کور / نوميالي / عبدالهادى هاند له دې فاني نړۍ څخه سترگي پټي كړلې

عبدالهادى هاند له دې فاني نړۍ څخه سترگي پټي كړلې

د ارواښاد  عبدالهادي هاند ژوندليك


 


بوراگانو د سپرلو  لمني نيسئ
د گلونو قافلې گنې پر تـلو دي


له نن څخه پوره څلور كاله  وړاندي  د ۱۳۸۳ لمريز كال  د ليندۍ پر ۱۱ علامه رشاد بابا (رح) له دې نړۍ څخه رحلت وكړ  او د ليندۍ  مياشت  د پښتو ادب  او ثقافت  نور  درانه مشران  او ځلانده  ستوري، لكه :


استاد گل پاچا الفت  او  پوهاند رشتين  هم  را څخه واخيستل،  له ډېره بده مرغه    بيا هم  د ليندۍ  د مياشتي پر ۱۱   مه ، د هيواد  د  ژورناليزم ، توكمپوهني او څېړني يو بل  خادم  انسان  د لوى استاد علامه حبيبي  او علامه  رشاد بابا (رح)  روزل  سوى شاگرد، څېړونكى  عبدالهادى هاند له دې فاني نړۍ  څخه سترگي پټي كړلې.


انا لله و انا اليه راجعون


استاد عبدالهادي  هاند  د تاج محمد خان زوى، د حبيب الله خان لمسى په ۱۳۲۸ لمريز كال  كي د كندهار  ښار  د دوهمي ناحيې  د پوپلزو په كوڅه كي زېږېدلى و، لومړنۍ زده كړي يې  په مشرقي لېسه كي وكړې  او په ۱۳۴۸ لمريز كال كي دكندهار  ښار د ميرويس نيكه  له عالي لېسې څخه فارغ  سو.


په ۱۳۵۱ لمريز كال د ادبياتو  پوهنځى ته  ولاړ  او په ۱۳۵۴ لمريز كال  د كابل پوهنتون  د ادبياتو  او بشري علومو  د پوهنځي  د ژرناليزم  له څانگي  څخه فارغ سو او په همدغه كال  د كب پر پنځمه  د پښتو  د پرمختيا په  امريت  كي مقرر سو، په ۱۳۵۶ لمريز كال  د پښتو ټولني  د ترجمې د مديريت  مسلكي غړى سو،  په ۱۳۵۷ لمريز  كال  د پښتو  نړيوالو  څېړنو د مركز  له خوا خپرېدونكي مجلې (پښتو) مرستيال و ټاكل سو.


په ۱۳۶۱ لمريز كال د افغانستان د علومو اكاډيمۍ  څخه ، خپرېدونكي مجلې ( اريانا)  مدير  وټاكل سو او لسه كاله يې  دا  دنده  وپالــله.


په ۱۳۷۹ لمريز كال  د علومو اكاډيمۍ د حقوق او ژورناليزم  د انسيتوت مشر و ټاكل سو او په ۱۳۸۵ لمريز كال  له اداري پلوه  د رتبې مافوق ته ورسېد.


په علمي څېړنيز ډگر كي  يې نه ستړي كېدونكي تتبعات كړي دي، چي له بده مرغه  د چاپ  په گېڼه نه دي پسولل سوي.


د  ده لومړۍ علمي څېړنه  ( د مركزي فيوډالي دولت پر تاسيس  د شېر سُرخ جرگې اغېزه) نوميږي، چي د علامه رشاد بابا (رح) په لارښوونه  يې بشپړه كړې او  د هېواد  د اكاډيميكو  مركزونو تر څنگ يې  دغه څېړنه  د ازبكستان  د علومو اكاډيمۍ له  خوا  د يو مغتنم  اثر په  توگه منلې سوې  او استاد هاند ته يې، پر دغه اثر  غيابي دوكتورا هم وركړې ده.


دوهمه علمي څېړنه يې ( دپښتو نسبي  شجرې  او ملي هويت  د تاريخي مدرك په توگه) نوميږي، چي د دې څېړنيزي پروژې لارښود استاد يې هم، علامه رشاد بابا (رح) و، پر دې څېړنه باندي يې  د علومو اكاډيمۍ  څېړونكى علمي لقب تر لاسه كړ.


د څېړنوالۍ ( د سرمحقق د مرستيالۍ)   د علمي لقب  له پاره  يې، خپله  علمي پروژه ( د افغاني ټولني  پر سياسي  – ټولنيز نظام باندي  د مشروطه نهضت د مطبوعاتو اغېزه)  تر  نامه لاندي ، سږ كال  په  دوبي، كي بشپړه  كړه  او  د دې علمي  _ څېړنيزي  پروژې دفاع  او د څېړنوالۍ د علمي لقب  تر لاسه كېده، د ده نيمه خوا  ژوند په ده، ونه ليده.


ارواښاد استاد هاند د پورتنيو  علمي څېړنو  تر څنگ  يې په لسو مقالې هم كښلي، چي په (پښتو)، اريانا، كابل مجلو او نورو موقوتو  خپرونو  كي خپرې سوي دي.


ارواښاد استاد  هاند  د هيواد  او سيمي  په ډېرو  علمي  سيمينارو او كنفرانسونو  كي  هم برخه اخيستې   او  خپلي  ارزښتناكي  مقالې  يې اورولي دي، لكه:


( دلرغوني  كندهار  د اولسونو تاريخي  هويت)  كندهار د تاريخ  په اوږدو كي سيمينار ته.


(دمعاصري افغاني ټولني  په فكري  رنسانس كي  د علامه حبيبي د كورنۍ  ونډه)  د لوى استاد علامه  حبيبي  د  وروستۍ تلينې سيمينار ته.


استاد  هاند سربيره  پر  خپلي  مورنۍ ژبي په  پاړسي او انگريزي هم  پوهېدئ او له  روسي  آثارو څخه يې هم گټه  اخيستلاى سواى،.


د نورو علمي  كارونو تر څنگ د خطاطۍ په برخه كي  يې هم، ډېر آثار  په خپل لاس  كښل  او (۱۵۰۰)  مخيز  انگريزي – پښتو  نوى قاموس يې  د خطاطۍ ښه بېلگه  بللاى سو، البته  د دې  اثر فونيټكه الفبا هم  دوى ترتيب كړې ده.


د ژوند  وروستۍ ورځي  يې په داسي  بې كسۍ او بې وسۍ  كي تيري كړلې، چي په  ډير  زهير  او ناروغ  ځان ، يې  لا هم  له علمي څېړونو څخه لاس  وانه خيست خو د هېواد  هيڅ  اكاډيميك مركز   يې  د رغېدا  او روغتيا غم  ونه  خوړ او  د كورنۍ  غړو  يې  په ډېر ستونزمن  حالت ، له كابل څخه كندهار  ته راوستى  او نن  سهار پر  درو بجو  يې خپل  روح  ابديت  ته وسپاره.


د هيواد  او لوى كندهار  ټول فرهنگيان  د هيواد  د ښه ژورناليست، توكمپوه او خطاط استاد هاند مړينه  د افغاني ټولني  په  علمي  –  څېړنيز ډگر كي  يو تشه  بولي او  د دې درانه  وېر   په اړه  د دوى  درنې كورنۍ  او ټول علمي  – فرهنگي   كړيو ته  خواخوږي  وړاندي كوي  او د زړه صبر  ورته غواړي .