کور / اسلامي / د ښه او بد ملګري بېلګه ورځنى حديث

د ښه او بد ملګري بېلګه ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث ( ښه او بد ملګرى؟)
ليکوال: حکمت الله کندهارى
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : شپږمه برخه پرله پسې لړۍ

د ښه او بد ملګري مثال
له ابو موسی رضی الله تعالی عنه څخه روايت دئ، چي هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي. واى چي هغه صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: د نيک او بد ملګري مثال د عطر د پلورنکي او بتۍ بلوونکي په څېر دئ، هغه چي عطر پلورنکی دئ، يا به تا ته همداسي مفت عطر درکړي ، يا بې ( به ئې ) په پيسو ځني رانيسې او يا لږ تر لږه خوشبويي خو به ځني محسوسه کړې .
او هغه چي د بتۍ بلوونکی دئ ، يا به دي کالي يا جامې دروسوځي يا به ورڅخه بد بوی محسوس کړې!!!

متفق عليه