کور / اسلامي / فقهي مذاهب دوهم برخه

فقهي مذاهب دوهم برخه

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (فقهي مذاهب)
ليکوال: امين الله ازروال
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : دوهمه برخه پر له پسې لړۍ

لومړى:
====

دا چي داسي خلک ازاد پريښودل سي چي په هرچا پسې ولاړل، تللي به وي، پدې کي بيا دوه احتماله دي، يو دا چي د کوم معتمد او باوري عالم پسې ولاړ سي او د شرعي حکم په باب د هغه په استنباط او فهم باندې اعتماد وکړي که داسې صورتحال پيښ سي نو دا خو بهتره خبره ده، خو دوهم احتمال دا دی چي په داسې چا پسې ولاړ سي چي هغه د نادرست منهج او تګلارې څښتن وي او په ځانګړي توګه په دي زمانه کي د حداثي افکارو( هغه متجددين چي دين د نويو راپيدا سويو ارزښتونو او يا د تکنالوژۍ د غلط استعمال تابع ګرځوي) خاوند وي چي يواځې غربي تمدن د اعتماد وړ او د اتباع مستحق بولي او د دې لپاره د نصوصو هر ډول تحريف ته تيار وي نو په دي حال کي د داسې خلکو د بې لارې کيدو احتمال زيات وي، او په کوم کي چي د بي لارې کيدو احتمال زيات وي د هغې پرځای داسې څه غوره کول پکار دي چي دا ډول احتمال پکي يا نه وي او يا هم ډير کم وي.

او دا ناممکنه ده چي څوک دا ووايي چي بايد ازاد پريښودل سي او د داسې خلکو څخه د دې غوښتنه وسي چي د صحيح منهج درلودونکو انسانانو لاره، د شرعي نصوصو د فهم په باب د اعتماد او اتباع لپاره غوره کړي، او دا ځکه چي که په عامو خلکو کي د دې توان موجود وې چي درست او نادرست منهج سره جدا کړي سي نو بيا خو بايد له هغوی نه د قران او سنت څخه د مباشر استنباط او يا د هغو مسايلو په باب هم چي نصوص پکي نه دي راغلي د اجتهاد غوښتنه شوې وې چي دا د لومړۍ فرضيې خلاف خبره ده.

دوهم:
——–
دا چي عامو خلکو (عوامو) ته د داسې معتمدو خلکو د اتباع توصيه وسي چي په علم ، منهج او تګلارې باندې يي اعتماد کيدلی سي، په دې کي بيا څو احتمالونه وجود لري چي په لنډو ټکو کي يې داسې بيانوو:

لومړي احتمال:

دا چي د معاصرو او يا هم د متاخرو علماو څخه د کوم ځانګړي عالم په فهم باندې د اعتماد مشوره ورکړل سي او توصيه ورته وکړل سي، چي په دې کي شايد دوه ستونزي وجود ولري، لومړي دا چي د دې متاخرو علماو اراء او افکار شايد په ډيره منظمه توګه ترتيب سوي نه وي، او دوهم دا چي په عمومي توګه د پخوانۍ زمانې علماء د معاصرو او متاخرو علماو څخه په ديني علومو کي ډير پوه وو، او د حديث د الفاظو سره سم (خير القرون قرني ثم الذين يلونهم…) افضل او غوره هم دي، دريم دا چي کله د مشخص او ټاکلي عالم په فهم باندې اعتماد صورت ونيسي دا به بيا هم د قران او سنت د نصوصو د فهم په باب د يو عالم نظر او رايه وي چي دا بيا هم د يو اجتماعي نظر په پرتله د اعتماد وړ نه سي کيدلی.

دوهم احتمال:
————–
دا چي د قران او سنت د محتملو نصوصو په اړه د کوم داسې فقهي مذهب په فهم د اعتماد کولو توصيه وسي چي د تاريخ په اوږدو کي د امت د سواد اعظم له نظره د اعتماد وړ پاتې شوی وي، او شايد د فردي او متاخرو علماو په پرتله د دې فقهي مذاهبو په فهم اعتماد کول غوره او اولی وي، او دا ځکه چي دا له يوه لوري د اهل سنت والجماعت له نظره د امت معتمد علماء او د خير القرون سره تړلي افضل خلک دي، او له بل لوري يې اجتهادات فردي نه دي پاتي سوي بلکه په بيلابيلو وختونو کي د امت لويو علماو په خپلو علمي کوښښونو غني کړي، او له دريم لوري دا ټول په ډيره منظمه توګه تسجيل سوي او ليکل سوي دي، له دې امله دا د فهم په لحاظ ډير د اعتماد وړ دي.
هو! د استنباط د مناهجو او تګلارو له مخې دا مذاهب په خپلو کي سره توپير لري، څه داسې دي چي د نصوصو په ډير ظاهري فهم اعتماد کوي، او ځني نور داسې دي چي د نصوصو په فهم کي د تعمق اوژوروالي څخه کار اخلي، چا د شرعي نصوصو د تفسير لپاره د پيغمبر عليه السلام او صحابو او عربي ژبي په اصولو کي د نظر کولو څخه يو ډول قواعد استنباط کړي او د نصوصو په باب خپل تفسير يې پرې بناء کړی دی، او نورو د همدې مصادرو په نظر کي نيولو سره بل ډول قواعد استنباط کړي، او په خپل استنباط کي پر هماغو قواعدو اعتماد کوي، څه د احاديثو د نقد لپاره د سند ترڅنګ د متن په نقد هم زيات اهتمام کوي، او د څه مذاهبو ترکيز په بنسټيزه توګه د حديثو د سند په نقد باندې دی، همدا راز د هغو مسايلو او قضاياو په باب چي نصوص پکي نه دي راغلي بيلا بيل مذاهب په بيلا بيلو دلايلو اعتماد کوي، د همدي مناهجو د تعدد له امله په مذاهبو کي داسې تنوع رامنځ ته شوې چي د هر ډول طبيعتونو د را جلبولو توان په کښي سته، او د امت لپاره يي اسانتيا پيدا کړې ده، له همدې امله د امت دې ډول اختلاف ته رحمت ويل شوی دی، قاسم بن محمد او عمر بن عبد العزيز رحمهما الله به ويل: “ما يسرني باختلاف أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم حمر النعم” د صحابو اختلاف ماته د سرو اوښانو نه ډير محبوب او د خوښۍ لامل دی، له همدې امله هر انسان د دې ازادي لري چي د کوم معتبر فقيه اومجتهد په فهم د اصولو اوشرايطو له مراعت کولوسره سم اعتماد وکړي.