کور / کیسه / د روژې اتمه

د روژې اتمه

سړي دوه ځله پیسې و شمېرلې ۳۰۰ پوره وې . خپل د ورغوو ټڼاکو ته یې و کتل څو ګامه ها خوا یوه لښتي ته کښېناست لاسونه یې ور غوټه کړه یوه خیرنه څپه مخ کښته ولاړه . رڼې اوبه د سړي پر مخ سر او ږیره و بهیدې . ولاړ سو پټو یې پر سر سایوان کړ او پر خپل زاړه باسیکل مخ پورته رهي سو .
سړی چي سهار له کوره راوتی اوه کلني لور یې وریاده کړه چي روژه یې ده ،ده پر تندي مچ کړه ژمنه یې ورکړه چي نن به روژه مات ته غوښي راوړي او ورسره خواږه شربت هم . خو هغه څه خبر وو چي په دروازه کي د کور مالک یې د راوتلو انتظار کوي .
ده له ښاره وتلې سیمه کي یو خاورین کور د میاشتي په ۴۰۰۰ افغانۍ کرایه نیولی وو چي د خپلي مزدورۍ په سل،نیم سل بچت به یې ور پوره کوله ځکه نو نن د روژې اتمه وه خو د دوی له سترخانه د ښوروا بوی نه وو پورته سوی . هغه نوره کرایه پوره کړې وه خو شپږ نیم سوه کمي وې . دده د اټکل له مخي د روژې پر لسمه به یې پوره کړای سي خو نن د کور مالک ورته داسي سخت اخطاورکړ چي اتمه یې ورته لسمه کړه . که یې نن مازدیګر کرایه ور نکړه نو اړ دی کور خالي کړي .
سړي په همدې چرتونو ښار پر لور پایډلونه اړول . ستړیا ، ګرمي ، سخته تنده او دکور د مالک اخطار یو پلو خو د لور سره ژمني ته سخت زوریدی چي پوره به یې نسی کړای . سړي سهار لا ۵۰۰ افغانۍ له یوه ملګري قرض کړې . یو نیم سل چي د نن له مزدوۍ پر واچوي نو کار به وسي خو په پاته یو نیم سل به دی څه شی واخلي ؟؟؟
د روژّ مات وخت دی بازار کي زیاته ګڼه ګوڼه ده هر څوک په سودا اخستلو او ورکولو بوخت ښکاري سړي د سړک د غاړي یوه پلورونکي ته بایسکل وردوی . دکاندار ډير بوخت ښکاریدی د روح افزا سرو بوتلونو د سړي تنده نوره هم و پارول ګوته یې ورته و نیول .
– دا په څو دي ؟ دکاندار یوه بل کس ته سودا تلل . سړي بیا و پوښتل
– دکاندا اکا دا شربت په څو دي . د کاندار پیسې شمېرلې .
سړي دا ځل په لوړ ږغ وویل .
– ددې شربتو بیه دي راته ونه ویل .
– ها وروره ۹۰ افغانۍ . دکاندار وویل
سړی غلی سو په پرتو شیانو کي یې و کتل د لیمو بوتل یې نظر ور خوږ کړ . په دریم ، څلوم ځل چي یې د هغه بیه معلومه کړه هم یې تر توان لوړه وه .
سړی لږ غلی سو وروسته دکاندار ته نژدې ورغی . پوه سو چي د کاندار ورته متوجه دی .
ـ دا شربت لږ ارزانه که
دکاندار په خشکه ورغبرګه کړه : ته مخ ایله که خلک سودا غواړي .
سړی بل دکان ته ورغی ، بیا بل ته خو داسي ارزانه شی یې ونه موند چي په ۱۵۰ افغانۍ کي د راتلونکي پېشملي د ډوډۍ پیسې ور بچت سي
سړي باسکل تر ښکرو و نیوی د میوو خواته ورغلی یوه کوچني هندوانه یې را پورته کړه .
– دا په څو ده ؟
– په یو سل او شل افغانۍ
– دا څه وایی د الله بنده لږ یې ارزانه کړه .
دکاندار یوه بله کوچنۍ هندوانه ور پورته کړه
– ها دا واخله اتیا افغانۍ راکړه
سړی له هغه ځایه رهي سو
د اذان ږغ پورته سو
سړی له ښځي او ماشومانو سره سترخان ته ناست وو پر سترخان خُلفه ، وچه ډوډۍ اوبه او شلومبې ایښې وې .
تیاره په خوریدو وه سړی د لمانځه لپاره مسجد ته روان سو خو په لمانځه کي د خلکو غوړو ټیغونو دده پام ځان ته اړولی وو.