کور / اسلامي / له غيبت ، حسد او نورو څخه ځان ژغورل ١٢ م ورځنى حديث پر له پسې لړۍ

له غيبت ، حسد او نورو څخه ځان ژغورل ١٢ م ورځنى حديث پر له پسې لړۍ

موضوع : ورځنى حديث (له غيبت ، حسد ، دښمنۍ ، او نورو بدو اخلاقو څخه ځان ژغورل)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : دوولسمه برخه پرله پسې لړۍ

له غيبت ، حسد ، دښمنۍ ، او نورو بدو اخلاقو څخه ځان ژغورل

له ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي، ځان له ګومان څخه وژغورئ، ځکه ګمان ډېره درواغجنه خبره ده ، د يو مسلمان د خبرو غوږ څارنه مه کوئ، جاسوسي ئې مه کوئ ، دوکه مه ورکوئ، يو بل سره کينه مه کوئ ، دښمني مه کوئ ، پخپلو منځو کي مو اړيکې مه پريکوئ ، او د الله تعالی بنده ګان وروڼه وروڼه سئ!
متفق عليه