کور / اسلامي / عقبه ابن نافع رضی الله عنه دافریقی په ځنګل کي

عقبه ابن نافع رضی الله عنه دافریقی په ځنګل کي

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (حضرت علي رضي الله عنه او توکل على الله)
ليکوال او ترتيب : استاد نورالله خان احمدزي

د عبرت څخه ډکي کيسې (دریمه کيسه) پر له پسې څلورمه برخه

عقبه ابن نافع رضی الله عنه دافریقی په ځنګل کي

حضرت ابن نافع رضی الله عنه دافريقې په یوه ځنګل کي د استوګني لپاره ولاړ او غوښتل یې چي هلته دمسلمانانو لښکر پاته سي، کوم ځای چي دوی داستوګني لپاره غوره کړی وو هلته ډیر وحشي ځناور او ماران وغیره ژوند کوئ، حضرت عقبه ابن نافع رضی الله عنه الله جل جلاله ته دعا وکړه او ځناورو ته یې داسي خطاب وکړ:

ای دځنګل وحشي ځناورو! موږ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم صحابه یو او غواړو دلته پاتي سو، نو لدې کبله تاسو یو بل ځنګل ته لاړسئ او که لدې خبرداري وروسته کوم ځناور دلته پاته سو نو موږ به هغه ووژنو؛؛ کله چي ځناورو داخبري واوریدی نو ټولو ځناورو خپل بچیان له ځان سره واخیستل او له ځنګل څخه ووتل او بل ځای ته لاړل، دمسلمانانو ایمانی قوت په لیدو سره دا دځنګل خلک حیران کړل او دا ځنګلی قوم چه دبربر قوم سره یی تړاو درلود ډیر قبائل یی داسلام په مقدس دین مشرف یعنی مسلمانان سول. (الکامل لابن الآثیر: ۳ /۳۲)

څوک چه دالله جل جلاله حکم منی او هغه لوی رب راضی کړی نو بیا انسانان، حیوانات، مرغان، کبان او ټول مخلوق دده تابع او حکم منونکی وی خو کله چه دغه انسان دالله جل جلاله له حکم څخه یاغی سو نو بیا دی یواځی وی ولکه ده سره لښکر هم بیا به هم دی ناکامیږی او ژوند به یی ستړی او ستومانه وی. راځی چه ټوله معامله الله جل جلاله ته وسپارو او دهغه لوی رب دحکمونو تابع او امر منونکی جوړسو.