کور / اسلامي / غوره عبادت کوم يو دئ؟ ورځنى حديث

غوره عبادت کوم يو دئ؟ ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث ( غوره عبادت کوم يو دئ؟)
ليکوال: حکمت الله کندهارى
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : پنځمه برخه پرله پسې لړۍ

غوره عبادت کوم يو دئ؟
له ابو ذر رض څخه روایت دئ، وايي چې یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته وفرمایل: ایا تاسې پوهیږى چې کوم عمل الله جل جلاله ته ډېر خوښ دئ؟ چا وویل لمونځ او زکات او چا وویل جهاد، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل، غوره عمل الله جل جلاله ته د الله له پاره محبت او د الله له پاره دښمني ده!

رواه احمد ( ۲۱۳۰۳)