کور / اسلامي / حضرت علي رضي الله عنه او توکل على الله

حضرت علي رضي الله عنه او توکل على الله

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (حضرت علي رضي الله عنه او توکل على الله)
ليکوال او ترتيب : استاد نورالله خان احمدزي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : د عبرت څخه ډکي کيسې (دوهمه کيسه) پر له پسې دريمه برخه

حضرت علي رضي الله عنه او توکل على الله

حضرت علي رضي الله عنه د شپې پر مهال د نفلي لمونځ يا عبادت لپاره مسجد ته تشريف وړى وو چي ګوري يوه ډله د خلکو بهر په لاره کي ولاړه او پيره کوي، کله چي دى له لمونځ څخه فارغ سو نوله هغو خلکو څخه چي په لاره کي و لاړ وه ترې وپوښتل چي تاسو خلک ولي دلته ولاړ يي؟ خلکو ورته وويل چي ستا (حضرت علي) د ساتني يا حفاظت لپاره، حضرت علي رضي الله عنه ورته وفرمايل چي دآسمان والا يا مځکي والا وو څخه؟ خلکو ورته چي د مځکي والاوو څخه، کله چي حضرت علي رضي الله عنه دا خبري واوريدلي نو هغه ورته وفرمايل چي کله کومه پريکړه په آسمان يعني دالله تعالي لخوا نه وي سوې ترهغو پرمځکه هيڅ شى نه واقع کيږي او ويي فرمايل چي بيشکه دا يو حقيقت دى چي د ايمان خوند هيڅوک ترهغو نسي څکلي ترڅو دا يقين ونکړي چي کوم شي لکه ښه يا بد (خير او شر) چي ده ته رسي هغه شي نه واپس کيږي او کوم شي چي ده ته نه رسي يعني کوم ښه يا بد ورته نه رسي هغه څوک ورته رسولي نسي يعني خير او شير دواړه دالله لخوا څخه دي. دهر مسلمان بايد دا پوخ يقين او باور وي چي انسان چي هرځاي کي وي، که هغه شپه وي يا ورځ، ښه ځاي کي وي يا بد ځاي کي، ځنګل کي وي او که دښته کي، سنګر کي وي او که کور کي نو ده ته هيڅ شي ضرر نسي رسولي ترڅو چي دده دخير او شر پريکړه الله تعالي نه وي کړي. او دارنګه ده ته څوک ښه نسي رسولي ترهغو چي الله تعالي ده ته دښو رسولو پريکړه نه وي کړي. ومن يتوکل علي الله فهو حسبه.

(تاريخ ابن عساکر: ۴۲/ ۵۵۴، کنز العمال: ۱ /۸۱ – ۸۲)

يوه روايت کي راغلي چي د حضرت علي رضي الله عنه خواته ته دوه کسه راغلل، دي مبارک (حضرت علي) ديوه ديوال لاندي يا خواته ناست وه، يوکس ورته عرض وکړ چي حضرت! دا ديوال دغورځيدو په حالت کي ده، نو حضرت علي رضي الله عنه ورته وويل چي ته ځه، الله تعالي دحفاظت لپاره کافي ده، ددي څخه وروسته حضرت علي رضي الله عنه ددغو دوه کسانو مقدمه حل کړه بيا دوي ولاړ سول، لدي وروسته دا ديوال وغورځيد. يعني ترهغو دا ديوال ونه غورځيده ترهغو چي حضرت علي رضي الله عنه له هغو دوه کسانو سره ناست وو او ددوي منځ کي پريکړه نه وه سوي. لدي څخه داخبره ښکاره سوه چي په الله تعالي باندي بايد پوخ يقين او توکل ولرو چي هرشي دهغه په امر چليږي او روان دي. ( دلائل النبوة لابي نعيم: ۲۱۱)