کیږي، ځکه چې دی(الکحل) وکارسینوژن (Carcinogens) ته وده ورکوي،دکارسینوژن معنی داچې هرهغه شی چې دسرطان دپنځېدولامل ګرځی،  چې همداسبب دی چې الکحل دسرطان ژونکې (حجرې) تولیدوي، وده ورکوي.
۶: اعصابی کړاوونه اوددماغ خرابوالی :
(Brain Damage and Neurological Problems)
الکحل په مستقیم ډول سره پراعصابی نظام باندی اغیزې کوي، چې په دې اغیزوکې نخاعی طناب (Spinal-cord) هم شامل دی، ددې څخه علاوه په دې اغیزوکي ټول اعصابی نظام داخل دی؛ چې ترټولولومړی الکحل(شراب) دحافظې کارخلاصوي، دزده کړې توان اوقابلیت راټیټوي دادراک اوشعورمزي رالنډوي، چې پایلې ئې لېونتوب اومرګ دی.
د(۲۰ـ۳۰)٪ سلنه پوری الکحل دعقل دزوال دناروغۍ (Dementia) سبب ګرځی
۷: دويټامينونواومنرالونوکمښت :
(Vitamin and Mineral Deficiencies)
هغه خلک چې الکحل څیښئ دوی دویټامینواومینرالودکمښت سره په جدي ډول سره لاس اوګرېوان دي، داله دې کبله چې اشتیاه نه وي اوبل لورته دهضمې نظام نشی کولای چې داړتیاوړویټامینونه اومینرالونه جذب کړي، په عام ډول سره الکحل د (B1) تالمین ویټامین کموي چې په عمومي ډول سره دمغزوناروغې (Encephalopathy) رامینځته کوي چې حافظه خپله کډه کوي اودمغزودفعالیت برخه په ټپه دریږي؛ دتالمین دکمښت له کبله داحساس دنشتوالې ناروغې (Apathy) اودحافظې داختلال ناروغې (Amnesia) ډېرژرصورت نیسی لکه مخکی چې هم رڼاورباندی واچول شول.
الکحل په بدن کی کلسیوم (Calcium) هم کموي، چې دکلسیوم دکمښت له کبله هډوکی کمزوری کیږي اوله همدې کبله هرشرابی په ځانګړي ډول سره دهډوکودغیرنارمل دکثافت په ناروغې (Osteoporosis) اخته کیږي.
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر