کور / نوميالي / احساسه بختور شه !!!

احساسه بختور شه !!!

دافغان کلتوري ټولنو دجرګې دلومړې کليزې دلمانځغونډې په ورځ تکړه ځوان ليکوال، شاعر اوپياوړي انجينير دبلخ پوهنتون دانجينري پوهنځي محصل او له شمال ولايتونو څخه دخپرېدونکو دپرخې اوپسرلي په نامه پښتو مجلوچلونکي ذبيح الله احساس ته دکال دغوره فرهنګپال شخصيت له امله د(خوشحال بابا) مډال ورکړل شو.

حقيقت خوداده چې ريښتياهم ذبېح الله احساس دااحساس له ډېره پخوا درلود چې دخپل هېواد کولتور ژبې او نورو سيمېزو غوښتنو او دهغوي دمثبتې دودې لپاره بايد څه وکړي چې په دې برخه کې يې لاډېر پخوا رغنده قدمتو اوچت کړي اودغه لړي يې دخپلو نورو ملګرو په مټ تر ننه ژوندي ساتلې اوخداى دې ورکړي چې لانوره ګړندۍ او تل پاتې غزېدلې پاتې شي.

يوځل بيا درانه ورور احساس صيب ته ددغه وياړ دورپه برخه کېدو له امله دزړه له کومې مبارکي وايم.

ښوونيز او روزنيز راديوتلويزيون،کابل – افغانستان

تبصره نسته

  1. ګرانه وروره ذبیح الله (احساس)دخوشحال خان بابادسروزرومډال چی د کال دغوره فرهنګپال په صفت تاسوپری ویاړل شوی یاست درته دزړه له کومی مبارکی وایم اوپه راتلونکی د ځانی اوټولنیز ژوندپه ټولوډګرونو کی درته دلازیاتوبریالیتوبونوغوښتندویه یم . تاسوزمونږدغمځپلو،غریبوخلکواووران ویجاړوطن هغه ځلانده ستوری یاست چی پدی توروشپواوغمجنوشیبوکی مونږته رڼااو ژوند رابخښۍ .خدای موراته روغ رمټ لره دلا زیاتوبریالیتوبونوپه امید. سرلوړی اوبریالی اوسۍ بوستان وزیری دمسکو څخه.