کور / کیسه / حاجي صیب

حاجي صیب

لنډه کيسه

دا د حاجي وکيل صیب اتم ځل حج وو. بيا هم د خپلې کورنۍ له څو غړو سره يو ځای حج ته تللی وو. د حاجي صیب د کور او کوڅې دیوالونه د ښه راغلاست او حج مو مبارک شه په شعارونو ښکلي شوي وو. د هغه د ماڼۍ ته ورته کور تر مخه د لسګونه پسونو سرونه پرې شوي وو او د کوڅې په لښتي کې بهېدونکې اوبه ېې رنګينې کړې وې.
حاجي صیب د لسګونو په ګلونو پوښل شوو موټرو په بدرګه د کور مخې ته ورسېد، څو کسانو پرې له پاسه ګلان او زریان پاشل او دی د لوېې دروازې له کوچني وره په سختۍ ننووت.
د حاجي صیب د کور د کوڅې په بل اړخ کې شاهين او د هغه کورنۍ اوسېده. شاهين هغه مهال د حاجي صیب وسله وال ساتونکی وو، کله چې د جګړو مخکښ قوماندان وو. په هغه جګړو کې پر ځمکني ماين د ختلو له کبله شاهين خپله يوه پښه او دواړې سترګې له لاسه ورکړې وې. اوسني حاجي وکيل صیب او پخواني حاجي قوماندان صیب ېې څو ورځې پوښتنه کوله، خو کله چې له روغتون نه کور ته ولاړ، بيا د حاجي قوماندان صیب له ياده ووت…
د شاهين مشر زوی ایله دوولس کلن وو، هغه په ښار کې پلاستيکي کڅوړې پلورلې. د حاجي وکيل صیب د خیر په تمه نن د خپلې وړې خور مينې سره د هغه دربار ته ورغلی وو. د حاجي صیب د کور مخې ته د کوڅې تر پايه موټرونه ولاړ وو او ګڼه ګوڼه وه، د دروازې تر مخ ېې هم وسله والو کسانو پهره کوله او له ځانګړو مېلمنو پرته چا د ننوتلو اجازه نه درلوده.
اېمل او وړې مينې هم غوښتل د حاجي صیب لاسونه ښکل کړي او له دې فرصت څخه په ګټه اخستلو د خپلې بېوزلۍ او د شاهين په اړه ورسره د زړه خواله وکړي، خو په دروازه کې ولاړو وسله والو هغوی د ننه پرېنښودل او يوه ېې په قهرېدلي غږ وویل:
ځئ ورک شئ، هلته په ميدان کې له نورو سوالګرو سره کښېنئ، ستاسې د ډوډۍ نوبت وروسته رسيږي…