کور / کیسه / ماري

ماري

لنډه کیسه: ماري

د تابوتونو مخې ته امریکايان را غونډ وه شور او غوغوا یې خپره کړې وه لکه سم چې امریکا کې وي او دا غمیزه په امریکا کې رامنځ ته شوې وي ،هره یوه د خپل ملګري په ویر نارې او چغې کولې،زه هم د ماري د تابوت خوا ته نژې شوم له سترګو نه مې اوښکې روانې شوې خو چغې مې نه وهلې ځان مې د ماریا په مرګ غمجن ګاڼه ملګرئ میوند مې خواته را نژدې شو

میوند وویل: (مړه سوي امریکایان دي اوښکې ته تویوې څه د افغانستان سرتېري خو نه دي).
په غمجنه وینا مې ورته وویل: زه د امریکایانو په مرګ خپه نه یم بلکې د ماري په مرګ ډېر خپه یم.
میوند بیا هم هماغه خبره کوله ویې ویل: (هغه څوک وه خو یوه امریکایي به وه نو؟).

ورته مې وویل: هو،ماریا امریکایي وه خو افغانه امریکایي وه له پخوا نه د افغانستان څخه امریکا ته له کورنۍ سره تللې وه خو اوس افغانستان ته د عسکرۍ په چوپړ را غلې وه.

میوند وویل: (نو ستا یې په ماریا څه ؟).

د میوند هره خبره راباندې بده لگېده په قهرجنه لهجه مې وویل:

ولې هغه زما ژوند وه هغه زما مینه وه، دا وخت هر څه راته بېګانه ښکارېده له دې خبرو سره زما د اوسېدو خونې په لور روان شوو ور مې نه شو خلاصولای غم په سر اخیستى وم خو ور مې خلاص کړ کوټه مې تیاره وه برېېښنا مې رڼا کړه په کټ اوږد وغځېدم ژوند راته ستړی او ستومانه ښکارېده د ماري له مرګ سره لکه ټوله نړۍ چې له ما نه تللې وي او ټوله نړۍ خپه وي په غوږونو کې مې انګازي وې هغې چاودنې مې په غوږو کې د چاودنو غږونه کول، ما ته مخامخ میوند هم په کټ اوږد وغځېد خو په هغه يې دومره اغېزه نه وه کړې د میوند سر پورې ګړۍ ژر ژر ګرځېده په ګړۍ باندې طبیعت کوم اثر نه درلود.

له لږ ځنډ نه وروسته میوند وویل:

(الیاسه!ماري څوک وه،چې تا وویل هغه زما ژوند وه هغه زما مینه وه چې دومره یې په غم غمجن یې؟).

د اسوېلي په اېستلو سره مې وره وویل:

(کله چې زما دنده د ژباړونکي په توکه په بګرام ومنل شو زه د ماري تر لاس لاندې په دنده وګمارل شوم ماري د پنځوس تنو سرتیرو او یو ژباړونکي مشره(قوماندانه) وه دبګرام په هوایي ډګر کې د څو ورځو تم کېدو نه وروسته زموږ سربېره زیات شمېر امریکایي سرتېري د میدان ښار ولایتي بز ته د تلو امر وشو کله چې ټول سرتيري چمتو شول د شپې لس بجې زمونږ د تګ وخت وټاکل شو لس بجې ټول سرتېري چمتو شول ما ته دا لومړۍ نظامي دنده وه ټول موټرو ته وختل ماري ما ته وکتل ویې ویل:

(الیاس موټر ته وخېژه).

موټر ته پورته شوم ماري هم را وخته دروازې په خپل سري ډول بند شول زه له هر څه سره نا اشنا وم له ټوپک سره نظامي دندې سره جګړې سره او بل داچې موږ سرتېري وو او میدان ښار یو ډېر خطرناکه سیمه وه ټول وېرېدو خو ما خپل ځان ماري ته ډېر زړور ښوده ګاډی ډېر ښکلی وه په هر څه سمبال وه له مرکز بګرام سره هم په مخامخ ډول سره په اړیکه کې وو.

له رسېدو وروسته ځای په ځای شوو.

د ماري کوټه هم ما ته مخامخ وه له ماري سره مې ښه پېژنګلوي وشوه یوه ورځ دوه په دوه سره ناست وو هغې وویل:

(زه په اصل کې افغانه یم پلار راته ویلي چې د همدې ولایت مرکز اوسېدونكې یو له پخوا نه موږ امریکا ته تللي یو د امریکا په پوځ کې دنده سرته رسوم دوه وروڼه او دوه خویندې یوو له کورنۍ سره مې ډېره مینه لرم هغوی هم له ما سره مینه لري).

میاشتې تېرې شوې دنده ښه تېريده په هر لوري ګزمې ته تللو زه لږ وېرېدم ځکه چې زه د جلریز ولسوالۍ اوسېدونکی ومه چې څوک مې ونه پېژني،څه موده وروسته مو بیا د زړه خواله سره وکړه ماري په زړه نازړه او شوخ انداز سره وویل:

(الیاسه واده دې کړى دى او کنه). ډېر حیران شوم له پخوا نه ما غوښتل چې دا پوښتنه له ماري څخه وکړم له لږ سوچ نه وروسته مې ورته وویل:

ماري جاني ، نه واده مې نه دی کړئ.

ماري بیا وویل:

(کوزده خو به دې شوې وي؟)

ژو مي ورته وویل: (نه ماري! کوژده مې نه ده کړې ګورو به چې قسمت او نصیب څه کوي).

دې سره دواړه غلي شولو ګړۍ ته مې پام شو چې د شپې یوولس بجې وي فضا ډېره هوسا وه شور ماشور نه وه،ماري زیاته کړه :

(الیاسه زه غواړم چې له تاسره واده وکړم ته څه نظر لرې؟).

ما ناببره ورته وویل: ولې نه ما خو له پخوانه غوښتل چې دا موضوع در سره شریکه کړم خو ښه شوه چې تا وویل.

ماري د کالیو په بکس کې لاس ښوراوه په غمجنه څېره یې وویل:

(دا انځور زمونږ د کورنۍ دى). ټول یې ښه را وپېژندل ښه کورنۍ ښکارېده په ټولو کې ماري ښکلې ښکارېده انځور مې ور څخه وغوښت ماري هم نه ونه ویل را یې کړ. مودې تېرې شوې له ماري سره مې ډېرې ګزمې وکړې د میدان ښا ر په ډېرو سیمو کې وګرځېدلو د ماري یوه میاشت دنده پاتې وه چې دنده یې پای ته ورسېږي.دوه ورځې مخ کې د نرخ ولسوالۍ له ولسوال او خلکو سره مو ناسته درلوده د تېر په څېر بیا هم څو پوځي ګاډي روان شولو ما او ماري بیا هم سره په یوه ګاډي کې یو ځای شولو په لاره کې وېرېدم موټر ډېر په ښه ډول سره یو په بل پسې روان وه مارې راته خبرې کولې خو زما پام نه وه ځکه دلته چاودنې او جګړې زیاتې وې،ملکي موټرو له مږ څخه ډډه کوله ولسوالۍ ته ورسېدو د ولسوالۍ په ودانۍ کې مو ناسته پیل شوه ولسوالۍ د غره خواته نژدې پرته وه هوا ښکلې وه فصلونه ټول شنه وه په پټیو کې ښځې او نارینه وو مالونه څرول اسمان شین وه لمر ښه تود وه غنمو نوي وږي ښه ښکارېدل ناست کسانو په ځیر ځیر کتل ماري را ته وویل:

(الیاسه افغانستان مې ډېر خوښېږي افغانانو سره مې مینه ډېره زیاته ده د افغانانو خدمت زما دنده ده په دې وخت کې ماري ډېره ښکلې شوې وه تورې غټې سترګې له ونې لوړه دنګه وېښتانو رنګ تور وه په لاس یې د افغانستان بیرغ رنګه ګړۍ وه همدارنګه یې په غاړه د افغانستان بیرغ ټیکری وه ماري د امریکایانو په استازيتوب خبرې وکړي په لږ ګوډه ماته پښتو سره یې له ټولو نه مننه وکړه غونډه پای ته ورسېده،په ترتیب سره ګاډي روان شول دا ځل ما او ماري بېل شولو ځکه چې ماري ماته ویلي وه چې څلورم ټانګ کې سپورشم په لاره روان وو د ده افغانانو سیمې ته په رسېدوو ټانګونو له یو بل نه یو څه ښه واټن ونیوه ځکه چې امریکایې څارګرو یو څه معلومات تر لاسه کړي وه چې وسلوال په ټانګونو حمله کوي خو سم څرګند نه وه زړه مې ډېر وېرېده د مخې ټانګ تم شو یو څه څار یې وکړ خو څه یې ونه موند بیا روان شو ماري په درېیم ټانګ کې وه لومړی دویم ټانګونه سره په وار تېر شول د ماري ټانګ پولچک ته په ورسېدو سره ورو شو ټانګ مخ ته وروسته لاړ ټانګ بیا روان شو د پولچک نه په تېرېدو سره یو درز او ور پسې لمبه شوه سیمه دوړو ونیوه سرتېرو د هر ټانګ نه ډزې پیل کړې هره خوا ته ډزې كېدې خو وسلوالو ډزې ونه کړې له لږ ځنډ نه وروسته ګرد ورک شو د ټانګ ټوټې په شاو خوا کې پرتې وې چاودنه ډېره زوروره وه زموږ ټانګ هم یو څه زیانمن شو له ټانګ نه کښته شولو د ټانګ ټول سرتېري وژل شوي وه ټانک یو څه سوځېدلی و ، سرتېري سم نه پېژندل کېدل په څو دقیقو کې جېټ الوتکې او څرخې الوتکې را ورسېدې څرخكو ډزې پیل کړې سړک تړل شوې وه دوه څرخي الوتکې په چټکۍ سره کېښناستې جسدونه مو ور پورته کړل د میدان ښار هډې ته یې یوړل فضا ډېره وېرونکې وه له هرې خوا نه وېرېدو په کرار کرار خپل ځای ته ورسېدو وخت نژدي ماښام وه ډېر ستومانه وم، شپه نیمه بیا د چاودنې د سیمې په لور روان شو بیا هم هغه چاودنه مې په ذهن کې وه ټول په وېره کې و سیمې ته ورسېدوځینې پاتې شوي شیانو پسې ګرځېدو شپه تېره شوه ملایانو اذانونه وکړل تیاره په ختمېدو وه رڼا خپره شوه ستومانه وم دا مې لومړی ځل وه چې له ماري نه پرته دنده سرته رسوم خو مرغیو سندرې پیل کړي مرغیو ځان ته پاچاهي درلوده په هر خوا شبنم خور وه ښه بوی یې لگېده زه هم په پلټلو بوخت وم نور موږ ته د تلو امر وشو په دې وخت زما پښه په یو څیز ولګېد پښو ته مې وکتل عسکري بوټ وه را پورته مې کړ دروند وه په وینو وه ګرد په پروت وه د انسان پښه په کې وه پښه مې ورڅخه راوېسته چې ښځینه وه په نوکانو یې رنګ وه ورته ښه مې وکتل چې د ماري پښه وه چې دا رنګ یې تېره ورځ په نوکانو کېښودل د ټانګ خواته راغلم ټانګونه کرار کرار روان شول څارګرو ویل کومه خبره نشته خو بیا هم ډاډه نه وه خپل ځای ته ورسېدو،بیا هم د تېر په څېر ستومانه خونې ته ستون شوم د ماري څېره مې ذهن کې ډول ډول انځورونه جوړول خوب نه را ته یو وخت مې په خوب کې له ماري سره خبرې کولې پخپل غږ ویښ شوم په سوچ کې وم چې د الوتکو غږونه شول بهر راووتم چې لمر لا هسک وه مازیګر ته یو څه وخت وه شور ماشور وه ټول سرتېري له تابوتونو څخه را تاو وه سرتېري غمجن وه په تابوونو د امریکا بیرغ خپور وه په هرتابوت دهر سرتېري انځور و، شیبه وروسته الوتکې کېناستې پوځي مراسم تر سره شول له مراسمو وروسته تابوتونه یو په بل پسې الوتکو ته پور ته شول د ماري جنازه د ټولو نه وروسته پورته شوه د الوتکې دروازه بنده شوه الوتکه په کرار کرار د اسمان په لوري پورته شوه الوتکه د کابل په لوري روانه شوه ترڅو چې ښکارېده ما ورته کتل الوتکه ورکه شوه لاړه سر مې وګرځېد کېښناستم او لاسونه مې سر ته ونیول.

پای