کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مېرمن غضنفر: الهې سرور ته د کمپاين پر ځاى د باميانۍ نجلۍ غم وخورى

مېرمن غضنفر: الهې سرور ته د کمپاين پر ځاى د باميانۍ نجلۍ غم وخورى

وړمه شپه کله چې د طلوع تلويزيون د افغان ستوري خپرونه مې ليدله زما ذهن د آغلې ډاکټر مؤنسې خبرو ته چې ددې خپرونې په ژوري پلاوي کې ګډون لري لا نور هم ځير شو .
آغلې ډاکټر مونسې د دې خپرونې له تربيون څخه داسې وويل (( ما ته دولتي چارواکي د افغان ستوري د برنامې په هکله مختلف نظرونه راکوي )) له هغې جملې نه د پارلمان د غړو نظرونه او په خاصه توګه په يوې ځانګړې ليدنه کې چې ماله مېرمن غضنفر د ښځو د چارو له وزيرې سره درلوده ، وزير صاحب ما ته ډاډ را کړ چې زما د الهې سرور استعداد ډېر خوښ دي او زه به د ښځو د چارو د وزارت له لارې د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې هغې ته کمپاين وکړم .
اغلې غضنفر! تاسو د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې د افغان ښځو له ژوند نه خبرياست ؟، آيا کله مو د باميانۍ نجلۍ حالت ته چې په غوجل کې قصابي شوه ، فکر کړى ؟، ايا تاسو د هغې نجلۍ په هکله چې سپي سره تبادله شوه ، سوچ کړى ؟ .
دا په لس هاوو د جنسي تجاوزونو پېښې چې په هېواد کې ترسره کېږي ، تاسو ترې خبرياست ايا تاسو د وزارت چارواکيو کله هم د ربړېدلو ښځو او هغه ښځو چې له تاوتريخوالي سره مخامخ دي ولاياتو ته کوم پلاوى لېږلى ، چې له نږدې د ښځو حالت وڅيړي ، تاسو د تېزاب شيندونکو په اړه چې زموږ د خويندو ، لو ڼو پر مخونو يې تېزاب و شيندل او ديو وشتمۍ پېړۍ ستر جنايت يې ترسره کړ کومه څېړنه کړې ، تاسو حتى د هغې شل کلنې ښوونکې چې په کابل کې يې پر مخ تېزاب و پاشل شول خبر وانه خيست ، نو تاسو په کومې لاسته راوړنې الهه جانې سرور ته کمپاين کوئ ؟ لږ خپل ګريوان سره سوچ په کار ده