کور / کیسه / زوړ ګیلن

زوړ ګیلن

آن له سهاره د قوې د راتلو اوازه وه. د کلي پېغلې او ځوانې ميرمنې له خپلو ماشومانو او قيمتي شيانو سره ليکه – ليکه د غره په لور روانې وې .

شېبه پس کلی له ځوانو ښځو او ميرمنو تش شو . مجاهدين يو- يو له خپلو کورونو را وته او د ټوپک شپيلۍ يې لمر ځلولې . چنار لاندې سره راټول شول.چا خپلې وسلې پاکولې چا شاژورونه ډکول او چا په چانټو ګوتې وهلې.

قوماندان چې د چنار ډډ ته يې ډډه وهلې وه، په خپله ماشينداره يې غوړه لته راتېره کړه، دوه درې ځلې یې لټ راکش کړ او چې هر وار ترې اخوا دېخوا مرمۍ ولوېدې، نو بريتونو لاندې موسکى شو. بېرته يې شاژور کې کېښودې، قيد يې وواهه، راکټ يې له منځه راجګ کړ او بيايې وويل :

هلکو! ماڅو کرته ويلي چې ترڅو امر شوى نه وي نو ډزې مکوئ، خو تاسو هغه وخت په ځان نه پوهېږئ، له قوماندې مخکې شاژورونه تش کړئ .

داځل به داسې نه وي، اوازې دي چې قوه لويه ده، که په تخنيک ونه جنګېږو تباه کېږو.

راکټ يې نور هم جګ کړ: اول ډز به د همده وي او بيا … لايې خبره پوره کړې نه وه چې توريالى را وړاندې شو :

قوماندان صيب! څو کرته مې درته ويلي، داځل چې هر څنګه وي راکټ به ماته راکوې.او بيا يې خپل پنځه ډزي ټوپک ته چې په شپيلۍ کې يې سره ځونډې بند وو لاس ونيو: زه نور دا اوږده بلا نه شم ګرځولای. ا، بله قوه کې مې څو مرمۍ ټانک پرې وويشت د کاپر زوى والله که پرې خبر و. ترڅو ترې شنې لوخړې پورته نه کړم زړه مې نه يخيږي.

قوماندان خپلو مجاهدينو ته مخ واړو :

توريالى له ډېره وخته راپسې دى . څو ځلې راته ويلي دي، ښه زړوردی، خو په راکټ مې زړه نه کېږي.

توریالی راته سم په سُر برابر نه ښکاري . هسې نه يا ځان ژوبل کړي او يا مو له دې يوه راکټه خلاص کړي .

د توريالي سترګې سرې شوې، ټولو ته يې بدې بدې وکتلې او بيا یې دستې چانټه له ټټره خلاصه کړه، ټوپک يې کېښود او په تلو – تلو کې یې د ګوتې په خوځولو سره وويل: يابه نن بې سُره توريالى خپل سرخوري اويا به …

قوماندان څو غږونه ورپسې وکړل، خو ده يوازې: راکټ دې په تاسو مبارک وي وویل او نور د ونو په منځ کې ورک شو .

د ماسپښين اذانونو ته لا وخت پاتې و چې، د شوبلو ډوب – ډوب غږ ونه را ورسېدل .

مجاهدينو د دعا لپې پورته کړې او بيا د سترګو په رپ کې ټاکلو ځايونو ته ورسېدل .

د هغوي له رسېدو سره سم، څو چورلکۍ را واوښتې او په شاوخوا سيمو يې د سکرټو باران جوړ کړ .

څو دورې يې ووهلې او بيا بېرته له سترګو پناه شوې. د ټانکونو غږونه رانږدې شول، سړک ته د نږدې کورونو ښيښې په شرنګېدو شوې . توريالي هم له خپل زوړګيلن سره ځان ور رسولى و او له سړک نه لاندې بوټو کې پټ و .

د کتار د اول سر ټانکونه او څو پوځي موټر تېر شول، خو لا يو خړ ټانک له دوه موټر و سره پاته و، ورو- ورو را نږدې کېدل او د توريالي وينه هم په خوټېدو وه .

لا پناه شوي نه وو چې د راکټ ډز نږدې غره داسې په شوق بدرګه کړ، تا به وې ده هم په خپله لمن کې سورمخو يرغلګرو ته زړه ډک دی.

ورپسې د ماشيندارو غږونه پورته شول ، ځينې موټر به څو ګامه په يوه ډډه روان وو او بيا به په ګړنګونو کې ورک شول .

له پوځي موټرو شېبه په شېبه شنې لوخړې پورته کېدې او پر سړک يې خولې ښخولې .

ورپسې ټانکونو کې ناستو کسانو چې د خپل سره انقلاب د پرمختګ ضد عناصر يې تورو کندو ته لېږل، نو په سړک کې پاتې موټر یې کندو ته غورځول او په تېښته کې يې د پرمختک لاره ځانته اواروله .

شېبه وروسته ، د سړک دواړه غاړې له اوسپنيزو خوليو او اوږدو چرمي موزو ډکې شوې .

د ګڼو ګروپونو له خوا ډزې روانې وې، شنو لوګيو يو بل اسمان جوړ کړى و .

وروستى ټانک زړه نازړه د توريالي خواته راورسېد، خو چې کله يې په هوا کې د لوګيو ننداره وکړه، چينونه يې سست شول، د مخې تاوولو په لټه کې شو، توريالي نوره حوصله بايلوله، د تکبير له زړه لړزونکي غږ سره پرې ور وخوت، ګيلن نه يې سر لرې کړ، راټيټ يې کړ او بيا یې له اور لګيت نه پلته راوويسته .

په ټانک کې ناستو کسانو چې له خلاص سرنه دا ننداره وکړه، سترګې سپينې واوښتې د لاسونو په جګولو سره يې د دوست! دوست! چيغې پورته کړې .

توريالي چې د ګيلن خوله يې هماغه شان ټيټه نيولې وه په اشاره يې ټانک ته له سړکه نه دکوزيدو امر وکړ، ټانک لاندې پټيو کې ودرېد او پکې ناست درې واړه کسان چې لاسونه يې جګ نيولي وو له توریالي سره کلي ته راغلل .

مازيګر لمر په پريوتو و چې ډزې غلې شوې، د قوې پاتې کسانو او موټرو په تېښته ځانونه ولايت ته ورسول، شيبه پس خړ پړ مجاهدين چې پر شونډو يې دغرور موسکاوې خورې وې، له نوو ماشيندارو او لاس تړلو سور مخو سره راورسېدل .

د قوماندان چې په پټې کې په ټانک سترګې ونښتې ودرېد، راکټ پسې سترګې وګرځولې. خو چې کله يې توريالى له نوو کسانو او کليوالو سره وليد مخکې راغى، توريالى پرې غږ کړ: قو ماندان صيب! ودې ليد بې سُره توريالى ؟

قوماندان او مجاهدين هک پک وو. ناستو درې واړو هم هرچاته شنې سترګې اړولې او لړزېدل .

قوماندان يو ځل بيا په پټي کې ولاړ ټانک او توريالي ته وکتل او لايې پوښتنه نه وه کړې چې هغه ټوله کيسه تېره کړه .

قوماندان نور هم ورنږدې شو: ښه نو په دې لنډ او تنګ وخت کې دې پطرول له کومه کړل ؟

توريالى له خندا شين شو، ګيلن يې پر سر واړو او چې کله يې ترې دوه درې غټ غړپونه وکړل،نو د سور مخو رنګونه لاپسې سره شول، يوبل ته يې مړې وکتلې او سرونه يې ښکته واچول .

محمد نعمان دوست، کابل ۱۳۷۸