کور / اسلامي / د عبرت څخه د ډکو کيسو لړۍ لومړۍ برخه پر له پسې درېيمه برخه

د عبرت څخه د ډکو کيسو لړۍ لومړۍ برخه پر له پسې درېيمه برخه

موضوع: په ړزه پوري اسلامي معلومات (د عبرت څخه د ډکو کيسو لړۍ )
ليکوال: استاد نورالله خان احمدزى
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : لومړۍ برخه پر له پسې درېيمه برخه

سريزه :

دقرآن کريم د علومو په باره کي مخلتف نظريات دي چي شاه ولي الله محدث دهلوي په خپل کتاب الفوز االکبير في اصول التفسير کي ليکي چي قرآن کريم پر پنځه علومو باندي مشتمل دئ.

اول: علم التذکير بايام الله (د تېري زمانې واقعات يا پېښو د تذکير علم)

دوهم: علم التذکير بآلاء الله (دالله تعالى پر نعمتونو د تذکير علم)

درېيم: علم التذکير بالموت وما بعد الموت (د مرګ او تر هغه وروسته د تذکير علم)

څلرم: علم الاحکام (داحکامو الهي علم)

پنځم: علم الجدل (د نورو مذاهبو له خلکو سره دمباحثو علم).

قرآن کريم د همدغو علومو په مرسته انسان ته د هدايت لاره ښيي او د ژوند د هري شعبې او برخي لارښوونه ورته کوي. دلته همدغه اول علم چي علم التذکير بايام الله چي د تېري زمانې او وختونو د پېښو او حوادثو له ذکر کولو او انسانانو ته داصلاح او هدايت له پاره ډېر مؤثر دئ، په دغه علم کي يوه خوا انبياء، صلحاء، او د مؤمنانو پېښي او واقعات پکښي بيان سوي ترڅو انسان خپل ژوند د هغوى په تګ او هغه چي هغوى ترسره کړي دوى ئې هم خپل کړي او عمل ورباندي وکړي، کله چي انسان دا کړني ترسره کوي نو بريا، سعادت، خوښي او نيک بختي به د دوى په برخه وي. او بلخوا د کفارو، منافقينو، فساق، فجار، بد عملي او نافرماني او داسي نور ناروا اعمالو سره انسان په قهر الهي اخته کيږي او د دوى اُخروي ژوند له ماتي او ناکامۍ سره مخ کېږي. نو انسان بايد د تېر وخت له کيسو او پيښو څخه عبرت واخلي او پر هغي لاري ولاړ نه سي کومه چي انسان د جهنم خوا ته رهبري کوي او يا ئې بيايي.د دې بحث موخه داده چي دا ډول کيسو او پيښو څخه انسانان بالخصوص مسلمانان بايد د عبرت د ډکو کيسو څخه پند واخلي او له هغو خلکو او ډلو او اعمالو څخه لاس په سر سي کوم چي دوى د بربادۍ کندي ته غورځوي. نو پايله دا سوه چي نېکان به د نېکانو خلکو لاره غوره کوي او دوى به د بدو خلکو له واقعياتو او پېښوڅخه د هغوى له غلط کارونو ، خبائثو، او د هغوى د بدو پايلو په ذريعه دا امت په صراط مستقيم باندي روانوي او د هغوى له بدو کارونو څخه عبرت اخلي.
دلته پر دغو موضوعاتو خبري سوي. د ايمان او يقين حيرانوونکي طاقت او قوت، ذکر او تلاوت – حلاوت او طاقت ئې، معرفت او الهي محبت، محبت او عظمت – يو زړه راکښونکي نقش، ايثار او سخاوت کي داسلافو مقابله، د شيطاني مکر او فريب، د تصوف او سلوک هنداره، ذوق د عبادت او مجاهده، فکر د آخرت او د دنيا حقارت، تقوا او طهارت – خوف او خشيت، عاجزي او تواضع يعني دا دسلوک لويه لاره، علم او مرتبه د اهل علم، د ټولني حُسن يا ښائست، د ګناهونو نحوست – دتوبې فضيلت او داسي نور.

ډېرى وخت به مو ليدلي او اورېدلي وي چي خلک په کورونو کي خپلو کوچنيانو (ماشومانو) ته داسي کيسې کوي لکه د حيوانانو يا ځنارو ، د بازارو، او يا د حقيقت څخه ليري کيسې. په حجرو يا مېلمستونو کي هم ځيني خلک داسي کيسې کوي چي ټولي دنياوي او د دين هيڅ ذکر پکښي نه وي، سپين ږيري، واړه، ځوانان او ښځي چي په هرځاى کي وي نو دوى به د يو او بل غيبت، د دنيا کيسې او يادونه کوي، ما د همدې موخي له پاره لازمه وګڼل چي داسي کيسې تاسو ته وړاندي کړم چي هم اسلامي دي او له عبرت، پند، درس، حلاوت دايمان، ذکر، مجاهده، پاکوالي دنفس، تقوا، زهد، علم او عمل او د ژوند د هري برخي په اړه دي او انشاءالله په يادو سوو څانګو کي به ګټوري ثابتي سي او تاسو بايد دا د عبرت څخه ډکي کيسې خپلو ملګرو، کوچنيانو (ماشومانو) او د هر چاسره چي پيژنى ورته وکړى او تر هغو ئې ور ورسوى، ترڅو مو ثواب دارَين په برخه سي.