کور / کره کتنه / افغانستان کرکټ؛ ستونزې او حل لارې

افغانستان کرکټ؛ ستونزې او حل لارې

کله چې څو کاله مخکې افغان کرکټ لوبډلې په آسیايي سیالیو کې لومړی مقام تر لاسه او ورپسې نړۍ والو لوبو ته د غوراوي په سیالیو کې له جرسي لوبډلې څخه د لوبې په ګټلو سره، د پنځم دېوېژن سیالو کې لومړی مقام تر لاسه کړي، ډېرو دوستانو داسې فکر کاوه چې افغان کرکټ لوبډله کولای شي په ډېره لېږه موده کې وده وکړي او د نړۍ په کچه به سیالۍ تر سره کړي، چې همداسې هم وشو. که څه هم کرکټ لوبډله له مالي پلوه ډېره خواره وه او حتا په سیالیو کې به یې ځانته خپله دیګ کاوه او چپس به یې خوړل؛ خو د افغانستان لپاره یې په څلورم، درېيم، دویم دېوېژننو کې یې پر له پسې اتلولۍ وګټلې او د لومړي دېوېژن په سیالو کې يې له سترو لوبډلو لکه، هالند، کنیا او ایرلند سره لوبې وکړي؛ اما له بده مرغه چې نړۍوالو لوبو ته یې لاره پیدا نه کړه؛ خو د یو ورځنیو سیالو حق یې تر لاسه کړ. دا هغه هڅې وې چې د لومړي ځل لپاره یوه لوبډله یې د افغانستان لپاره کوي، په سلګونه زره هېوادوال ورته خوشاله ول او تل به یې د راډیو ګانو له لاریې د کرکټ په هکله خبرونه څارل، خوشالي او دعاګانې به یې ورته کولې.

له هغې مودې را پدیخوا تل کرکټ لوبډلې د خلکو په زړونو کې ځای موندلی او هرې بریا ته یې خوشالیږي او له هرې ماتې وروسته پریشانه اوخپه دي ته وا سر له سبا افغانستان کرکټ له منځه ځي، شاید لامل د ډېرې مینې له وجې وي. ټول دوستان پوښتنې کوي ولې داسې وشول؟ ولې په هغه وخت کې چې ددې شونتیا وه چې افغان کرکټ لوبډله له هندوستان څخه لوبه وګټي ورته وې بایلوده، ولې افغانستان کرکټ لوبډله د انګلستان پر وړاندې په ډېرې آسانۍ سره له مخې پورته شوه؟ دا هغه پوښتنې دي، چې هڅه شوې تر یوې کچه پرې خبرې وشي.

په سره کې خو لکه، ځینو دوستانو نه غواړم د کرکټ بورد له پخوانیو او یا هم له اوسنیو چارواکو څخه ملاتړ او یا یې هم بد ووایم، ددې لپاره چې نه یوازې پخواني کسانو کرکټ ته کار ونه کړ؛ بلکې اوسنیو یې هم څه نه دي کړي او لیاقت یې هم نه لري. دلته یوازې غواړم دا ووایم چې څه باید وشي؟ څرنګه کولای شو خپل کرکټ له هغه ناورین څخه چې اوسمهال کنیا، هالند او په پياولو لوبډلو کې زمبابوې ورسره لاس او ګرېوان دی، افغانستان ورسره مخ نه شي؟ هغه ډول چې په دې ورستیو میاشتو کې لیدل کېږي افغان کرکټ لوبډله د تېرو کلنو په پرتله پکې دېر بدلون نه دی راغلی، حتا زه ویلی شم، چې تر دوو کلنو مخکې په ‌ډېرو برخو، له هغې ډلې په توپ نیونه ( فیلډنګ) او توپ وهنه ( بيټ انګ) کې لا ضعیفه شوې ده، د ۲۰۱۰ زيږدي کال د ۲۰ اوریزو نړۍوالو لوبو په غواري کې مو ایرلندته سخته ماتې ورکړه؛ خوا دا ځل یې موږ ته سخته ماتې راکړه. هغه ډول چې مو په ۲۰۱۰ زیږدي کال شل اوریزو لوبو کې له سوېلي افریقا څخه ماتې وخوړه په همغه شان مو له انګلستان څخه ماتې ومنله.

ولې داسې وشول؟ څه باید وشي، زه فکر کوم په سر کې افغانستان دې ته اړتیا لري، چې په کرکټ بورډ کې اصلاحات راولي او هغه صادق کسان چې له وطن او کرکټ سره مینه ولري باید پر دندو وګارل شي. تر ټولو ښه به دا وي چې د ملي ټیم له پخوانيو لوبغاړو څخه کار واخیستل شي، ددې لپاره چې هغوی کولای شي په مینې سره دا دنده پر مخ بوځي.

دویم، دا چې افغانستان کرکټ لوبډله نشي کوالی لکه، کبیر خان غونډې کس یې روزونکی وي، ددې لپاره، چې کبیر خان هغه څوک نه دی چې افغانانو ته کرکټ وښيي، اما له بده مرغه زموږ د کرکټ بورډ ځینو نا اهلو کسانو داسې فکر کاوه چې ګواکې، ده پاکستان لوبډلې سره لوبه کړې، همدې لپاره به افغانستان لوبډلې لپاره به ښه وي، په داسې حال کې، چې خپله کبیر خان د یوو توپ اچوونکې ( باولر) په توګه پاکستان لوبډلې لپاره یوازې ۵ تیست سایلۍ او ۱۰ یو ورځنې لوبې کړي دي، چې دومره ښه هم نه دی ځلېدلی. کبیر خان د پاکستان لوبډلې، نه یوازې له لومړي درجې لوبغاړو څخه و؛ بلکې له دویمې او درېیمې درجې لوبغاړو څخه هم نه ګڼل کېده. له بلې خوا، کبیر خان د کرکټ روزونکي په توګه ښه تاریخ هم نه لري شاید د افغانستان له لوبډلې مخکې یې ښه دنده د اماراتو کرکټ لوبډلې روزنه وي.

افغانستان کرکټ لوبډله اوس نړۍ واله لوبډله ده او باید ښه روزونکی، چې نړۍواله تجربه او خپله هم د کرکټ ښه لوبغاړی وي، اړتیا لري. زما په اند افغانستان داسې روزنکي ته، چې یو توپ وهونکی یا بېټسمن وي ډېره اړتیا لري. اوسمهال ډېر شمېر ټکړه لوبغاړي شته، چې په خپله هم ښه توپ وهونکي، وېکټ ساتونکي او هم ښه فیلډران دي، چې افغانستان کرکټ بورډ کولای شي له هغوی څخه کار واخلي. له بده مرغه خپله افغانستان هم په یادو برخو کې ډېرې ستونزې لري، که چېرې داسې څوک پيدا شي، دا به د افغانستان کرکټ او د کرکټ راتلونکې لپاره به ډېره اغیزمنه وي. افغانستان کرېکټ بورډ باید داسې کس ته دنده ورنه کړي، چې یوازې د سیالیو پر مهال د لوبډلې روزونکی وي، روزونکی باید لیږ تر لیږه په خپله هېواد کې شتون ولري؛ څو وکړای شي ملي لوبډلې او را تلونکې ته ښه ځوانان او تنکي ځوانان پیدا کړي او تر څنګ یې خپله کرکټ بورډ ته سلا هم ورکړي، چې څرنګه کرکټ کولای شي، وده او پراخیتا ورکړي.

له بلې خوا اوسمهال موږ په کرکټ لوبډلې کې هم ځینو اصلاحاتو ته اړتیا لرو، که چېرې پلې نشي څو کاله وروسته به مو کرکټ له ستر ناورین سره مخ شي. په سر کې فکر کوم افغانستان کرکټ لوبډله باید په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې نوي لوبډلمشران (کپټان) وټاکي او د ملي ټيم اوسنی کپټان نوروز منګل دې باید نورو لوبغاړو، لکه محمد نبي یا هم شهزاد محمدي په څېر کسانو ته وخت ورکړي؛ څو په راتلونکې کې وکړای شي د لوبډلې کپټان شي، خپله نوروز منګل باید په ټيسټ سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې کپټان وي.

لوبغاړو کې هم باید اصلاحات راشي اوسمهال موږ سم اوپنران یا د لوبې پیل لوبغاړي نه لرو، د پیل لوبغاړي باید داسې کسان وي چې وکړای شي تر یوې مودې لپاره په میدان کې پاتې شي چې له بده مرغه اوسمهال دا نه ترسترګو کيږي. اوسمهال کله کریم صادق له شهزاد سره او یا هم نورز منګل له شهزاد سره را دننه کیږي او یا هم هرې لوبې ته په کتو سره اوپنراهم بدليږي او را بدلېږي، چې دا کار هم له علمي کرکټ سره سر نه لګوي.

بل دا چې د ټیسټ، یو ورځینو او شل اوریزو سیالیو لپاره باید لوبغاړي وټاکل شي، له بده مرغه ډېر کلونه کیږي چې موږ په تیسټ، یو ورځنیو لوبو، او شل اوریزو لوبو لپاره یوه لوبډله لرو، چې دا خپله هم ستونزې زېږي، لوبډله باید د لوبې له ډول سره وټاکل شي، که چېرې ځیر شو، نوروز منګل، ګلبدین نایب، اصغر ستانکزی، کریم صادق او نور علي ځدران هم په ټیسټ، یو ورځنیو، او هم شل اوریزو لوبو کې لوبېږي، چې زما په اند په یادو لوبغاړو کې ځينې توپیرونه شتون لري، له دوی څخه نوروز منګل او ګلبدین نایب په بشپړه توګه توپیر لري، ګلبدین نایب، چې دواړه هم بېټسمن او هم باولر دي کولای شي په شل اوریزو او یو ورځینو لوبو کې اغیزمن وي؛ خو زه فکر نه کوم چې هغه دې وکړاي شي په ټیست سیالیو کې وځلېږي همدارنګه نوروز منګل، چې تر ډېره بریده یو ورځنیو او ټیسټ سیالیو لپاره ښه لوبغاړی دی، په شل اوریزو لوبو کې دومره ښه نه دی ځلېدلی. دا توپیر د نړۍ په مشهورو ټیمونو کې هم شتون لري، لکه په انګلستان کې الېستر کوک چې د یو ورځنیو سیالیو کپټان او په تیسټ سیالیو کې لوبيږيِ؛ اما په شل اوریزو لوبو کې شتون نه لري.

له بده مرغه افغانستان کرکټ لوبډله هم په نړۍواله سطحه او هم په ډېره ټیټه کچه سیالیو کې، یوه لوبډله میدان ته لیږي، چې دا هم د راتلونکې کرکټ لپاره ښه کړنه نه ده. که چېرې ځیر شو افغانستان هم له استرلیا، هندوستان او پاکستان ټیم سره خپله اوسنۍ لوبډله میدان ته ولېږله هم وړو ټیمونو، لکه نیپال، بوتان او داسې نورو لوبډلو سره، دلته باید لوبډله او کپټان سره توپیر ولري او له وړو لوبډلو سره باید تر ډېر بریده ځوانانو ته چانس ورکړل شي چې وکړای راتلونکې لپاره چمتو شي.

له بلې خوا، کرکټ بورډ هم په دې هڅې کې دی، چې د نړۍ له مشهورو ټیمونو سره لوبې وکړي، زه فکر نه کوم چې یوه لوبډله دې وکړای شي له یو څو لوبو سره پياوړې شي، افغانستان کرکټ بورډ باید ددې پر ځای چې د نړۍ له مشهورو ټیمونو سره یو ورځنۍ لوبې واخلي دا به ښه وي چې د یادو ټیمونو له اې لوبډلو سره د لوبې لپاره لاره هواره کړي. دا څو ګټې لري، له یوې خوا د نړۍ مشهورو هېوادونو، لکه استرلیا، انګلستان، سویلي افریقا او هندوستان اې لوبډلې د افغانستان تر ملي لوبډلې پياوړي دي او په یادو ټیمونو کې هم د ملي لوبډلې لوبغاړي شته، دا به له افغانستان سره مرسته وکړي؛ څو لومړی درجه کرکټ وکړي، که چېرې وګورو، افغانستان کرکټ لوبډلې ونشو کړای د پاکستان اې لوبډلې ته ماته ورکړي او له پاکستان څخه یې په درې واړه لوبو کې ماتې وخوړه، دا ددې څرګندونه کوي چې افغانستان کرکټ لا ډېر کار ته اړتیا لري. له بلې خوا زه فکر کوم دا به د افغانستان کرکټ بورډ او یادو ټیمونو لپاره هم آسانه وي، چې سره هوکړې ته ورسېږي.

له یادو کړنو سره، افغانستان کرکټ بورډ باید په کرکټ کې ریښتونی ووسي، هغه دا چې، له ۱۹ کلنو څخه لېږ عمره لوبډله کې هغه کسان ور ګد کړي، چې ریښتیا هم له ۱۹ کلنو څخه یې عمرونه لیږ وي. د سږ کال د ۱۹ کلنو نړۍوالو سیالیو کې له یو څو لوبغاړو څخه پرته، افغانستان کرکټ بورډ هغه لوبډله لېږلې وه، چې ۴ کاله مخکې یې ليږه هم نیوزیلند سیالیو ته لېږلې وه. زه په زغرده ویلی شم، چې ډېر لوبغاړي، له هغې ډلې نور الحق ملکزی، افتاب عالم، یمن احمدزی، جاوید احمدي او ځینې نور لوبغاړي له ۱۹ کلنو څخه لیږ عمرونه نه لري، دا په دې مانا نه ده چې زه له دوی سره کومه دښمني لرم، دا ددې لپاره وایم، که چېرې کومې لوبډلې شکایت کړی وای او نړۍوال کرکټ شورا هم څېړنې ترسره کړې وای، دا به هم کرکټ بورډ او هم یادو لوبغاړو په زیان پای ته رسېدلي وای، شاید حتا د ډېرو کلنو لپاره افغانستان کرکټ لوبډله له سیالیو څخه بې برخې شوې وای. ددې لپاره څرنګه امکان لري یوه لوبډله هم ۴ کاله مخکې له ۱۹ کلنو څخه لیږ عمر ولري او یاد لوبغاړي لا تر اوسه له ۱۹ کلنو څخه ليږ عمرونه ولري. دا ددې مانا ورکوي، چې ۴ کاله مخکې افغانستان د ۱۹ کلنو نړۍوالې سیالۍ ته د ۱۵ کلنو ځوانان لوبډله لېږلې وه، چې نه زه او نه تاسې داسې فکر کوئ.

له دې سره سم هېواد ولایتي سیالیو کې هم، ډېر داسې ځوانان شته، چې د ځینو ولایتونو په لوبډلو کې لوبېږي، چې حتا هغه ولایتونو ته ندي تللي او هغه ولایتونو پورې اړوند هم نه دي، چې له بده مرغه کرکټ بورډ هم دا کړنو ته لاره هواره وي. دا کړنې نه یوازې کرکټ پرمختیا لپاره ښې دي؛ بلکې په زیان دی. ددې لپاره چې کرکټ بورد په رښتونې توګه هڅه نه ده کړي او یاد ټکو د مخنیوي لپاره لاس په کار شوی دی؛ څو له داسې بې نظمۍڅخه مخنیوی وکړي.

له یادو خبرونو سره سره افغانستان کرکټ بورډ باید راتلونکو نړۍ والو سیالیو لپاره ځینو ځوانانو لکه ګلبدین نایب، نجیب ځدران، جاوید احمدي، آفتاب عالم، دولت احمدزی، شبیر نوري، افسر خان، محب الله، حشمت الله شهیدي او ځینو نور لوبغاړو باندې ډېر کار وکړي په ځانګړي توګه له آفتاب عالم پرته نورو لوبغاړو باندې د توپ وهنې په برخې کې ډېر کار وکړي، چې لیږ تر لیږه وکړای شي ښه کرکټ وکړي.

که چېرې هغه برخې چې پورته ورته نغوتې وشوې عملي شي دا به نه یوازې د افغانستان کرکټ اوسنې لوبډلې لپاره؛ بلکې په نړۍ واله کچه د افغانستان د کرکټ را تلونکې لپاره ډېره اغیزمنه وي، د هغې ورځې په هیله!