کور / کیسه / خیالونه او هوسونه

خیالونه او هوسونه

لنډه کیسه

څلورو خواوو ته یې په ځغلند نظر وکتل. څومره یې چې سترګو کار کاوه، هومره یې وځغلولې، خو پرته له شنو اوبو او د سمندر له توپاني څپو یې هېڅ تر سترګو نه شول. ټوله نړۍ ورته ناپایه سمندر وبرېښېد. وارخطا شو. یودم یې سترګې په شنګانو او نېزوڼو ولګېدې، هغه چې د سمندر څپو له ځګونو سره یوځای د ده پر خوا راپورېوهل. په تادۍ یې نېزوڼو ته لاس واچاوه. خو د هغه درد یې دوا نه کړو. په اوبو کې غوپه شو. ژر یې بیا سر راپورته کړ. نیمې اوبه یې تېرې شوې، خو نیمې یې بېرته له خولې وغورځولې. سترګې یې آسمان ته پورته ونیوې. د تورو خونړیو او خونکارو ورېځو غرونه یې تر سترګو شول، چې تالندې او برېښنا ورله په زړه کې چوړکۍ تاووله.
هر څه توپاني ول. هوا توپاني وه، پاس آسمان توپاني وو، د آسمان په ټټر د ورېځو غرونه او د هغوی ګړنګونه توپاني ول، او دغه شان سمندر له خپلو څپو سره توپاني وو. هر لور ته د توپان سنګاری وو…. نا ببره د سمندر له زړه نه د لرګي یوه تخته راووته. د سرتور په لاسو او پښو کې لږه شانې متره او وس پیدا شوه. وروړاندې شو او خېټه یې پرې واچوله. سکېندې یې وهلې، ساه یې بنده بنده کېده. اوږده ساه یې واخیسته او د سترګو په رپ کې تېرمهال او تېر ژوند ته شو.
* * *
د پشکال ګرمي وه. د شامتورو او توتخورکو ډلو ډلو سیلونو پاملرنه ځان ته رااړوله. د ښار په ګوډ ګوډ کې د قلمي توتانو ټوکرۍ تر سترګو کېدې، چې زهیر او ځیرک د اوړي د رخصتیو د تېرولو لپاره د اروپا له یوه سکاندنوي ملک نه خپل هېواد ته راغلي ول. دوی درېواړه د ښوونځي د وختونو انډیوالان او دوستان ول چې په ناسته پاسته او ملګرتیا کې یې جوړه نه وه. بیخي په سکني ورونو یادېدل. خو بیا د حالاتو بدلون درېواړه تالا ترغۍ کړل. زهیر او ځیرک پایڅې بډوهلې او ځانونه یې ووېستل او سرتور د ناچارې ورځې یو سر دوه غوږه په میدان پاتې شو…..
له کابو لسو کلونو وروسته دا د دوی بیا یوځای کېدل ول. د چا خبره زهیر او ځیرک لا له الوتکې راښکته شوي نه ول چې بیا د واره د زړو وختونو او د خپل دوست په لټه کې ول. یو ځل بیا د تېر په څېر په وچو ولو اوبه راسمې شوې. د شپې بنډارونه او د اوجرې ناسته پیل شوه، داسې چې تر سهاره به یې سترګې نه سره ورتلې،او یو د بل په دیدن به نه مړېدل ….
دوی لا یو د بل په خبرو ماړه شوي نه ول، اوڅو کلنه تنده یې لا ماته شوې نه وه چې د زهیر او ځیرک دې شپې پخې شوې، بېرته یې د تللو تابیا ونیوه او سرتور یو ځل بیا په میدان پاتې شو. خو دا ځل هغه پخوانی سرتور پاتې نشو. په هغه د خپلو دوستانو خبرو اترو او بنډارونو اغېزه وښیندله. د پښو لاندې یې اور شو، ذهن یې راوپارېد، زړه یې راجګ شو، د اروپایي ژوند د خوبونو په لیدلو شو، او په زړه کې یې د هوسونو غومبسې راوپارېدې. هر څه ترې وشاړېدل. بس دا یوه خبره یې په مغزو کې الوته راالوته چې څرنګه ځان اور ته واچوي او له هېواده پښې څنډ وهي…. هغه وو چې خپل جوړ کور یې په سپېره سماوار واړاوه ، ټوله ارګا ـ بارګا او د کور لوښي یې په نیمه بیه وپلورل، له قاچاقبر سره یې خوله نږدې کړه، او د خپلو دوو وړو ماشومانو او میرمنې سره یو ځای د اروپا په نیت د ایران په لورې وخوځېد.
د ایران تر پولې خو یې خپله خاوره وه، خو د ایران د خاورې په دننه کې بیا آن د ترکیې د پولې تر نږدې ځنګلونو پورې یې هېڅ ترهه په تنونو کې ونه ځغلېده، او نه یې شاته کتو ته په زړه کې ځای ورکاوه. خو په تلو تلو کې یې انګیرله چې د خپلو نیکونو هډوکو ورته زولۍ نیولې او د بیلتون اوښکې تویوي. ځنې وخت به لږ ټکنی شو. خو بیا به یې په دې تسلي وکړه چې هغه چېرې هم د خپل نغري له چرګۍ لرېوتی نه دی، کېدای شي دا یې وهم وي، او په یو ډول به یې د راپورته شوې وسوسې لمبه دننه په ځان کې زندۍ کړه……
د ایران او ترکیې د پولو تر منځ په ځنګلونو کې له یوې بلې افغاني کورنۍ سره چې یو وړوکی کمکی یې درلود، هم یوځای شول.
ـ اوخ خدایه! اوس به څه کوو؟ په دې ځنګله کې خو د تلو شان نشته. کوم شی مو ونه چیچي او یا مو ونه داړي؟ دا په څه بلا واوختو، اوس له دې وړو ماشومانو سره څه وکړو؟
سرتور لا په دې سوچونو کې وو چې لارښودونکي(قاچاقبر) په بڼېدلي آواز وویل:
ـ ژر کوئ چې څوک مو ونه نیسي. کوښښ وکړئ اوماشومان مو له ژړاوو بچ وساتئ، چې له ځنګلي بلاوو نه په نورو وا نه وړو!
اوس نو له پېښې تېښته ناشونې وه. پرته له وړاندې تګه او ستونزو او کړاوونو ته له اوږې ورکولو بله چاره نه وه. له بلې خوا یې په دې هم زړه ته ډاډ ورکولو چې هغوئ یوازې نه دي، بلکې بله کورنۍ هم ورسره مله ده.
څو پله لا وړاندې تللي نه ول چې د سرتور د میرمنې له پښو ځنګلي مار منډه کړه. له خولې یې کړیکه ووته چې د لارښودونکي له سخت غبرګون سره مخامخ شوه. سترګې یې پرې راووېستې چې د عاجزې وینه یې وچه کړه. څومره چې د ځنګله منځ ته کېدل، هومره تګ ستونزمن کېده. هومره ترهه او وېره د سړي په تن او روان ورننوتله. خو د پوليسو او پوله ساتونکو نه د لارښودونکو(قاچاقبرو) د کار لپاره تر دې بله غوره او د امن لاره نه وه. ځکه خو یې پرې تګ او راتګ کاوه…..
وروسته له دوه درې ګړۍ زړه خوړونکي مزله هله د سرتور لینګي په ړچېدو شول، چې کله یې د انسان د بدن په اسکلټ، چې ګومان کېده په همدې څو ورځو کې یې ژوند له لاسه ورکړی، سترګې ولګېدې. هغه لا همداسې د وېرې او ډار ګامونه اوچتول چې سترګې یې ښي خوا لږ شانې ډډې ته په پرتو دوو لیوانو ونښتې، چې خولې یې لا په وینو ککړې وې. نوره هم پرې ترهه لګېده. څه نه ولو چې ذهن ته یې را نه غلل. خو پرته له دې چې له خولې سونګ وباسي او نورو ته څه ووایي میرمنې ته یې وویل:
ـ هله ژر شه، همت له لاسه مه ورکوه، لږه چابکه شه!
خو په زړه کې یې تېره شوه:
ـ ښه دی چې ماړه دي، که نه نو….
ټوله ورځ يې په ځنګله کې په سخت او له کړاوه ډک مزل تېره کړه. نور د چا خبره له اده باده وتي ول. د ټولو پښې پولۍ او پړسېدلې وې. نور یې د مخکې تګ حوصېله په ځان کې نه لیده. د ماشومانو خو یوازې ساوې په خولو کې وې. سکڼی ماښام په لګېدو وو چې د ځنګله په یوې برخه کې یوې وړې جونګړې ته ورسېدل. اوس چې به دې پاس آسمان ته کتل، نو ایله بیله به دې یوه ټوټه تر سترګو کېده.
همدلته دوه شپې پاتې شول. په جونګړه کې د خوراک او څښاک دومره څه ول چې د زړه سیوری یې پرې وشي. د چا خبره د زړه او د پښو د تڼاکو ټکور یې وشو. خو د سرتور روان د ناکراریو په څلور لارې کې سرګردانه او لالهانده وو. له خپلو وړو ماشومانو سره داسې لور ته روان وو چې نه پوهېده څه به کیږي….
درېیمه ورځ یې بیا وړاندې تګ ته ماشومان په اوږو واړول. ټوله ورځ یې په تلو تلو تېره کړه. خو دومره ځوروونکې نه وه. د ځنګله هم د تېر په څېر د زړه زور پاتې نه وو چې سړی به یې د وېرې او ډار په کومې ورننوېسته او د تګ شان به پکې نه وو. اوس د تېرو زهري او داړونکو خزندو او حیواناتو پر خلاف د ځینو زړه راښکونکو الوتونکو او مرغانو آوازونه تر غوږو کېدل چې د سړي روان یې نازاوه او زړه ته یې سکون ورکاوه…. داسې ګومان کېده چې سړی آبادې ته شوی وي. که به دې لږ پر غوږو زور واچاوه، نو د ګاډو آوازونه هم تر غوږو کېدل. د لارښود هم هغه مخکېنۍ تروه ټنډه پاتې نه وه چې د هلئ ژرکوئ، غږ به یې له خولې راوته. هغه هم اوس پښه نيولی کېده. لږ به لا تللی نه وو چې بیا به یې د دمې نیولو تابیا کوله. تل به یې ګرځنده تلیفون غوږ ته نیولی وو او بړېده به….
د تیارې وزرې په خورېدو وې چې د ځنګله په یوه کونج کې یې سترګې په یوه ګاډي ولګېدې. د لارښود له وینا سره جوخت په چابکۍ ګاډي ته پورته شول، او د څار او ډاډ وروسته چلوونکي خپل سفر پیل کړو.
په توره شپه کې سړک د ځنګلونو په منځ کې د یوې تورې اژدها په څېر کله کوړۍ ووړۍ او کله هم ستوني ستغ ښکارېده. دومره ګاډي نه تر سترګو کېدل، خو ځینې وخت یو نیم د سړک په اوږدو کې سترګې برېښولې. شېبه لا تېره نه وه چې سوڼاری شو. ټول په خواږه خوب بېده شول. ټول ستړي ستومانه ول. یوازې سرتور او چلوونکی وېښ پاتې ول.
آرامه آرامي وه. د شپې د مزله هم عجیبه خوند وو. زمونږ د هېواد په څېر یې له غلو او جنګ جګړې وېره نه احساسوله. د لارې په اوږدو کې د ځنګلونو په پلوونو کې خال خال کورونه تر سترګو کېدل چې څراغونو یې د سړي پاملرنه ځان ته رااړوله او د سړي شک پرې راته چې کېدای شي د ځمکوالو کورونه وي. چوپه چوپتیا وه. د چلوونکي هم خبرو ته زړه نه کېده، خو د منزل په لورې یې چټک ګامونه پورته کول. سرتور لا همداسې د چلوونکي په څېر په سوچونو کې وړاندې روان وو چې یو دم یې د شاته پاتې ځنګله په منځ کې د هغه دانګې دانګې پردیس کالبوت او د لیوانو سره شونډکونه مخې ته لک څک ودرېدل. د وېرې او ډار خپسه یې په تن ورننوته. یو دردوونکی احساس یې په ګوګل کې په لمبو شو. د هغه اولادونه، میرمن او ټول پاتې شوني چې د هغه بیا لیدو ته سترګې په لاره ول، ټول یې یو په یو سترګو ته را د مخه شول. د هغه له زړه لا همداسې د خواشینۍ تورې لوخوړې پورته کېدې چې یوې هوسۍ (آهو) د سړک له یوې غاړې بل ته ترپلل او چلوونکی یې دې ته اړ وېسته چې په تېزۍ سره د ګاډي ګړندیتوب کنټرول کړي چې د سرتور د اند و واند بیاسته یې هم وروشلوله….
شپه چې په پخېدو شوه، نو په سړک د یوه نیم ګاډي تګ راتګ هم په ټپه ودرېد. باد هم غلی شو. د ونو څانګې او پلوونه له ښورېدو ولوېدل ته به وایې له ونو ساه وخته او د مړو هدیره جوړه شوه. امه شمه نه وه، ته به وایې پرته له چلوونکي او سرتوره سړک هم په خواږه خوب وېده شو…. د چوپتیا په داشان نړۍ کې به ناببره د سرتور د سوچ او خیال نیلې د هغه پردیس د برخلیک په لورې ورستنې شوې، لا به یې د سراغزي غنې په زړګي ورخښې شوې او تېروبېر به ترې ووتې…..
د سهار خړه لا لګېدلې نه وه، او لا هماغسې تپه تیاره وه. خو د یوه نیم الوتونکي او مارغه له خوږ او زړه راښکونکي غږ او آواز نه انګیرل کېده چې د سهار سپېدې په چاودېدو دي، چې بیا هم ګاډی د ځنګله په یوه کونج کې د یوې جونګړې مخ ته ودرېد. همدلته د اوسېدو تابیا نیول شوې وه. سرتور دې جونګړې ته ننوتل او چلوونکی په خپله مخه لاړو. کله چې یې ډډه واچوله، بیا نو په ځان پوه شوی نه وو….تنکۍ غرمه په لګېدو وه چې د ماشومانو ځوږ راوېښ کړو. ستړیا یې ختلې وه. د وړو مور یې سره له هغې بلې کورنۍ تورسرې خواړه برابر کړي ول. یو ځای سره کېناستل او روزي یې وخوړه. وروسته یې د چایو څښلو تابیا نیوله چې د لویې دروازې زنګ ووهل شو. د لارښود زنګ وو. دا درېیم لارښود وو چې د دوی د وړاندې تللو دنده یې په غاړه وه. څومره چې مخې ته تلل، هماغسې ګام په ګام یو پر بل پلورل کېدل، او د سر بیه یې وېشل کېده…. لارښودونکي له چایو څښلو وروسته همدلته د پنځو ورځو د تمېدو ورته وویل او په شپږمه ورځ یې د بېړۍ په واسطه د یونان خاورې ته د پورېوتو یادونه وکړه. د رخصتېدو په وخت کې هغه کړکۍ ته نږدې شو چې سړک ترې ښکارېده. د پولیسو ګاډی یې تر سترګو شو چې د سړک یوې ډډې ته ولاړ وو. وارخطا شو او ټول یې تکاوۍ ته ښکته کړل. وروسته له پاو- دوه وخت تېرولو بېرته تکاوۍ ته وراغی او ویې ویل: (چې بلا وه برکت یې نه). د تلو په وخت کې یې تینګار وکړو چې له جونګړې څوک ونه وځي او نه کړکۍ ته سیوری سیوری او بوڅ بوڅ شي، چې په بل سرخوږي وا نه وړي.
په شپږمه ورځ له پرېکړې سره سم چرګبانګ مهال وو چې راورسېد. هوا خړه پړه غوندې وه. له څاڅکي څاڅکي باران سره غوټه غوټه باد هم د سپي په څېر خوله اچوله او ځینې وخت یې د سړي ژامنې ړچولې چې سرتور دې له جونګړې ووتل، ګاډي ته پورته شول او د خپل بخت او برخلیک په لورې وخوځېدل. بیا هم تور سړک او دواړو خواو ته یې شنې ځنګلې او شنې چمنې. طبیعت څومره پیرزوینې په دې ملکونو لورولې دي. شېبه لا تېره نه وي چې بیا د آسمان له سترګو د خوښیو څاڅکي او شبنم را ټوکېږي او هرې خوا شین بخمل غوړوي. او له دې سره یې د خپل هېواد د غرو رغو سپېره مخونه، ګام په ګام د سرپو کاڼي او بارانونه، د باروتو لوګي او ککړه هوا یې سترګو ته راوړاندې شوه. د سترګو په کاسو کې یې اوښکې ډنډ شوې. سوړ اسویلی یې د زړه له سرګردانو کوڅو راووت. بیا یې د ګاډي له کړکۍ پاس آسمان ته وکتل. د آسمان ټنډه ورته تروه او تروشه ښکاره شوه. له ځانه سره یې وویل:
ـ نن خو چورلټه د وتو شان نه وو. کاش نه وای راوتي. بیا یې زیاته کړه چې د نورو په واک دي چې څه یې خوښه وي هماغسې کوي. او بل داچې کېدای شي د آسمان په ټنډه کې بدلون راشي. دی لا همداسې په سوچونو کې غرک وو چې ګاډی د سمندر غاړې ته راورسېد. نور هم رارسېدلي ول. شل- پنځه ویشت کسان سره جوړېدل. د بېړۍ دوو تنو مسولینو د چټک ځای پر ځای کېدو غوښتنه کوله. ټول تروره ښکارېدل. د آسمان وچولی هم تریو او تروره وو. د ورېځو غرونو او غونډیو سترګې برګې نیولې وې او د ټولو ننداره یې کوله. ټول په بېړۍ کې ځای پر ځای شول او بېړۍ د سمندر زړه ته په ننوتو شوه.
څومره چې د سمندر منځ ته کېدل، هومره یې ترهه په رګونو کې ځغلېدله، هومره د سمندر څپې مستېدې، هومره د آسمان په زړه کې د تورو وحشي او خونکارو ورېځو د غرونو او غونډیو سترګې برندې او قهرجنې کېدې. بېړۍ ته د سمندر هرې څپې په ډېرې کرکې او غوسې سره اوږه ورکوله او پر بلې یې ویشتله. سمندر لا پسې وحشي کېده. د قهر او غوسې ځګونه یې لاپسې له خولې وېستل. آن تر دې چې نور يې له خپل کومي نه د بېړۍ د خوی تېرېدو تابیا نیوله…. څه نه ولو چې د سرتور د زړه په تل کې د توپاني بېړۍ په څېر ښکته پورته نه کېدل. په یوه شېبه کې ورته خپل ټول خیالونه او هوسونه تالا والا او رژېدلي ښکاره شول. له ټولو یې لاس پرېمینځو او له هر څه بېزاره شو: د اروپا له مزو چړچو او د اروپایي ژوند له خوبونو، آن په اروپا کې له خپلو ملګرو او انډیوالانو. د سترګو په رپ کې یې خپل چم او ولس، د غم او ښادي په وخت کې یو د بل لاسنیوی، او دغه شان د خپلې چرګۍ زوړ لمڅی او شلېدلی پوزی سترګو ته ودرېدل او د ګور او کفن په ارمان شو.
سرتور لا د آرمانونو په نړۍ کې په چیغو په فریاد وو چې بېړۍ یوې زورورې څپې په بلې وویشته، د لاندېنۍ برخې دوه غبرګې تختې ماتې شوې او د ماتوشوو تختو په درز کې یې د میرمنې له غېږې وړوکی زوی سمندر په خپلو وزرو کې واخیست. د سرتور له ځیګره سوې کړیکه راووته او په دې هڅه کې شو چې خپله لور او میرمن په خپلو مټو کې راونغاړي. خو د سمندر توپاني څپو د بېړۍ په هغه بل کونج وویشته او څو چې یې سترګې غړولې نو هر څه پو پنا ول.

۲۶ – ۰۵ ـ ۲۰۱۴
۰۵ – ۰۳ – ۱۳۹۳
د ګرېستېد ښار
ډنمارک